طالبان وایي هرات کې د اوړي لامبو جام سیالۍ د ۶۰لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې

هرات کې د طالبانو د بدني روزنې، ورزش او المپیک ریاست وایي چې د اوړي د لامبو جام سیالۍ د دغه ولایت په مرکز هرات ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې.

هرات کې د طالبانو د بدني روزنې، ورزش او المپیک ریاست وایي چې د اوړي د لامبو جام سیالۍ د دغه ولایت په مرکز هرات ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې.
د یاد ریاست په خبره دغه سیالۍ د اوبو د ورزشونو فدراسیون په همکارۍ د ماشومانو، تنکیو ځوانانو او ځوانانو د درېیو عمرونو په ډلبندۍ کې د ازادې لامبو په برخه کې جوړې شوې وې.
هرات کې د طالبانو د بدني روزنې، ورزش او المپیک رییس عبدالرحیم رحماني ویلي چې په دغو سیالیو کې ۶۰ لامبو وهونکو د بېلابېلو ګروپونو په چوکاټ کې له یو بل سره سیالۍ ترسره کړي.
د ده په وینا، په پای کې د هر عمر له ډلې درې غوره لوبغاړي د لومړي، دویم او درېیم مقام ګټونکي شوي او د قهرمانۍ مډالونه یې ترلاسه کړي.
د سیالیو تنظیموونکو ویلي چې د دې جام موخه د غوره استعدادونو پېژندنه او د ځوانانو هڅونه ده.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي چې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال ۶۸ کسان د نشهیي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې چې شنبه(د غبرګولي۱۶مه) خپره شوې راغلي چې دغه کسان په ننګرهار، جوزجان، بلخ، کندهار، لغمان، غزني، پکتیا، پروان، کاپیسا او سمنګان ولایتونو کې نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت زیاتوي چې له نیول شویو کسانو څخه نږدې ۲۰۰۰ دانې نشهیي ګولۍ، او همداراز یو اندازه تریاک، شیشه او چرس هم ترلاسه شوي دي.
د خبر له مخې، له لومړنیو څېړنو وروسته به د دغو کسانو دوسیې عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د دفاع وزارت د پالیسۍ او ستراتېژۍ مرستیال تمیم عاصي ادعا کړې چې یو شمېر «لوېدیځپال افراطي فیمینستان» د افغان ښځو د درد، ځورونې او بشري حقونو د سرغړونو پېښې د شخصي شهرت، مالي ګټو او د لوېدیځو بنسټونو د جایزو د ترلاسه کولو لپاره کاروي.
عاصي په خپل ایکسپاڼه کې لیکلي چې دغه کسان د رسنیو، د ښځو د حقونو د فعالانو، لیکوالانو او نورو مدني عنوانونو تر چتر لاندې فعالیت کوي، خو د ده په وینا، د افغان ښځو د ستونزو روایتونه د «پروژو» په بڼه وړاندې کوي.
نوموړي ادعا کړې: «د افغان ښځو د ځورونې او تاوتریخوالي دردناکې کیسې د پیسو ګټلو، شهرت ترلاسه کولو او د افغان ټولنې د ښځو او نارینهوو ترمنځ د واټن د زیاتولو لپاره کارول کېږي.»
د هغه په وینا، ځینې فعالان هڅه کوي هغه افغان نارینه هم په نښه کړي چې د ښځو د حقونو د ترلاسه کولو په برخه کې د ښځو ملاتړ کوي، او دا چاره د ټولنې د لا زیات وېش سبب ګرځي.
تمیم عاصي همداراز ویلي چې په لوېدیځو هېوادونو کې د قانون حاکمیت شته او هغه کسان چې د محکمې له پرېکړې او قانوني اسنادو پرته د خلکو نومونه او انځورونه خپروي، له حقوقي تعقیب سره مخ کېدای شي.
هغه زیاته کړې چې د «بدنامولو، حیثیت ته د زیان رسولو، روحي زیانونو او مسلکي شهرت ته د صدمې» په څېر قضیې د محاکمو له لارې تعقیبېدای شي او قربانیان کولای شي د قانوني دعوو له لارې د تاوان غوښتنه وکړي.
