• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ننګرهار کې ۳ تنکي ځوانان په سیند کې د لامبو پر مهال ډوب او مړه شوي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۱۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۳۴ GMT+۱

د ننګرهار د مرکز اړوند په سیند کې د لامبو وهلو پر مهال ۳ تنکي ځوانان ډوب او مړه شوي دي. د دغه ولایت لپاره د طالبانو امنیتي مسوولین وايي، له ډوب شویو کسانو د دوو جسدونه موندل شوي، خو یو بل لا تر اوسه تری تم دی.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند سید طیب حماد وايي، دغه پېښه د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) د جلال‌اباد ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند سیند کې رامنځته شوې ده.

نوموړی د دغو لامبو وهوونکو تنکیو ځوانانو عمرونه ۱۳، ۱۵ او ۱۷ کاله بولي او زیاتوي، له یاد سیند څخه دوه موندل شوي جسدونه کورنیو ته یې سپارل شوي او د درېیم جسد د موندنې لپاره لا هم هڅې روانې دي.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

ننګرهار کې یو طالب چارواکی: «موسسات د دجال لښکر دی»

۳

په سپين بولدک کې د انساني قاچاق تور بازار؛ ولس قرباني خو طالبان او مافیا ګټونکي دي

۴

د پاکستان په کراچۍ کې یوه خاوند خپله مېرمن له کوروالي څخه د انکار له امله وژلې ده

۵

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

•
•
•

نور کیسې

د اروپایي پارلمان غړې: اروپا ته د طالبانو بلل د افغان ښځو او مبارزینو لپاره مایوسونکې ده

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۱۷ GMT+۱
د اروپایي پارلمان غړې: اروپا ته د طالبانو بلل د افغان ښځو او مبارزینو لپاره مایوسونکې ده
100%

د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن اروپا ته د طالبانو د استازو پر بللو سختې نیوکې کړي او دا کار یې هغو افغانانو ته چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي، یو ډېر ناسم پیغام بللی دی. هغې ټینګار کړی، چې دا ډول پرېکړې د نړۍ نورو مستبدو او استبدادي رژیمونو ته هم ناسمې اشارې ورکوي.

مېرمن نیومن د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې میلیونونه نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه منع شوې دي، خو په ورته وخت کې د طالبانو استازي اروپا ته بلل کېږي. هغې د اروپايي هېوادونو پر دغه چلند نیوکه کړې او دا یې د افغان ښځو د مبارزې په زیان بللې ده.

پر اروپایي ټولنې د اروپايۍ رسنۍ نیوکه: ايا طالبان مو د بشري حقونو سرغړونکي نه بلل؟ | افغانستان انټرنشنل پښتو

د اروپايي پارلمان د دغې غړې په وینا، دا ډول اقدامات نه یوازې د افغانانو د حقونو مبارزه کمزورې کوي، بلکې هغو استبدادي رژیمونو ته چې د اروپا چلند څاري، دا جرات ورکوي، چې خپلو ځپونکو سیاستونو ته دوام ورکړي.

د افغان ډیپلوماټانو د همغږۍ ټولنې له طالبانو سره د اروپايي ټولنې د تعامل هڅې وغندلې | افغانستان انټرنشنل پښتو

تر اوسه په رسمي توګه د هغو طالب استازو نومونه او د سفر دقیق جزییات نه‌دي په ډاګه شوي چې اروپا ته بلل شوي دي، خو د نیومن دغه غبرګون د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو د لګول شویو سختو محدودیتونو په لړ کې راپورته شوی دی.

په لاس لیکل شوی قرانکریم؛ طالبان وایي د پنجشیر یوه اوسېدونکي ۸۰۰ کاله پخوانۍ نسخه ورسپارلې

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۳۵ GMT+۱
په لاس لیکل شوی قرانکریم؛ طالبان وایي د پنجشیر یوه اوسېدونکي ۸۰۰ کاله پخوانۍ نسخه ورسپارلې
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، د قرانکریم یوه په لاس‌لیکل شوې نسخه چې نږدې اته پېړۍ لرغونتوب لري، د پنجشېر د ابشار ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي له لوري د دوی ولایتي ریاست ته سپارل شوې ده.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، لومړني معلومات ښيي چې «دا سپېڅلی مصحف له تاریخي، فرهنګي او دیني اړخونو ډېر لوړ ارزښت لري او لرغونتوب یې شاوخوا ۸۰۰ کاله اټکل شوی دی».

دوی ویلي، د دغه اثر موندنه او قانوني سپارل د فرهنګي میراث د خوندیتوب لپاره مهم ګام دی.

طالب چارواکو د ابشار ولسوالۍ له هغه اوسېدونکي مننه کړې، چې نسخه یې دوی ته سپارلې او ټینګار یې کړی، چې د تاریخي اثارو او فرهنګي میراثونو ساتنه یوه ملي دنده او د ټولو هېوادوالو ګډ مسوولیت دی. د دوی په وینا، د داسې همکاریو دوام کولای شي د افغانستان فرهنګي شتمني خوندي کړي.

د پنجشېر لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، دغه نسخه به له تخصصي څېړنو، علمي ثبت او مستندولو وروسته د فرهنګي میراثونو د ساتنې د اصولو او معیارونو پر بنسټ تر ځانګړې پاملرنې لاندې وساتل شي، څو د راتلونکو نسلونو لپاره خوندي پاتې شي.

