• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغان ډیپلوماټانو د همغږۍ ټولنې له طالبانو سره د اروپايي ټولنې د تعامل هڅې وغندلې

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۳۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۳۷ GMT+۱

د افغانستان د ډیپلوماټانو د همغږۍ ټولنې په بروکسل کې د کډوالۍ په پلمه له طالبانو سره د اروپايي ټولنې د ځینو بنسټونو د تعامل هڅې غندلي دي. دغې ټولنې خبرداری ورکړی چې دا ډول ناستې د طالبانو استبدادي رژیم ته مشروعیت ورکوي او د اروپا ارزښتونه تر پښو لاندې کوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ډیپلوماټانو د همغږۍ ټولنې نن شنبه، د غبرګولي پر ۱۶مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره په بروکسل کې د کډوالۍ په پلمه له طالبانو سره د اروپايي ټولنې د ځینو بنسټونو د تعامل پر هڅو سخته اندېښنه ښودلې. په اعلامیه کې راغلي چې یاد اقدام خطرناک پیغام رسوي.

په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو سیاستونو په مستقیم ډول د افغانستان په وروستي تاریخ کې د بې‌ځایه کېدو تر ټولو لوی بحران رامنځته کړی دی.

د افغان ډیپلوماټانو ټولنې ویلي چې له عامه ژونده د ښځو ګوښه کول، د بنسټیزو ازادیو ځپل، د تاوتریخوالي له لارې د واک انحصار او د افغان ټولنې د پراخو پرګنو محرومول د دې لامل شوي چې خلک له هېواده وتښتې. د دوی په وینا که د کډوالۍ اصلي عواملو پر ځای یوازې د کډوالو د بېرته شړلو پر هوکړو تمرکز وشي، دا ستونزه به حل نه‌شي بلکې په هېواد او سیمه کې به بې‌ثباتي نوره هم زیاته کړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ډیپلوماټانو د همغږۍ ټولنې په اروپايي پارلمان کې د هسپانیا د استازې راکېل ګارسیا هرمیدا وان ډر وال او د جرمني د استازې هانا نویمان د اصولي هڅو ستاینه کړې، چې د افغانانو د بشري حقونو ملاتړ کوي او له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو په وړاندې ولاړې دي. دغې ټولنې پر اروپايي مشرانو غږ کړی چې د بشري حقونو او ډیموکراسۍ ارزښتونو ته ژمن پاتې شي او په بروکسل یا نورو اروپايي هېوادونو کې د طالب چارواکو له کوربه‌توب څخه ډډه وکړي.

دغې ټولنې ټینګار کړی چې په افغانستان کې رښتینی پرمختګ یوازې د ډیپلوماټیک او اقتصادي فشار له لارې د داسې ټولګډونه سیاسي بهیر په ملاتړ کېدی شي چې ښځې، مدني ټولنې، قومي او ډیموکراتیک مخالف لوري پکې برخه ولري. د دوی په وینا، د یوازې د مشروع حکومت رامنځته کول افغانستان تلپاتې ثبات ته رسوي.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو لېږدونکې چورلکې د راکټي برید موخه ګرځېدلي

۴

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جلاوطنۍ؛ د پاچا محمد ظاهر شاه د ژوند کیسه

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په هرات کې د حجاب په پلمه د «ښځو د نیولو پراخ عملیات» پیل کړل

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۰۸ GMT+۱
100%

د هرات یو شمېر اوسېدونکو د شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو د دغه ښار په بېلابېلو برخو کې د حجاب په پلمه د ښځو د نیولو لپاره پراخ عملیات پیل کړي دي. د سرچینو په وینا، طالبانو یوازې د دې ښار د نخودبریزۍ په سړک کې تر ۲۰ ډېرې ښځې نیولې دي.

په هرات کې باخبره سرچینو د شنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۶مه له افغانستان انټرنشنل وویل چې ټول طالب ماموران نارینه وو او دا عملیات یې د ښار په بېلابېلو برخو کې، په ځانګړي ډول د لیلامي پلورلو په جاده او د هرات ښار د نخودبریزۍ په سیمه کې پیل کړي دي.

