• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خیبر کې ځایي اوسېدونکو د ناامنۍ پر ضد د احتجاج په توګه ښوونځي تړي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۲۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۵۳ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا په خېبر ولسوالۍ د تکیې سیمې د نیکي خېلو، سلطان خېلو او نورو اپرېدي ټبرونو په ګډه جرګه کې د سیمې د وروستۍ ناامنۍ په تړاو پرېکړه کړې چې د واکسین په تطبیق کې به همکاري نه کوي اوښوونځي به تر امن راتلو پورې تړلي وي.

د جرګې ګډونوالو پرېکړه کړې چې تر هغه وخته به ټول شخصي او دولتي ښوونځي تړلي وي، ترڅو په سیمه کې امن او ډاډمنه فضا بېرته نه وي ټینګه شوې.
د جرګې له پرېکړو سره سم، د پولیو واکسین د روان او راتلونکو پړاوونو په بهیر کې به ولس ګډون نه کوي. همداراز ویل شوي چې په قومي جرګو او ولسي غونډو کې به پولیس په رسمي یونيفام کې ګډون نه کوي.
جرګې پر موټرسایکلونو بشپړ بندیز هم لګولی او اعلان یې کړی چې د کرنې، ځنګلونو او نورو دولتي ادارو کارکوونکي به خپلې دندې نه ترسره کوي.
د جرګې ګډونوالو زیاته کړې چې پر سړکونو به احتجاجي ناستې او ولسي اعتراضونه دوام ولري.
د سیمې مشرانو ټینګار کړی چې یادې پرېکړې به تر هغه وخته نافذې وي، څو پورې په سیمه کې امن او نظم بېرته نه وي ټینګ شوی او د خلکو د امنیت لپاره عملي ګامونه نه وي پورته شوي.

ډېر لیدل شوي

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده
۱

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۲

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۳

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۴

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري

۵

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه