• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زیلنسکي: د اوکراین بې‌پیلوټه الوتکو د روسیې سمندري او د تېلو تاسیسات په نښه کړي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۵۸ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي وایي، د اوکراین ځواکونو د روسیې پر ضد د خپلو وروستیو بریدونو په ترڅ کې د سنټ پیټرزبورګ په سیمه کې د روسیې د سمندري ځواکونو وسلو زېرمې او د کرونشتات پوځي اډه، او همداراز د کراسنودار په سیمه کې د تېلو یوه زېرمه په نښه کړې ده.

زیلنسکي په خپل ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې د اوکراین بې‌پیلوټه الوتکو تېره شپه شاوخوا زر کیلومتره واټن وهلی او د سنټ پیټرزبورګ سیمې ته رسېدلې دي. د هغه په وینا، دغه بریدونه د روسیې د سمندري ځواکونو پر مهمو پوځي تاسیساتو ترسره شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د اوکراین د لرې واټن بریدونو په ترڅ کې د کراسنودار سیمې دننه شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره واټن کې د تېلو یوه زېرمه هم په نښه شوې ده.

د اوکراین ولسمشر دغه بریدونه د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو، د امنیتي خدماتو او د دفاعي استخباراتو د ګډو عملیاتو پایله بللې او ویلي یې دي چې «دا مهمې لاسته راوړنې دي.»

زیلنسکي پر روسیې غږ کړی چې جګړه پای ته ورسوي او پر ملکي وګړو او ژوند د بریدونو درولو ته غاړه کېږدي. هغه ویلي: «روسیه باید خپله جګړه پای ته ورسوي او پر ژوند بریدونه ودروي. د اوکراین پر وړاندې د هر ډول ظلم او تېري ځواب به عادلانه وي.»

د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه له درېیو کلونو څخه زیاته موده وړاندې پیل شوې او دواړه لوري لا هم پر یو بل د لرې واټن بریدونو او پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي.

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲
تازه خبر

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۳

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۴

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

۵

ننګرهار کې یو طالب چارواکی: «موسسات د دجال لښکر دی»

•
•
•

نور کیسې

سپاه پاسداران: په کویټ او بحرین کې مو امریکايي اډې په نښه کړې دي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۳۸ GMT+۱
سپاه پاسداران: په کویټ او بحرین کې مو امریکايي اډې په نښه کړې دي
100%

د ایران سپاه پاسداران ځواک ادعا کړې چې د امریکا د وروستیو پوځي عملیاتو په ځواب کې یې په کویټ او بحرین کې د امریکايي ځواکونو اډې او د استوګنې مرکزونه د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو هدف ګرځولي دي.

سپاه پاسداران په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه بریدونه له هغې وروسته ترسره شوي چې د دوی په وینا، امریکايي ځواکونو د ایران د هرمزګان ولایت په سیریک ولسوالۍ، ګورک سیمه او قشم ټاپو کې ځینې هدفونه په نښه کړل.

د خبرپاڼې له مخې، د خلیج فارس په ځینو هېوادونو کې د امریکايي ځواکونو اړوند مرکزونه د ایران د غچ اخیستونکو عملیاتو هدف ګرځېدلي دي.

په ورته وخت کې، د کویټ چارواکو ویلي چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیستمونه د «دښمنو هدفونو» په ګډون توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې تعقیبوي او د شنډولو هڅې یې روانې دي. د بحرین چارواکو هم د خطر زنګونو د فعالېدو او د امنیتي تدابیرو د سختېدو خبر ورکړی دی.

دا پرمختګونه څو ساعته وروسته له هغې رامنځته شول چې د ایران په سیریک ولسوالۍ کې د چاودنو راپورونه خپاره شول او د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ادعا وکړه چې په ګورک او قشم کې یې د ایران ځینې راداري او د بې‌پیلوټه الوتکو د کنټرول تاسیسات په نښه کړي دي.

د اوکراین په خرسون سیمه کې د روسیې په بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۲۵ GMT+۱
د اوکراین په خرسون سیمه کې د روسیې په بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي
100%

د اوکراین د خرسون سیمې سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې د روسیې په جلا جلا بریدونو کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

د خرسون والي اولیکساندر پروکودین ویلي، د سیمې پر مرکز خرسون ښار د شوي برید له امله د اویا او اتیا کلونو ترمنځ درې کسان وژل شوي دي. د نوموړي په وینا، د قربانیانو جسدونه له هغو کورونو څخه ترلاسه شوي چې په بریدونو کې زیانمن شوي وو.