عیني شاهدانو وویل چې د طالبانو مامورانو یو شمېر ښځې د ولایت پر سړک د الماس شرق له سوداګریز مرکز او د هرات د قصر په سیمه کې هم نیولې دي.

عیاني شاهدانو وايي چې د طالبانو مامورین په لاسونو کې لرګي لري او هغه ښځې نیسي چې د دوی د خوښې حجاب یې نه وي کړی. د شاهدانو په وینا، ښځو د نیول کېدو او تلاشۍ پرمهال مقاومت کاوه او چیغې یې وهلې.

سیمه ییزو سرچینو، چې د امنیتي ستونزو له امله یې د نومونو له ښودلو ډډه کړې، ویلي دي چې طالبانو لومړی یو شمېر ښځې د لیلامي له جادې او وروسته د ښار له نورو برخو څخه نیولې دي.

د هرات د لیلامي په جاده کې یوه هټۍ‌وال وویل: «اوس مهال په دې جاده کې هېڅ ښځه نه لیدل کېږي. ځینې ښځې طالبانو ونیولې او یو شمېر یې په چیغو له سیمې وتښتېدې.» هغه زیاته کړه چې ډېری نیول شویو ښځو مناسب حجاب درلود او ټول بدن یې پټ و.

عیني شاهدانو وویل چې طالبانو د ښځو له نیولو وروسته هغوی له ځان سره یووړې.

یو بل عیني شاهد وویل، یوې ښځې چې پوره حجاب یې هم درلود او طالبانو موټر ته اچولې وه، له موټر دننه څخه هغو نارینه وو ته چې ننداره یې کوله، غږ کړ: «تاسو بې‌غیرته یاست چې ستاسو ناموس بیايي او تاسو یوازې ننداره کوئ.»

دا په داسې حال کې ده، چې په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې د جمعې په ورځ خبرداری ورکړی و چې له هغو ښځو سره به «قانوني چلند وشي» چې د دې ډلې د خوښې وړ حجاب له مراعاتولو پرته، په ښکاره مخ او سینګار عامه ځایونو ته ځي.

دې ادارې ټینګار کړی و هغه ښځې چې د اجباري حجاب له امر څخه سرغړونه وکړي، وبه نیول شي او زنداني به شي.

په هرات کې یو شمېر ښځې په دودیز ډول د چادري پر ځای له مانتو او ایراني او عربي حجابونو څخه استفاده کوي. د طالبانو د امر بالمعروف قانون د ښځو مخ «عورت» بللی او د دې ډلې محتسبین ټینګار کوي چې ښځې باید داسې حجاب واغوندي چې مخ یې په بشپړ ډول پټ وي.

له دې وړاندې هم، طالبانو په هرات کې د چادري د نه اغوستلو په دلیل په دولتي ادارو کې د ښځو عامه خدماتو ته لاسرسی منع کړی و.

د جرمونو بې‌ساری زیاتوالی؛ طالبانو په یوه میاشت کې نږدې دوه زره کسان نیولي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۳۰ GMT+۱
100%

د افغانستان انټرنشنل د موندنو له مخې، په لویو ښارونو کې جنايي او سازمان شوي جرمونه په بې‌ساري ډول زیات شوي دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه میاشت کې د هېواد په کچه د بېلابېلو جرمونو په تور د ۱ زره او ۸۷۸ کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په نیول شویو کسانو کې د وسله‌والو غلاوو، د سرو زرو، ګرځنده ټلیفونونو او نغدو پیسو د غلا په تور تورن کسان شامل دي.

پرله‌پسې غلاوې او مالي جرمونه
وسله‌والې غلاوې، د سرو زرو غلا، د موبایلونو، نغدو پیسو او همدارنګه د نقلیه وسایطو لکه موټرو، موټرسایکلونو او رېکشاوو غلا د نیول شویو کسانو له مهمو ثبت شویو تورونو څخه دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د یوې پیښې په اړه ویلي چې د روان کال د غويي په ۲۲مه یې په جوزجان، بلخ، نیمروز او غور ولایتونو کې ۲۲ کسان د وسله‌والو غلاوو په تړاو نیولي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلامیې ښيي چې په کلیوالو سیمو او لرې پرتو ولایتونو کې د څارویو، لکه غواوو او پسونو د غلا ګڼې پېښې ثبت شوې دي؛ هغه سیمې چې د خلکو لویه برخه د خپل ژوند د تامین لپاره پر مالدارۍ تکیه لري.

