• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پولیو د محوه کولو پروګرام په کندهار کې د ۱ میلیون ډالرو په لګښت یو روغتیايي مرکز جوړوي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۵۴ GMT+۱

د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز ویلي، چې د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د یو میلیون ډالرو په لګښت یو ۳۰ بستریز روغتون جوړوي. د دغه مرکز مسولینو ویلي، د یاد روغتون په جوړیدو سره به په معروف ولسوالۍ کې روغتیايي خدماتو ته د خلکو لاسرسی زیات شي.

یادې ادارې د شنبې په ورځ د غبرګولي په ۱۶مه ویلي، چې د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د پولیو میراث ننګونې بنسټ په ملاتړ د یو میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي.

د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رییس عبدالقدوس بریالي ویلي، چې د یاد روغتون چارې به د یوه کال په موده کې بشپړې شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د یاد روغتون له فعالېدو سره به د معروف ولسوالۍ او نږدې سیمو د اوسېدونکو لپاره د عملیاتو، زیږون، د ښځینه او نارینه ناروغانو د بستر، بېړنیو خدمتونو، جدي پاملرنې خونې، وینې بانک، اکسرې، الټراساونډ، غاښونو، سترګو، ماشومانو، تغذیې،، واکسین او د میندو د امیندوارۍ مخکې او ورسته پاملرنې په برخو کې خدمات وړاندې شي.

مسولینو ویلي، چې د پولیو میراث ننګونه بنسټ د هېواد په نورو زونونو کې هم د ورته روغتیايي مرکزونو د جوړولو پلان لري او تمه کېږي چې د دغه روغتون په فعالېدو سره به په معروف ولسوالۍ او شاوخوا سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی پراخ او په ځانګړي ډول د میندو او ماشومانو لپاره به د اړینو روغتیايي خدمتونو زمینه برابره شي.

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲
تازه خبر

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۳

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۴

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

۵

ننګرهار کې یو طالب چارواکی: «موسسات د دجال لښکر دی»

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي پراختیا شرکت کرنیز ماشینونه او تجهیزات پلوري

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۳۳ GMT+۱
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي پراختیا شرکت کرنیز ماشینونه او تجهیزات پلوري
100%

د طالبانو تر واک لاندې د ملي پراختیا شرکت وایي، د بزګرانو او کرنیزو شرکتونو د ملاتړ په موخه یې بېلابېل کرنیز ماشینونه تولید او د پلور لپاره بازار ته وړاندې کړي دي. په دغو تولیداتو کې ترېشرونه، لیزر لیولونه، د نیالګیو اېښودلو ماشینونه او بېلابېلې قلبې شاملې دي.

د طالبانو واک لاندې ملي پراختیا شرکت نن شنبه، د غبرګولي پر ۱۶مه په اېکس کې د خپلو تولیداتو د ځانګړتیاوو په اړه ویلي، دغه وسایل د بهرنیو مشابه محصولاتو په پرتله په خورا مناسبه بیه، په عمده او پرچون ډول پلورل کېږي. دغه راز د یادو ماشینونو د پېرلو لپاره د یو کال رسمي وارنټي یا تضمین خط او له پلور څخه وروسته خدمات هم په پام کې نیول شوي دي.

دغه شرکت له ټولو وزارتونو، ادارو، سوداګرو، موسسو، شرکتونو او بزګرانو غوښتي چې د لا زیاتو معلوماتو ترلاسه کولو، د محصولاتو د نمونو لیدلو او د پېرودلو د تړونونو د لاسلیک کولو لپاره په کابل کې د دې شرکت مرکزي دفتر ته مراجعه وکړي.

یاد شرکت نه ده، روښانه کړې چې دا تجهیزات دننه افغانستان کې جوړ شوي که له بهر وارد شوي دي.

ملي پراختیا شرکت د تېر جمهوري نظام پرمهال رامنځته شوی و، ترڅو دولتي ودانیزې او ملي پروژې ددې شرکت له لارې ترسره شي خو اوس لومړی ځل دی چې دغه شرکت د کرنیز ماشینونو او وسایلو پلور هم پیل کړی دي. له دې وړاندې هم دغه شرکت د یوه بس او موټر د جوړولو ادعا کړې وه خو اوس مهال یې د نورو تولیداتو د دوام کوم څرک نه لیدل کېږي.