نیمروز کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د دغه ولایت په مرکز کې د ملا هبتالله د ۱۷م فرمان د تشریح او عملي کېدو په موخه یو ورځنی سیمینار جوړ کړی دی. ورته مهال د ملا هبت الله وروستیو فرمانونو، په ځانګړي ډول د ښځو او کورنیو چارو اړوند مقرراتو، پراخې نیوکې راپارولې دي.
د یاد ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغه سیمینار کې د طالبانو د محلي مسوولینو ترڅنګ دیني عالمانو، قومي مشرانو، فرهنګیانو او ځوانانو ګډون کړی و.
د نیمروز لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس حبیبالله الهام ګډونوالو ته ویلي چې د مشر فرمانونه په ټولنه کې «ځانګړی اهمیت» لري او د ۱۷م فرمان پلي کول د هر افغان مسوولیت دی. نوموړي ادعا کړې چې د دغه فرمان عملي کېدل به ټولنیزې ستونزې راکمې او د خلکو د هوساینې زمینه برابره کړي.
طالبان وایي چې د ملا هبتالله ۱۷م فرمان د هغو دودونو او رواجونو د مخنیوي لپاره صادر شوی چې دوی یې «ناوړه رسمونه» بولي، او موخه یې د ټولنیزو او اقتصادي ستونزو کمول او د اسلامي ارزښتونو پیاوړتیا ده.
خو په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د مشر له لوري یو لړ نور فرمانونه، په ځانګړي ډول د ښځو د ټولنیز حضور، د کار محدودیتونو او د کورنیو د شخصي چارو د تنظیم په اړه صادر شوي مقررات، په کور دننه او نړیواله کچه له سختو نیوکو سره مخ شوي دي. منتقدان وایي چې دا ډول فرمانونه د ښځو د اساسي حقونو، د کورنۍ د ازاد انتخاب او د ټولنیز ژوند د محدودېدو لامل کېږي او د خلکو پر ورځني ژوند مستقیم اغېز لري.
د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ کرنیز او د مالدارۍ اړوند فعالیتونه ترسره کړي دي.
یاد وزارت په خپل اونیز راپور کې ویلي چې دغه فعالیتونه په کابل، بلخ، پکتیکا، بدخشان، ننګرهار، سمنګان او بغلان ولایتونو کې ترسره شوي دي.
د راپور له مخې، د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې پنځه شنې خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
وزارت همداراز ویلي چې په بلخ ولایت کې یې ۷۰ اړمنو کورنیو ته هګۍ اچوونکې چرګې وېشلې دي. په ننګرهار ولایت کې هم ۲۵ راستنو شویو کډوالو او کونډو کورنیو ته د چرګانو د روزنې او ساتنې اړین وسایل او چرګې وېشل شوې دي.
د راپور له مخې، په سمنګان ولایت کې یو شمېر مالدارانو ته د څارویو خوراکي توکي وېشل شوي، څو د مالدارۍ سکتور پیاوړی او د حیواناتو تغذیه ښه شي.
د کرنې وزارت دغه راز ویلي چې په بدخشان ولایت کې یې د نباتي افتونو پر ضد د کیمیاوي مبارزې کمپاین پیل کړی دی.
وزارت زیاتوي چې په پکتیکا ولایت کې یې د ځنګلونو د ساتنې په موخه د لرګیو د ناقانونه پرېکولو او لېږد مخه نیولې او په دې تړاو یې دوه تراکتورونه، چې لرګي یې لېږدول، درولي دي.
دغه وزارت د یادو فعالیتونو موخه د کرنې او مالدارۍ د ودې، د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ او د کلیوالو کورنیو د اقتصادي وضعیت ښه والي ښودلی.
د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۶۸۲ کډوالې کورنۍ چې ټول ۳زره او ۵۷۴ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته جبري ستانه شوې دي.
د دغه کمېسیون د راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلامکلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.
راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۶۳۱ کورنۍد تورخم له لارې، ۱۸کورنۍ د سپین بولدک له لارې،۱۹ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې، او ۱۴کورنۍ د اسلامکلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.
د کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې افغانستان د ستنېدونکو لپاره یو خوندي هېواد نه دی. د نوموړي په وینا، هغه افغانان چې بېرته دغه هېواد ته ستنېږي، له ځورونې، نیول کېدو، شکنجې، لوږې او نورو ګواښونو سره مخامخ کېږي.