100%

په ورته مهال، په کندوز، خوست، هلمند او پکتیا ولایتونو کې د وسلو د قاچاق او ناقانونه ساتنې د زیاتوالي راپورونه خپاره شوي دي.

طالبانو همدارنګه خبر ورکړی چې یو شمېر کسان یې په سرحدي سیمو او د هېواد پر لویو لارو د اسعارو د قاچاق په تور هم نیولي دي. د دې ترڅنګ، سازماني جرمونه هم زیات شوي دي. طالبان ادعا کوي چې د یوې میاشتې په موده کې یې څو وسله‌والې ډلې له منځه وړې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه پېښې په اړه ویلي چې د غويي په ۲۳مه یې په کابل کې د یوه سوداګر د تښتونې په تړاو پنځه کسان نیولي دي.

د یاد وزارت په وینا، د تښتوونکو د ډلې مشر د طالبانو له ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.

100%

د نیونو لویه برخه؛ نشه‌يي توکي
په تېره یوه میاشت کې د ثبت شویو نیونو لویه برخه د مخدره موادو له تولید، پلور او قاچاق سره تړاو لري. د چرسو پلور او قاچاق، د مخدره موادو د پروسس په فابریکو کې فعالیت او د صنعتي مخدره موادو قاچاق هغه قضیې دي چې د طالبانو په اعلامیو کې ورته اشاره شوې ده.

د بېلګې په توګه، د غويي په ۲۰مه په غور کې ۱۸ کسان د شه‌يي توکو د پروسس په فابریکه کې د فعالیت په نیول شوي دي. په بله پېښه کې، یو کس په نیمروز ولایت کې د «ټابلیټ کا» په نوم د زرګونو ګولیو د قاچاق په تور نیول شوی دی.

100%

قمار او له کوره د تېښتې قضیې
په همدې حال کې، د کور څخه د تېښتې او د قماربازۍ په تور د نیول شویو کسانو ګڼې دوسیې د طالبانو عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارل شوې دي.

طالبانو تازه د قماربازۍ په تور د ۲۱ کسانو د نیولو خبر ورکړی دی. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دې تور د څرنګوالي په اړه جزئیات نه دي ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې وړاندې د قطه بازۍ په ګډون نورې د ساتېرې لوبې منع اعلان کړې وې.

100%

له طالبانو نه وېرېدل
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، د بدني سزاوو، سختو اقداماتو، تاوتریخجنو چلندونو او علني مجازاتو په مټ ځان د امنیت د تامین کوونکي په توګه معرفي کړ. خو د جنايي قضیو پراخ حجم او د نیونو لوړه شمېره ښيي چې د ټولنې بېلابېل قشرونه لا هم له جدي امنیتي ستونزو سره مخ دي.
د کابل یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي:«په لومړیو میاشتو کې ټول وېرېدل، خو اوس د مجرمانو ویره له طالبانو تر ډېره له منځه تللې ده. غلاوې د ورځې په رڼا کې ترسره کېږي او داسې ښکاري چې طالبان په ځینو سیمو کې د وضعیت کنټرول له لاسه ورکړی دی.»
د سختو مجازاتو زیاتوالی
د جرمونو له زیاتوالي سره هم‌مهاله، طالبانو یو ځل بیا سختو او تاوتریخجنو مجازاتو ته مخه کړې ده او د هرات وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی؛ هغه ولایت چې د خپرو شویو شمېرو له مخې، یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې نږدې ۹۰۰ کسان د غلا په تور نیول شوي دي.

د دې وضعیت په غبرګون کې، د طالبانو ځواکونو په دې وروستیو کې دوه کسان د غلا په تور د هرات ښار په عام محضر کې په ډزو ووژل.

