د هرات د صنعتي ښارګوټي په یوې کارخونه کې اور لګېدنه رامنځته شوې

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر مسوولین وايي، د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د کولر جوړولو په یوې کارخونه کې نن مازدیګر مهال اورلګېدنه رامنځته شوه. د دوی په وینا، په دې پېښه کې چا ته د سر زیان نهدی اوښتی، خو د کارخونې مالک تاواني شوی دی.