د اقتصادي بحران او بېوزلۍ په اوج کې؛ طالبانو هرات کې پر یوه جومات ۲۵ میلیونه افغانۍ ولګولې

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۴۸ GMT+۱
د اقتصادي بحران او بېوزلۍ په اوج کې؛ طالبانو هرات کې پر یوه جومات ۲۵ میلیونه افغانۍ ولګولې
100%

طالبانو د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې په څلور نیم جریبه ځمکه کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت یو جومات جوړ کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی او د ملګرو ملتونو د نوي راپور له مخې، له هرو څلورو افغانانو څخه درې یې بشپړ خواړه نلري.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر اژانس د شنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۶مه راپور ورکړی چې دغه جومات د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په نوین کلي کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. دا جومات په څلور نیم جریبه ځمکه کې جوړ شوی او په یو وخت کې د دوه زره لمونځ کوونکو وړتیا لري، خو طالبانو د دې جمات د مالي لګښت د سرچینې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د طالبانو ادارې په افغانستان باندې د خپلې څه باندې څلور کلنې واکمنۍ پرمهال، په بېلابېلو ولایتونو کې د سلګونو جوماتونو د پرانیستلو خبر ورکړی دی. په همدې لړۍ کې، د طالبانو د ادارې د ملي پراختیا شرکت د غبرګولي په پنځمه نېټه اعلان کړی و چې په میدان وردګ ولایت کې یې یو جامع جومات د ۸۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلی دی. د دغه جامع جومات اصلي ودانۍ په دوو پوړونو کې رغول شوې او نږدې دوه زره لمونځ کوونکي په کې ځاییدلی شي.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د سختو بشري، اقتصادي، بې کارۍ او کډوالۍ د بحرانونو ترڅنګ د بشري حقونو پراخو سرغړونو سره لاس او ګریوان دی، خو طالبانو په ټول افغانستان کې د جوماتونو جوړولو ته لومړیتوب ورکړی دی.

نړیوالې ادارې خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې فقر او د خوړو نه خوندیتوب په بې ساري توګه د ډېرېدو په حال کې دی. د تېرې میاشتې په پای کې، د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په افغانستان کې په ۲۰۲۵ کال کې د فقر د زیاتوالي په اړه په خپل یو راپور کې لیکلي وو چې په دغه هېواد کې له هرو څلورو کسانو څخه درې یې د خپلو لومړنیو اړتیاوو لکه د کافي خوړو په پوره کولو کې پاتې راغلي دي. په ورته مهال د نړۍوال بانک ارزونې هم ښيي چې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې شاوخوا ۱۴ میلیونه افغانان د خوړو له سخت نه خوندیتوب سره مخ وو او دغه شمېر ښايي په راتلونکي ژمي کې ۱۷.۴ میلیونه کسانو ته ورسېږي، چې دا د افغانستان د ټول نفوس نږدې ۴۰ سلنه برخه جوړوي.

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۱۹ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
100%

افغانستان انټرنشنل داسې سندونو ترلاسه کړي، چې د طالبانو د کونړ ښاري محکمې رییس ظاهر الله مروان د مدني دیوان رییس محمد اسلام عارفي او مفتي احسان الله د ۳۵ زره امریکایي ډالرو په بدل کې په شهادت پاڼو کې جعلکاري کړې ده. جنجال په اسعداباد کې د یوې څو پوړیز مارګېټ پر ځمکه پیل شوی دی.

افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو اسنادو او معلوماتو له مخې، په کونړ کې د طالبانو د ښاري محکمې رییس ظاهر الله مروان د مدني دیوان رییس محمد اسلام عارفي او د دغه دیوان مفتي احسان الله د بډو په بدل کې د شاهدانو په اصلي بیانونو کې لاسوهنه کړې او د دوسیې پايلې يې د پيسو ورکوونکي لوري په ګټه بدلې کړې دي.

دا قضیه په اسعداباد ښار کې د یوه څو پوړیز مارکېټ پر ځمکه د رحمت الله او طاهر ترمنځ له جنجال وروسته محکمې ته تللې وه.

100%

دغه څو پوړیز مارکېټ د تېر جمهوري نظام په لومړیو کلونو کې د طاهر په نوم کس ددې ولایت یو اوسېدونکو جوړ کړی و، خو وروسته د رحمت الله په نوم کس پر دغه ځمکه دعوه وکړه او موضوع د حل لپاره د طالبانو محکمې ته راجع شوه.

د معلوماتو له مخې، کله چې د رحمت الله په نوم یو بل لوري محکمې ته شاهدان وړاندې کړل، د هغوی شهادت د «شریعت» له شرایطو سره برابر نه و، له همدې امله قاضیانو د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې د شاهدانو په پاڼو کې په خپل قلم بدلونونه راوستل ترڅو شهادت شرعي وښيي.

کله چې د طالبانو د دغو قاضیانو جعلکاري رسوا او افشا شوه، د طالبانو د ښاري محکمې رییس ملا ظاهر مروان، د مدني دیوان رییس اسلام عارفي او مفتي احسان الله مقابل لوري طاهر ته پر دې پېښه د پردې اچولو وړاندیز وکړ.
د طالبانو قاضیانو له طاهر څخه وغوښتل چې بله عریضه وکړي ترڅو شاهدان بیا محکمې ته حاضر شي او دوی له سره د شاهدانو الفاظ ولیکي او پرېکړه د ده په ګټه اعلان کړي.