کارپوهان باور لري چې په افغانستان کې د جرمونو زیاتوالی تر ډېره د امنیتي ستونزې پر ځای د اقتصادي بحران، پراخې بې‌وزلۍ او مخ پر زیاتېدونکې بېکارۍ ریښې لري.

ځینې څارونکي وایي چې د طالبانو ځینې غړي پخپله هم په دغو پېښو کې ښکېل دي.

د دوی په اند، د شپې ګزمې، د تلاشي پوستو جوړول او ان سختې سزاوې به هم تر هغو د جرمونو په کمولو کې دوامدار اغېز ونه لري، څو اقتصادي ستونزې حل نه شي.

د ولایتونو د شمېرو ارزونه ښيي چې د نیونو او ثبت شویو جرمونو تر ټولو ډېر برخه په هرات، کابل او بلخ ولایتونو کې راپور شوي دي؛ هغه موضوع چې د څارونکو له نظره د افغانستان په مهمو ښاري مرکزونو کې د اقتصادي او ټولنیزو فشارونو د زیاتوالي نښه بلل کېږي.

هم‌مهاله، د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له مخې، د افغانستان شاوخوا ۲۸ میلیونه وګړي له سختې بې‌وزلۍ سره مخ دي او نړیوالو مرستو ته اړتیا لري

د پولیو د محوه کولو پروګرام په کندهار کې د ۱ میلیون ډالرو په لګښت یو روغتیايي مرکز جوړوي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۱۹ GMT+۱
100%

د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز ویلي، چې د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د یو میلیون ډالرو په لګښت یو ۳۰ بستریز روغتون جوړوي. د دغه مرکز مسولینو ویلي، د یاد روغتون په جوړیدو سره به په معروف ولسوالۍ کې روغتیايي خدماتو ته د خلکو لاسرسی زیات شي.

یادې ادارې د شنبې په ورځ د غبرګولي په ۱۶مه ویلي، چې د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د پولیو میراث ننګونې بنسټ په ملاتړ د یو میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي.

د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رییس عبدالقدوس بریالي ویلي، چې د یاد روغتون چارې به د یوه کال په موده کې بشپړې شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د یاد روغتون له فعالېدو سره به د معروف ولسوالۍ او نږدې سیمو د اوسېدونکو لپاره د عملیاتو، زیږون، د ښځینه او نارینه ناروغانو د بستر، بېړنیو خدمتونو، جدي پاملرنې خونې، وینې بانک، اکسرې، الټراساونډ، غاښونو، سترګو، ماشومانو، تغذیې،، واکسین او د میندو د امیندوارۍ مخکې او ورسته پاملرنې په برخو کې خدمات وړاندې شي.

مسولینو ویلي، چې د پولیو میراث ننګونه بنسټ د هېواد په نورو زونونو کې هم د ورته روغتیايي مرکزونو د جوړولو پلان لري او تمه کېږي چې د دغه روغتون په فعالېدو سره به په معروف ولسوالۍ او شاوخوا سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی پراخ او په ځانګړي ډول د میندو او ماشومانو لپاره به د اړینو روغتیايي خدمتونو زمینه برابره شي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي پراختیا شرکت کرنیز ماشینونه او تجهیزات پلوري

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۳۳ GMT+۱
100%

د طالبانو تر واک لاندې د ملي پراختیا شرکت وایي، د بزګرانو او کرنیزو شرکتونو د ملاتړ په موخه یې بېلابېل کرنیز ماشینونه تولید او د پلور لپاره بازار ته وړاندې کړي دي. په دغو تولیداتو کې ترېشرونه، لیزر لیولونه، د نیالګیو اېښودلو ماشینونه او بېلابېلې قلبې شاملې دي.

د طالبانو واک لاندې ملي پراختیا شرکت نن شنبه، د غبرګولي پر ۱۶مه په اېکس کې د خپلو تولیداتو د ځانګړتیاوو په اړه ویلي، دغه وسایل د بهرنیو مشابه محصولاتو په پرتله په خورا مناسبه بیه، په عمده او پرچون ډول پلورل کېږي. دغه راز د یادو ماشینونو د پېرلو لپاره د یو کال رسمي وارنټي یا تضمین خط او له پلور څخه وروسته خدمات هم په پام کې نیول شوي دي.

