• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په جوزجان کې څه باندې ۱۴ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۲۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د عدلیې وزارت اعلان کړی، چې د جوزجان په مرکز کې یې ۱۴،۵ جریبه ځمکه د دولتي ملکیت په توګه ثبت کړې ده. یاد وزارت زیاته کړې، چې دغه ځمکه به د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپاري.

د طالبانو د عدلیې وزارت د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د شمال زون د امارتي غصب شویو ځمکو ته د رسیدګۍ ځانګړي محکمې د جوزجان ولایت د مرکز په جګددلک ککرتک جر کودي سیمه کې دوه قطعې ځمکه د اسنادو له ارزولو وروسته دولتي اعلان کړه.

طالبانو ویلي، چې د هېواد په کچه د دولتي ځمکو د ارزونې، تثبیت او استرداد بهیر په کلکه دوام لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون، ولایتي تخنیکي پلاوي او اړونده ځانګړې محکمې د اسنادو، مدارکو او د دولتي ادارو اړوندو معلوماتو له کره ارزونې وروسته د دولتي غصب شویو ځمکو په هکله پرېکړې کوي.

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲
تازه خبر

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۳

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۴

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

۵

ننګرهار کې یو طالب چارواکی: «موسسات د دجال لښکر دی»

•
•
•

نور کیسې

مسکو کې د طالبانو سفیر له روسي چارواکو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا غږیدلی

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۲۰ GMT+۱
مسکو کې د طالبانو سفیر له روسي چارواکو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا غږیدلی
100%

په مسکو کې د طالبانو سفارت وایي، د دوی سفیر ګل حسن حسن د سنټ پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې له یو شمېر روسي لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د افغان سوداګرو لپاره د نویو فرصتونو د رامنځته کېدو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ګل حسن حسن د روسیې د صدراعظم له مرستیال الیکسي اوورچوک، د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو خونې له مشر سرګي کاتیرین او یو شمېر نورو روسي چارواکو سره جلا جلا لیدنې ترسره کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو لیدنو کې د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراخولو، د افغانستان او روسیې د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د افغان سوداګرو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو او فرصتونو د برابرولو پر موضوعاتو بحث شوی دی.

سفارت زیاتوي چې په دغو کتنو کې په سنټ پیټرزبورګ ښار کې د مېشتو افغانانو او افغان محصلانو د ستونزو او د هغوی د ملاتړ پر لارو چارو هم خبرې شوې دي.

دا لیدنې داسې مهال ترسره کېږي چې طالبان له روسیې سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا هڅې ګړندۍ کړې دي. د سنټ پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم د روسیې له مهمو کلنیو اقتصادي غونډو څخه شمېرل کېږي، چې د بېلابېلو هېوادونو چارواکي، پانګوال او سوداګریز استازي پکې ګډون کوي.

حامد کرزی: د افغان نجونو لپاره دې د زده‌کړو فرصتونه په هېواد دننه برابر شي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۰۲ GMT+۱
حامد کرزی: د افغان نجونو لپاره دې د زده‌کړو فرصتونه په هېواد دننه برابر شي
100%

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د قطر «غوره روزنې بنسټ» له لوري د امریکا له پوهنتونونو څخه د۷۴ افغانو نجونو د فراغت مبارکي ویلي او له یاد بنسټ څخه یې افغان نجونو ته د تحصیلي بورسونو د برابرولو هرکلی او مننه کړی.

کرزي همداراز غوښتي چې د افغان نجونو پرمخ دې د تعلیم دروازې پرانیستل شي او ورته تحصیلي فرصتونه دې په هېواد دننه ورته برابر شي.

هغه د انجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستل کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې افغانې نجونې باید په خپل هېواد کې د زده‌کړو حق او فرصت ولري.

حامد کرزي دغه څرګندونې پر ایکس پاڼه په یوه خپاره کړي پیغام کې کړي. نوموړي ویلي چې د قطر ددغه برنامې له لارې ۷۴ افغانې نجونې وتوانېدې چې د امریکا له بېلابېلو پوهنتونونو څخه خپلې لوړې زده‌کړې بشپړې او فارغې شي.

پخواني ولسمشر د دغو محصلینو پر فراغت خوښي څرګنده کړې، هغوی ته یې مبارکي ویلې او د افغان نجونو د زده‌کړو د دوام لپاره یې د ټولو هغو بنسټونو او ادارو د هڅو ستاینه کړې چې په دې برخه کې فعالیت کوي.

کرزي ټینګار کړی چې د هېواد د پرمختګ او ودې لپاره اړینه ده چې روزل شویو او مسلکي کدرونو ته د کار مناسب فرصتونه برابر شي.

قطر د فنډ بیست یا غوره روزنې بنسټ له لارې ۴۲۶افغان نجونو ته د امریکا په ۲۷پوهنتونونو کې د زده کړو فرصت برابر کړی چې له دې ډلې ۷۴یې دوه ورځې وړاندې فارغې شوې.

