خیبر پښتونخوا کې د نادرا څلور کارکوونکي افغانانو ته د پېژندپاڼو د وېش په تور نیول شوي

دخیبر پښتونخوا ایالت چارسدې ولسوالۍ کې د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې، د نادرا د دفتر څلور کارکوونکي نیولي، چې پر هغوی افغان وګړو ته د پاکستاني پېژندپاڼو د ناقانونه توګه ورکولو تور لګېدلی دی.
د ادارې د څرګندونو له مخې، په نیول شوو کسانو کې د دفتر مسوول مرستیال رییس او درې نور کارکوونکي شامل دي. پر دوی تور دی چې د قانوني پړاوونو پرته یې بهرنیو وګړو ته د پاکستان تابعیت پېژندپاڼې جوړولې.
چارواکي وایي، د عملیاتو پر مهال مهم اسناد او نور شواهد هم ترلاسه شوي، چې د پلټنو برخه دي.
د فدرالي څېړنو ادارې ویلي چې پر نیول شوو کسانو قضیه ثبت شوې او پلټنې یې روانې دي.
اداره زیاتوي چې د دې شبکې نور ملګري هم شته او د هغوی د نیولو لپاره په چارسده، پېښور او شاوخوا سیمو کې پلټنیز عملیات روان دي.
چارواکي وايي د پېژندپاڼو د نظام د ساتنې او د ناقانونه لاس وهنې د مخنیوي لپاره به سخت اقدامات روان وي او د قضیې بشپړ جزییات به د پلټنو له بشپړېدو وروسته خپاره شي.