دغه شرکت له ټولو وزارتونو، ادارو، سوداګرو، موسسو، شرکتونو او بزګرانو غوښتي چې د لا زیاتو معلوماتو ترلاسه کولو، د محصولاتو د نمونو لیدلو او د پېرودلو د تړونونو د لاسلیک کولو لپاره په کابل کې د دې شرکت مرکزي دفتر ته مراجعه وکړي.

یاد شرکت نه ده، روښانه کړې چې دا تجهیزات دننه افغانستان کې جوړ شوي که له بهر وارد شوي دي.

ملي پراختیا شرکت د تېر جمهوري نظام پرمهال رامنځته شوی و، ترڅو دولتي ودانیزې او ملي پروژې ددې شرکت له لارې ترسره شي خو اوس لومړی ځل دی چې دغه شرکت د کرنیز ماشینونو او وسایلو پلور هم پیل کړی دي. له دې وړاندې هم دغه شرکت د یوه بس او موټر د جوړولو ادعا کړې وه خو اوس مهال یې د نورو تولیداتو د دوام کوم څرک نه لیدل کېږي.

د اقتصادي بحران او بېوزلۍ په اوج کې؛ طالبانو هرات کې پر یوه جومات ۲۵ میلیونه افغانۍ ولګولې

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۴۸ GMT+۱
100%

طالبانو د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې په څلور نیم جریبه ځمکه کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت یو جومات جوړ کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی او د ملګرو ملتونو د نوي راپور له مخې، له هرو څلورو افغانانو څخه درې یې بشپړ خواړه نلري.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر اژانس د شنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۶مه راپور ورکړی چې دغه جومات د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په نوین کلي کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. دا جومات په څلور نیم جریبه ځمکه کې جوړ شوی او په یو وخت کې د دوه زره لمونځ کوونکو وړتیا لري، خو طالبانو د دې جمات د مالي لګښت د سرچینې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د طالبانو ادارې په افغانستان باندې د خپلې څه باندې څلور کلنې واکمنۍ پرمهال، په بېلابېلو ولایتونو کې د سلګونو جوماتونو د پرانیستلو خبر ورکړی دی. په همدې لړۍ کې، د طالبانو د ادارې د ملي پراختیا شرکت د غبرګولي په پنځمه نېټه اعلان کړی و چې په میدان وردګ ولایت کې یې یو جامع جومات د ۸۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلی دی. د دغه جامع جومات اصلي ودانۍ په دوو پوړونو کې رغول شوې او نږدې دوه زره لمونځ کوونکي په کې ځاییدلی شي.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د سختو بشري، اقتصادي، بې کارۍ او کډوالۍ د بحرانونو ترڅنګ د بشري حقونو پراخو سرغړونو سره لاس او ګریوان دی، خو طالبانو په ټول افغانستان کې د جوماتونو جوړولو ته لومړیتوب ورکړی دی.

نړیوالې ادارې خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې فقر او د خوړو نه خوندیتوب په بې ساري توګه د ډېرېدو په حال کې دی. د تېرې میاشتې په پای کې، د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په افغانستان کې په ۲۰۲۵ کال کې د فقر د زیاتوالي په اړه په خپل یو راپور کې لیکلي وو چې په دغه هېواد کې له هرو څلورو کسانو څخه درې یې د خپلو لومړنیو اړتیاوو لکه د کافي خوړو په پوره کولو کې پاتې راغلي دي. په ورته مهال د نړۍوال بانک ارزونې هم ښيي چې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې شاوخوا ۱۴ میلیونه افغانان د خوړو له سخت نه خوندیتوب سره مخ وو او دغه شمېر ښايي په راتلونکي ژمي کې ۱۷.۴ میلیونه کسانو ته ورسېږي، چې دا د افغانستان د ټول نفوس نږدې ۴۰ سلنه برخه جوړوي.