خو د دویم ځل لپاره د شاهدانو له حاضرېدو او شهادت ورکولو وروسته، د طالبانو قاضیان پر خپلې ژمنې ونه درېدل او پرېکړه یې د رحمت الله په ګټه وکړه.

د طالبانو د کونړ ښاري محکمې قاضیانو یوازې د خپلو اسنادو د پاکولو او د خپلې جعلکارۍ د پټولو لپاره طاهر او د هغه شاهدان دویم ځل محکمې ته غوښتي وو.
سرچینه وايي:« دا کوم شریعت او انصاف دی چې شاهدان یو ډول شاهدي ورکوي، خو قاضي وروسته په خپل قلم د شاهدی د منلو لپاره په متن کې لاسوهنه کوي او هغه تغیروي.»
د سرچینو په وینا، دا په کونړ کې د عدلي فساد یوازینۍ بېلګه نه ده، بلکې د طالبانو په هره محکمه کې ورته حالت حاکم دی او د خلکو حقونه تر پښو لاندې کېږي.
تردې وړاندې هم په نورو ولایتونو کې د طالب قاضیانو له‌خوا د بډو اخېستلو راپورونه ورکړل شوې دي.

طالبانو او ایراني چارواکو په مشهد کې د افغان بندیانو پر لېږد خبرې کړې دي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۳۹ GMT+۱
طالبانو او ایراني چارواکو  په مشهد کې د افغان بندیانو پر لېږد خبرې کړې دي
100%

په مشهد کې د طالبانو کونسل نور محمد متوکل د ایران د خراسان رضوي ولایت له عمومي څارنوال حسن همتي‌فر سره په لیدنه کې د افغان بندیانو د لېږد پر اسانتیا او د پروسې پر چټکتیا خبرې کړې دي.

په مشهد کې د طالبانو کونسلګرۍ نن شنبه، د غبرګولي پر ۱۶مه په اېکس کې لیکلي، چې نور محمد متوکل د ایران د خراسان رضوي ولایت له عمومي څارنوال حسن همتي‌فر سره په لیدنه کې د افغان بندیانو پر وضعیت خبرې کړې دي. یاد طالب او ایرانی چارواکی د جرمونو د مخنیوي او د عامه پوهاوي د کچې لوړولو لپاره د رغنده تعاملاتو په اړه هم غږېدلي دي.

د طالبانو جنرال کونسل او د ایران دغه قضايي چارواکی په ایران کې د مېشتو افغان بندیانو د حقوقي ملاتړ د لارو چارو او د قانوني پروسو د اسانولو لارې چارې ارزولې دي، څو په ایران کې د بندي افغانان لېږد بهیر ګړندی شي.

تر دې وړاندې هم په ایران کې د افغان بندیانو د برخلیک او د هغوی د لېږد په اړه د طالبانو او ایراني چارواکو ترمنځ بېلابېلې لیدنې شوې دي. دواړه لوري هڅه کوي چې د دوه اړخیزو هوکړو له لارې د بندیانو د لېږد لړۍ روانه وساتي.

دا لیدنه په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو کې په ایران کې د افغان وګړو د نیولو او د هغوي اېستلو پروسه چټګه شوې ده.

مسکو کې د طالبانو سفیر له روسي چارواکو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا غږیدلی

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۲۰ GMT+۱
مسکو کې د طالبانو سفیر له روسي چارواکو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا غږیدلی
100%

په مسکو کې د طالبانو سفارت وایي، د دوی سفیر ګل حسن حسن د سنټ پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې له یو شمېر روسي لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د افغان سوداګرو لپاره د نویو فرصتونو د رامنځته کېدو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ګل حسن حسن د روسیې د صدراعظم له مرستیال الیکسي اوورچوک، د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو خونې له مشر سرګي کاتیرین او یو شمېر نورو روسي چارواکو سره جلا جلا لیدنې ترسره کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو لیدنو کې د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراخولو، د افغانستان او روسیې د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د افغان سوداګرو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو او فرصتونو د برابرولو پر موضوعاتو بحث شوی دی.

سفارت زیاتوي چې په دغو کتنو کې په سنټ پیټرزبورګ ښار کې د مېشتو افغانانو او افغان محصلانو د ستونزو او د هغوی د ملاتړ پر لارو چارو هم خبرې شوې دي.

دا لیدنې داسې مهال ترسره کېږي چې طالبان له روسیې سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا هڅې ګړندۍ کړې دي. د سنټ پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم د روسیې له مهمو کلنیو اقتصادي غونډو څخه شمېرل کېږي، چې د بېلابېلو هېوادونو چارواکي، پانګوال او سوداګریز استازي پکې ګډون کوي.