هغه زیاته کړې چې د خرسون ښار په شمال کې پر یوه د تېلو پمپ د برید له امله یو کس وژل شوی او اووه نور ټپیان شوي دي.

د والي په وینا، د جمعې ورځې په ماښام د بې‌پیلوټه الوتکې په یوه بل برید کې هم د خرسون ښار شمال ته په یوه کلي کې یو سړی وژل شوی دی.

خرسون د اوکراین له هغو څلورو سیمو څخه ده چې روسیې د ۲۰۲۲ کال له یرغل څو میاشتې وروسته د خپلې خاورې برخه اعلان کړې وې. روسي ځواکونو د جګړې په لومړیو پړاوونو کې د دې سیمې لویې برخې نیولې وې، خو اوکرایني ځواکونو وروسته د خرسون ښار په ګډون ځینې سیمې بېرته ونیولې. د اوکراین تر کنټرول لاندې سیمې لا هم په پرله‌پسې ډول د روسیې تر بریدونو لاندې دي.

بل لور ته، د روسیې په لوېدیځه بلګورود سیمه کې سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې د اوکراین یوې بې‌پیلوټه الوتکې سرحد ته نږدې یو موټر په نښه کړی، چې له امله یې چلوونکی وژل شوی دی.

امريکا تنګي هرمز کې د ايران ۴ ډرون الوتکې او په قشم او سيریک کې د رادار سایټونه په نښه کړل

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۴۸ GMT+۱
امريکا تنګي هرمز کې د ايران ۴ ډرون الوتکې او په قشم او سيریک کې د رادار سایټونه په نښه کړل
100%

د امريکا مرکزي قومندانۍ یا سنېټکام اعلان وکړ، چې ځواکونو یې د ايران څلور چاودېدونکي بې‌پيلوټه الوتکې چې د هرمز تنګي پر لور توغول شوې وې، په نښه او رانسکورې کړې دي.

سنېټکام د جمعې په ناوخته (د غبرګولي ۱۵مه) په خپله اېکس‌پاڼه زیاته کړې، چې د نورو بریدونو پر وړاندې د دفاع په موخه یې، په قشم ټاپو او د سیریک په ګروک سیمه کې د اسلامي جمهوريت د ساحلي څارنې رادار سایټونه هم په نښه کړي دي.

سنېټکام د ځان د دفاع په چوکاټ کې د «ایران د غیر عادلانه تیري» ځواب ورکولو ته پر خپل چمتووالي ټینګار کړی دی.

ایران لاتر اوسه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

ټرمپ: د ایران حکومت لا هم له ۲۱ تر ۲۲ سلنې پورې خپل توغندي ساتلي دي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۳۳ GMT+۱
ټرمپ: د ایران حکومت لا هم له ۲۱ تر ۲۲ سلنې پورې خپل توغندي ساتلي دي
100%

ټرمپ له «اېن‌بي‌سي» سره مرکه کې ویلي، چې ایران لا هم له ۲۱ تر ۲۲ سلنې پورې خپل توغندي ساتلي دي. هغه وویل، چې د ایران مشران د جګړې د پایته رسولو لپاره له امریکا سره هوکړې ته نه‌دي رسېدلي، ځکه چې هغوی «قوي» او «مغرور» دي، خو «هغوی له هوکړې پرته بله لاره نه‌لري او دا به وخت ونیسي».

هغه زیاته کړه: «د هغوی د بې پیلوټه الوتکو ډېری کارخونې له کاره لوېدلې دي، ډېری د توغولو سېسټمونه یې له کاره لوېدلي او د توغندیو د تولید ډېری سیمې یې له منځه تللې دي. خو هغوی لا هم د تولید وړتیا لري. هغوی یو شمېر توغندي او یو شمېر ډرون الوتکې لري. زما په نظر، ښايي له ۲۱ تر ۲۲ سلنې. دا د توغندیو یو لوی شمېر دی، خو دا هغه کچه نه‌ده، چې زموږ د لومړني برید په وخت کې وه».

