په هرات کې باخبره سرچینو د شنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۶مه له افغانستان انټرنشنل وویل چې ټول طالب ماموران نارینه وو او دا عملیات یې د ښار په بېلابېلو برخو کې، په ځانګړي ډول د لیلامي پلورلو په جاده او د هرات ښار د نخودبریزۍ په سیمه کې پیل کړي دي.
عیني شاهدانو وویل چې د طالبانو مامورانو یو شمېر ښځې د ولایت پر سړک د الماس شرق له سوداګریز مرکز او د هرات د قصر په سیمه کې هم نیولې دي.
عیاني شاهدانو وايي چې د طالبانو مامورین په لاسونو کې لرګي لري او هغه ښځې نیسي چې د دوی د خوښې حجاب یې نه وي کړی. د شاهدانو په وینا، ښځو د نیول کېدو او تلاشۍ پرمهال مقاومت کاوه او چیغې یې وهلې.
سیمه ییزو سرچینو، چې د امنیتي ستونزو له امله یې د نومونو له ښودلو ډډه کړې، ویلي دي چې طالبانو لومړی یو شمېر ښځې د لیلامي له جادې او وروسته د ښار له نورو برخو څخه نیولې دي.
د هرات د لیلامي په جاده کې یوه هټۍوال وویل: «اوس مهال په دې جاده کې هېڅ ښځه نه لیدل کېږي. ځینې ښځې طالبانو ونیولې او یو شمېر یې په چیغو له سیمې وتښتېدې.» هغه زیاته کړه چې ډېری نیول شویو ښځو مناسب حجاب درلود او ټول بدن یې پټ و.
عیني شاهدانو وویل چې طالبانو د ښځو له نیولو وروسته هغوی له ځان سره یووړې.
یو بل عیني شاهد وویل، یوې ښځې چې پوره حجاب یې هم درلود او طالبانو موټر ته اچولې وه، له موټر دننه څخه هغو نارینه وو ته چې ننداره یې کوله، غږ کړ: «تاسو بېغیرته یاست چې ستاسو ناموس بیايي او تاسو یوازې ننداره کوئ.»
دا په داسې حال کې ده، چې په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې د جمعې په ورځ خبرداری ورکړی و چې له هغو ښځو سره به «قانوني چلند وشي» چې د دې ډلې د خوښې وړ حجاب له مراعاتولو پرته، په ښکاره مخ او سینګار عامه ځایونو ته ځي.
دې ادارې ټینګار کړی و هغه ښځې چې د اجباري حجاب له امر څخه سرغړونه وکړي، وبه نیول شي او زنداني به شي.
په هرات کې یو شمېر ښځې په دودیز ډول د چادري پر ځای له مانتو او ایراني او عربي حجابونو څخه استفاده کوي. د طالبانو د امر بالمعروف قانون د ښځو مخ «عورت» بللی او د دې ډلې محتسبین ټینګار کوي چې ښځې باید داسې حجاب واغوندي چې مخ یې په بشپړ ډول پټ وي.
له دې وړاندې هم، طالبانو په هرات کې د چادري د نه اغوستلو په دلیل په دولتي ادارو کې د ښځو عامه خدماتو ته لاسرسی منع کړی و.