په مشهد کې د طالبانو کونسل نور محمد متوکل د ایران د خراسان رضوي ولایت له عمومي څارنوال حسن همتيفر سره په لیدنه کې د افغان بندیانو د لېږد پر اسانتیا او د پروسې پر چټکتیا خبرې کړې دي.
په مشهد کې د طالبانو کونسلګرۍ نن شنبه، د غبرګولي پر ۱۶مه په اېکس کې لیکلي، چې نور محمد متوکل د ایران د خراسان رضوي ولایت له عمومي څارنوال حسن همتيفر سره په لیدنه کې د افغان بندیانو پر وضعیت خبرې کړې دي. یاد طالب او ایرانی چارواکی د جرمونو د مخنیوي او د عامه پوهاوي د کچې لوړولو لپاره د رغنده تعاملاتو په اړه هم غږېدلي دي.
د طالبانو جنرال کونسل او د ایران دغه قضايي چارواکی په ایران کې د مېشتو افغان بندیانو د حقوقي ملاتړ د لارو چارو او د قانوني پروسو د اسانولو لارې چارې ارزولې دي، څو په ایران کې د بندي افغانان لېږد بهیر ګړندی شي.
تر دې وړاندې هم په ایران کې د افغان بندیانو د برخلیک او د هغوی د لېږد په اړه د طالبانو او ایراني چارواکو ترمنځ بېلابېلې لیدنې شوې دي. دواړه لوري هڅه کوي چې د دوه اړخیزو هوکړو له لارې د بندیانو د لېږد لړۍ روانه وساتي.
دا لیدنه په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو کې په ایران کې د افغان وګړو د نیولو او د هغوي اېستلو پروسه چټګه شوې ده.