په هرات کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د محدودونکو تګلارو د دوام په ترڅ کې، دغې ډلې په وروستیو ورځو کې د ښځو د جامو او پوښاک په اړه خپل فشارونه لا زیات کړي دي.
په تازه پېښه کې، د طالبانو مامورینو د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) د هرات ښار په بېلابېلو سیمو کې پراخ عملیات پیل کړل او هغه ښځې یې ونیولې چې د طالبانو له خوښې سره سم یې حجاب نهوو کړی.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو مامورینو یوازې د ښار په یوې سیمه کې له شلو څخه زیاتې ښځې نیولې دي.
طالبانو امر کړی، هغه ښځې چې د دوی له ټاکلي پوښاک څخه سرغړونه کوي، ونیول شي او زندان ته ولېږدول شي. دغه امر د شنبې له ورځې راهیسې عملي شوی دی.
پر ښځو، په ځانګړي ډول په هرات کې، د محدودیتونو زیاتوالي پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د هرات یو شمېر اوسېدونکو د شنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د جامو او پوښاک ټاکنه باید د ښځو او نجونو د خوښې او رضایت پر بنسټ وي.
د اعلامیې له لیکوالانو څخه یوه افغانستان انټرنشنل ته ویلي: «د هرات والي دې د ښځو له عزت او حیثیت سره لوبې نهکوي. که ښځې او نجونې له زده کړو او کار څخه محرومې شوې دي، لږ تر لږه دې د ساه اخیستلو حق ترې نهاخلي. پرېږدئ چې موږ هم د انسانانو په توګه ژوند وکړو او ساه واخلو».
د اعلامیې د یوه بل لیکوال په وینا، د دې اعلامیې یوه کاپي د هرات د طالبانو د والي دفتر ته لېږل شوې، خو یاد دفتر تر اوسه په دې اړه چوپتیا غوره کړې ده.
د هرات اوسېدونکو د شنبې په ورځ په دې ښار کې د ښځو د نیولو له نوې څپې خبر هم ورکړی دی.
د هرات خلکو په خپله اعلامیه کې ویلي، چې د چادرۍ جبري کول د دیني اصولو خلاف او د بېعدالتۍ څرګند مثال دی. دوی خبرداری ورکړی، چې د دغو محدودیتونو زیاتوالی به د ښځو پر تعلیمي، ټولنیز او اقتصادي ګډون لا ډېر منفي اغېز وکړي.
د دغو غبرګونونو په یوه برخه کې د ولایتونو ترمنځ د تګلارو د بېلابېل پلي کېدو په اړه هم اندېښنې څرګندې شوې دي. په اعلامیه کې راغلي، چې د مقرراتو نابرابر تطبیق کولای شي په ټولنه کې د «دوهګوني چلند» ذهنیت پیاوړی کړي.
د هرات اوسېدونکو غوښتنه کړې، چې د خلکو او طالب چارواکو ترمنځ دې د دغې موضوع په اړه رغنده او اغېزناکې خبرې اترې رامنځته شي.
طالبانو تر دې وړاندې هم په هرات کې د ښځو پر پوښاک د څار د زیاتوالي ترڅنګ لسګونه نجونې او ښځې نیولې وې. په ځینو مواردو کې د طالبانو د ځواکونو له خوا له ښځو او نجونو سره د د تاوتریخجن چلند راپورونه هم خپاره شوي وو.