هغه د ایران د حکومت مشرانو ته په اشارې سره وویل: «دا خلک ۴۷ کاله کېږي چې جنګېږي. هغوی امریکایان وژني. هغوی د [امریکایانو] پښې غوڅې کړې دي او لاسونه او مخونه یې په سختۍ او په ډېر وحشتناک ډول زیانمن شوي دي».

ټرمپ له ایران سره د روانې شخړې د وخت موده د ویتنام له جګړې سره پرتله کړه او ویې ویل: «زه خورا په چټکۍ سره پر مخ ځم. درې میاشتې کېږي چې زه په‌کې ښکېل یم. تاسو پوهېږئ، ویتنام ۱۹ کاله دوام وکړ. زه په درېیمه میاشت کې یم او یوازنی کار چې هغوی یې کوي دا دی، چې وايي، کله به بریالي کېږو؟ که زه یو ډیموکرات وای، چا به داسې خبرې نه‌کولې، خو زما لپاره پروا نه‌کوي. زه ورسره عادت شوی یم.»

پاکستان د ګلګت بلتستان د ټاکنو په تړاو د هند ادعاوې رد کړې

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۳۶ GMT+۱
پاکستان د ګلګت بلتستان د ټاکنو په تړاو د هند ادعاوې رد کړې
100%

پاکستان د هند هغه څرګندونې، چې ګواکې د ګلګت بلتستان د ټاکنو په اړه «سخت احتجاج» شوی، رد کړې. هند له دې وړاندې د پاکستان تر ولکې لاندې ګلګت بلتستان کې هم ټاکنې ناقانونه بللې وې.

د هند بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلامیې کې ويلي: «هند، ګلګت بلتستان او د جمو او کشمیر سره لداخ هم د خپلې خاورې برخه ګڼي او هلته د ټاکنو ترسره کېدل نه‌مني».

په اعلامیه کې ویل شوي، چې هند هغه ټولې هڅې ردوي چې له لارې یې پاکستان کوشش کوي، چې په خپلې ولکې لاندې سیمو کې هر ډول اداري او سیاسي بدلون راولي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) په يوې خبرپاڼه کې وويل، چې «پاکستان د ګلګت بلتستان په راتلونکو ټاکنو پورې اړوند د هند بې‌بنسټه او ګمراه کوونکي بیانونه په څرګند او روښانه بڼه ردوي».

د هند د بيان په غبرګون کې د پاکستان بهرنيو چارو وزارت زياته کړه، د پاکستان دریځ دا دی، چې هند په «درواغجنو پروپاګند» کې په نړیواله کچه پېژندل شوی او دا وروستي تورونه یې د حقیقت د مسخ کولو د یوې زړې او منظمې هڅې تسلسل دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «پاکستان یو ځل بیا دې ته اشاره کوي، چې هند په نړیواله کچه د منل شوې لانجمنې سیمې جمو او کشمیر باندې غیرقانوني اشغال ساتلی دی. دا شخړه، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اجنډا کې تر ټولو له اوږدې مودې راهیسې د حل غوښتونکی مساله ده، په ۱۹۴۷م کال کې د هندي ځواکونو د ناحقه او په زور نیونې څخه پیل شوې ده».

خبرپاڼه زیاتوي: «د دې مسالې یوازنی عادلانه او دایمي حل د ملګرو ملتونو د اړوندو پرېکړه‌لېکونو بشپړ پلي کول دي، چې له‌مخې یې د کشمیر خلکو ته د ځان‌ ارادیت حق ورکړل شوی، څو د ملګرو ملتونو تر څار لاندې په ازاده او بې‌طرفه ټولپوښتنه کې خپله راتلونکې وټاکي».

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي: «د ګلګت بلتستان په اړه د هند بې‌بنسټه دعوې په اصل کې له دې کرغیړني حقیقت څخه د نړۍ د پام اړولو هڅه ده، چې په نیول شوي کشمیر کې هندي اشغالګر ځواکونه د بشري حقونو په جدي او منظم سرغړونو کې ککړ دي».

ټاکل شوې چې د جون پر ۷مه د پاکستان تر ولکې لاندې ګلګت بلتستان کې ټاکنې وشي.