طالبان وایي هرات کې د اوړي لامبو جام سیالۍ د ۶۰لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۴۶ GMT+۱
طالبان وایي هرات کې د اوړي لامبو جام سیالۍ د ۶۰لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې
100%

هرات کې د طالبانو د بدني روزنې، ورزش او المپیک ریاست وایي چې د اوړي د لامبو جام سیالۍ د دغه ولایت په مرکز هرات ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې.

د یاد ریاست په خبره دغه سیالۍ د اوبو د ورزشونو فدراسیون په همکارۍ د ماشومانو، تنکیو ځوانانو او ځوانانو د درېیو عمرونو په ډلبندۍ کې د ازادې لامبو په برخه کې جوړې شوې وې.

هرات کې د طالبانو د بدني روزنې، ورزش او المپیک رییس عبدالرحیم رحماني ویلي چې په دغو سیالیو کې ۶۰ لامبو وهونکو د بېلابېلو ګروپونو په چوکاټ کې له یو بل سره سیالۍ ترسره کړي.

د ده په وینا، په پای کې د هر عمر له ډلې درې غوره لوبغاړي د لومړي، دویم او درېیم مقام ګټونکي شوي او د قهرمانۍ مډالونه یې ترلاسه کړي.

د سیالیو تنظیموونکو ویلي چې د دې جام موخه د غوره استعدادونو پېژندنه او د ځوانانو هڅونه ده.

طالبان وایي د نشه‌یي توکو د قاچاق او پلور په تور یې لسو ولایتونو کې ۶۸کسان نیولي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۲۰ GMT+۱
طالبان وایي د نشه‌یي توکو د قاچاق او پلور په تور یې لسو ولایتونو کې ۶۸کسان نیولي
100%

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي چې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال ۶۸ کسان د نشه‌یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې چې شنبه(د غبرګولي۱۶مه) خپره شوې راغلي چې دغه کسان په ننګرهار، جوزجان، بلخ، کندهار، لغمان، غزني، پکتیا، پروان، کاپیسا او سمنګان ولایتونو کې نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي چې له نیول شویو کسانو څخه نږدې ۲۰۰۰ دانې نشه‌یي ګولۍ، او همداراز یو اندازه تریاک، شیشه او چرس هم ترلاسه شوي دي.

د خبر له مخې، له لومړنیو څېړنو وروسته به د دغو کسانو دوسیې عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

عاصي: لوېدیځ‌پال افراطي فیمینسټان د افغان ښځو کړاوونه د شهرت او پیسو د ګټلو وسیله ګرځوي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۴۴ GMT+۱
عاصي: لوېدیځ‌پال افراطي فیمینسټان د افغان ښځو کړاوونه د شهرت او پیسو د ګټلو وسیله ګرځوي
100%

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د دفاع وزارت د پالیسۍ او ستراتېژۍ مرستیال تمیم عاصي ادعا کړې چې یو شمېر «لوېدیځ‌پال افراطي فیمینستان» د افغان ښځو د درد، ځورونې او بشري حقونو د سرغړونو پېښې د شخصي شهرت، مالي ګټو او د لوېدیځو بنسټونو د جایزو د ترلاسه کولو لپاره کاروي.

عاصي په خپل ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې دغه کسان د رسنیو، د ښځو د حقونو د فعالانو، لیکوالانو او نورو مدني عنوانونو تر چتر لاندې فعالیت کوي، خو د ده په وینا، د افغان ښځو د ستونزو روایتونه د «پروژو» په بڼه وړاندې کوي.

نوموړي ادعا کړې: «د افغان ښځو د ځورونې او تاوتریخوالي دردناکې کیسې د پیسو ګټلو، شهرت ترلاسه کولو او د افغان ټولنې د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ د واټن د زیاتولو لپاره کارول کېږي.»

د هغه په وینا، ځینې فعالان هڅه کوي هغه افغان نارینه هم په نښه کړي چې د ښځو د حقونو د ترلاسه کولو په برخه کې د ښځو ملاتړ کوي، او دا چاره د ټولنې د لا زیات وېش سبب ګرځي.

تمیم عاصي همداراز ویلي چې په لوېدیځو هېوادونو کې د قانون حاکمیت شته او هغه کسان چې د محکمې له پرېکړې او قانوني اسنادو پرته د خلکو نومونه او انځورونه خپروي، له حقوقي تعقیب سره مخ کېدای شي.

هغه زیاته کړې چې د «بدنامولو، حیثیت ته د زیان رسولو، روحي زیانونو او مسلکي شهرت ته د صدمې» په څېر قضیې د محاکمو له لارې تعقیبېدای شي او قربانیان کولای شي د قانوني دعوو له لارې د تاوان غوښتنه وکړي.