له پاکستان او ایران څخه د کډوالو شړل؛ هیدر بار افغانستان ته د ښځو ستنول وغندل

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۱۹ GMT+۱
له پاکستان او ایران څخه د کډوالو شړل؛ هیدر بار افغانستان ته د ښځو ستنول وغندل
100%

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هیدر بار پر هغو حکومتونو سختې نیوکې کړي، چې افغان ښځې او نجونې بېرته په زوره افغانستان ته شړي. هغې په خپله اېکس‌پاڼه پاکستان او ایران ته په اشارې سره لیکلي، چې د دغو هېوادونو لپاره په «دوزخ» کې ځانګړی ځای شته.

هیدر بار د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، چې د نړۍ بېلابېل حکومتونه داسې مهال افغان ښځې او نجونې بېرته خپل هېواد ته ستنوي چې هلته هغوی د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له خپلو لومړنیو او اساسي حقونو بې‌برخې دي. هغې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت خورا د اندېښنې وړ دی.

د بشري حقونو د څار دغې چارواکې د طالبانو له لوري پر ښځو لګول شویو محدودیتونو ته په اشارې سره وویل، چې دغې ډلې ښځې او نجونې له زده کړو، کار، ازاد تګ راتګ او همداراز د بیان او عقیدې له ازادۍ محرومې کړې دي.

د هیدر بار په وینا، په افغانستان کې ښځې له کورني او ټولنیز تاوتریخوالي څخه د خوندیتوب لپاره هېڅ قانوني وسیله نه‌لري او په عامه ژوند، سپورتي فعالیتونو او بشري مرستو ته د لاسرسي په برخو کې هم له جدي خنډونو او بندیزونو سره مخ دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې ګاونډي هېوادونو او په ځانګړې توګه ایران او پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

طالبان وايي په کاپیسا کې یې ۱۲ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي او یو یې وژلی دی

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۱۶ GMT+۱
طالبان وايي په کاپیسا کې یې ۱۲ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي او یو یې وژلی دی
100%

د کاپیسا ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، په تېره یوه اونۍ کې یې ۱۲ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي دي. د دوی په وینا، پر یادو کسانو له غلاوو سربېره د ناقانونه وسلو د ساتنې او قاچاق تورونه دي او په دې موده کې یو وسله‌وال غل په مخامخ نښته کې وژل شوی دی.

د کاپیسا د امنیه قومندانۍ د جنايي مدیریت د سازمان شویو جرایمو د کشف امر شېر علي نصرت وايي، په تېره یوه اونۍ کې د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو ۱۲ کسان د څارویو او موټرو د غلاوو، شخړو، د ناقانونه وسلو د لېږد او ساتنې او همداراز قاچاق په تړاو نیول شوي دي.

د نوموړي په وینا، په دې موده کې له وسله‌والو غلو سره په نښته کې یو غل هم وژل شوی دی.

ویل کېږي، د یادو کسانو دوسیې به د څېړنو له بشپړېدو وروسته د طالبانو عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.

په کندهار کې؛ د طالبانو والیان د هبت‌الله د فرمانونو پر پلي کېدو او امنیتي مسایلو غږېدلي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۱۱ GMT+۱
په کندهار کې؛ د طالبانو والیان د هبت‌الله د فرمانونو پر پلي کېدو او امنیتي مسایلو غږېدلي
100%

د هرات، بلخ،، کندهار، ننګرهار، کندوز، کابل او پکتیا لپاره د طالبانو والیانو په کندهار کې د همغږۍ ناسته کړې ده. په کندهار کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، په ناسته کې د امنیت ټینګښت ترڅنګ د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله د فرمانونو د پلي کولو او جینايي پېښو د مخینوي په اړه خبرې شوې دي.

په دغه غونډه کې د طالبانو د کندهار والي ملا محمدشیرین اخوند، د هرات والي نوراحمد اسلام‌جار، د بلخ والي یوسف وفا، د ننګرهار والي ملا محمدنعیم اخوند، د کندوز والي مولوي نصرالله مطیع، د کابل والي ملا امین‌الله عبید او د پکتیا والي ملا مهرالله حماد ګډون کړی و. یاد والیان د ملا هبت‌الله د باور وړ او نږدې کسان دي، چې د نورو والیانو او چاراکو په پرتله ډېر صلاحیتونه لري.
په کندهار کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر نن شنبه، د غبرګولي پر ۱۶مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یاد والیان د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده د حکم پر اساس د خپلو ولایتونو ترڅنګ په اړوندو زونونو کې د شاملو ولایتونو مشري هم په غاړه لري.

طالبانو ویلي، چې په دغه ناسته کې د طالبانو د مشر د فرمانونو او حکمونو د تطبیق، د امنیت د لا ښه ټینګښت، د جنايي پېښو د مخنیوي او د امنیتي او ملکي چارو د لا ښه تنظیم په اړه خبرې وشوې په خبرپاڼه کې راغلي چې په یاده ناسته د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي، له فساد سره د مبارزې، د معلولو جنګیالیو او یتیمانو ستونزو ته د رسېدنې، د سوالګرو د ثبت او د عامو خلکو د غوښتنو د حل په اړه لازمې پرېکړې شوې او ځینې وړاندیزونه د طالبانو د مشر دفتر ته واستول شول.

د طالبانو له دې ناستو معلومیږي، چې ددې ډلې مشر ملاهبت الله د خپلو حکمونو پر نه پلي کېدو ناخوښه دی او دا ځل بیا ټینګار شوي چې باید د نوموړي حکمونه پلي شي.