• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کندهار کې؛ د طالبانو والیان د هبت‌الله د فرمانونو پر پلي کېدو او امنیتي مسایلو غږېدلي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۱۱ GMT+۱

د هرات، بلخ،، کندهار، ننګرهار، کندوز، کابل او پکتیا لپاره د طالبانو والیانو په کندهار کې د همغږۍ ناسته کړې ده. په کندهار کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، په ناسته کې د امنیت ټینګښت ترڅنګ د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله د فرمانونو د پلي کولو او جینايي پېښو د مخینوي په اړه خبرې شوې دي.

په دغه غونډه کې د طالبانو د کندهار والي ملا محمدشیرین اخوند، د هرات والي نوراحمد اسلام‌جار، د بلخ والي یوسف وفا، د ننګرهار والي ملا محمدنعیم اخوند، د کندوز والي مولوي نصرالله مطیع، د کابل والي ملا امین‌الله عبید او د پکتیا والي ملا مهرالله حماد ګډون کړی و. یاد والیان د ملا هبت‌الله د باور وړ او نږدې کسان دي، چې د نورو والیانو او چاراکو په پرتله ډېر صلاحیتونه لري.
په کندهار کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر نن شنبه، د غبرګولي پر ۱۶مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یاد والیان د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده د حکم پر اساس د خپلو ولایتونو ترڅنګ په اړوندو زونونو کې د شاملو ولایتونو مشري هم په غاړه لري.

طالبانو ویلي، چې په دغه ناسته کې د طالبانو د مشر د فرمانونو او حکمونو د تطبیق، د امنیت د لا ښه ټینګښت، د جنايي پېښو د مخنیوي او د امنیتي او ملکي چارو د لا ښه تنظیم په اړه خبرې وشوې په خبرپاڼه کې راغلي چې په یاده ناسته د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي، له فساد سره د مبارزې، د معلولو جنګیالیو او یتیمانو ستونزو ته د رسېدنې، د سوالګرو د ثبت او د عامو خلکو د غوښتنو د حل په اړه لازمې پرېکړې شوې او ځینې وړاندیزونه د طالبانو د مشر دفتر ته واستول شول.

د طالبانو له دې ناستو معلومیږي، چې ددې ډلې مشر ملاهبت الله د خپلو حکمونو پر نه پلي کېدو ناخوښه دی او دا ځل بیا ټینګار شوي چې باید د نوموړي حکمونه پلي شي.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

ننګرهار کې یو طالب چارواکی: «موسسات د دجال لښکر دی»

۳

په سپين بولدک کې د انساني قاچاق تور بازار؛ ولس قرباني خو طالبان او مافیا ګټونکي دي

۴

د پاکستان په کراچۍ کې یوه خاوند خپله مېرمن له کوروالي څخه د انکار له امله وژلې ده

۵

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

•
•
•

نور کیسې

د ایران پوله‌ساتو ځواکونو د افغانستان پولې ته څېرمه د ۶ وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکړ

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۳۵ GMT+۱
د ایران پوله‌ساتو ځواکونو د افغانستان پولې ته څېرمه د ۶ وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکړ
100%

د ایران رسنیو راپور ورکړی، لږ تر لږه شپږو وسله‌والو چې غوښتل یې دغه هېواد ته ننوځي او په زابل ولسوالۍ کې پر یوې پوځي اډې برید وکړي، له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي. د ایران د پوله‌ساتو ځواکونو قوماندانۍ ویلي، دغې وسله‌والې ډلې هڅه کوله د ایران خاورې ته ننوځي.

د راپورونو له‌مخې، دا نښته د جمعې په ماښام، شوې ده. د ایران د پوله ساتو ځواکونو قوماندان علي اکبر جاویدان د شنبې په ورځ، رسنیو ته وویل چې دا ډله د سیستان او بلوچستان ولایت په زابل ښار کې د سختې نښتې او سختې جګړې وروسته ووژل شوه.

هغه زیاته کړه چې پوله ساتو ځواکونو له دې ډلې څخه ځینې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي دي.

د ایران د سیسان او بلوچستان ولایت د زابل ولسوالې د افغانستان د نیمروز ولایت سره پوله لري.

د افغان ډیپلوماټانو د همغږۍ ټولنې له طالبانو سره د اروپايي ټولنې د تعامل هڅې وغندلې

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۳۴ GMT+۱
د افغان ډیپلوماټانو د همغږۍ ټولنې له طالبانو سره د اروپايي ټولنې د تعامل هڅې وغندلې
100%

د افغانستان د ډیپلوماټانو د همغږۍ ټولنې په بروکسل کې د کډوالۍ په پلمه له طالبانو سره د اروپايي ټولنې د ځینو بنسټونو د تعامل هڅې غندلي دي. دغې ټولنې خبرداری ورکړی چې دا ډول ناستې د طالبانو استبدادي رژیم ته مشروعیت ورکوي او د اروپا ارزښتونه تر پښو لاندې کوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ډیپلوماټانو د همغږۍ ټولنې نن شنبه، د غبرګولي پر ۱۶مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره په بروکسل کې د کډوالۍ په پلمه له طالبانو سره د اروپايي ټولنې د ځینو بنسټونو د تعامل پر هڅو سخته اندېښنه ښودلې. په اعلامیه کې راغلي چې یاد اقدام خطرناک پیغام رسوي.

په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو سیاستونو په مستقیم ډول د افغانستان په وروستي تاریخ کې د بې‌ځایه کېدو تر ټولو لوی بحران رامنځته کړی دی.

د افغان ډیپلوماټانو ټولنې ویلي چې له عامه ژونده د ښځو ګوښه کول، د بنسټیزو ازادیو ځپل، د تاوتریخوالي له لارې د واک انحصار او د افغان ټولنې د پراخو پرګنو محرومول د دې لامل شوي چې خلک له هېواده وتښتې. د دوی په وینا که د کډوالۍ اصلي عواملو پر ځای یوازې د کډوالو د بېرته شړلو پر هوکړو تمرکز وشي، دا ستونزه به حل نه‌شي بلکې په هېواد او سیمه کې به بې‌ثباتي نوره هم زیاته کړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ډیپلوماټانو د همغږۍ ټولنې په اروپايي پارلمان کې د هسپانیا د استازې راکېل ګارسیا هرمیدا وان ډر وال او د جرمني د استازې هانا نویمان د اصولي هڅو ستاینه کړې، چې د افغانانو د بشري حقونو ملاتړ کوي او له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو په وړاندې ولاړې دي. دغې ټولنې پر اروپايي مشرانو غږ کړی چې د بشري حقونو او ډیموکراسۍ ارزښتونو ته ژمن پاتې شي او په بروکسل یا نورو اروپايي هېوادونو کې د طالب چارواکو له کوربه‌توب څخه ډډه وکړي.

دغې ټولنې ټینګار کړی چې په افغانستان کې رښتینی پرمختګ یوازې د ډیپلوماټیک او اقتصادي فشار له لارې د داسې ټولګډونه سیاسي بهیر په ملاتړ کېدی شي چې ښځې، مدني ټولنې، قومي او ډیموکراتیک مخالف لوري پکې برخه ولري. د دوی په وینا، د یوازې د مشروع حکومت رامنځته کول افغانستان تلپاتې ثبات ته رسوي.

طالبانو په هرات کې د حجاب په پلمه د «ښځو د نیولو پراخ عملیات» پیل کړل

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۰۸ GMT+۱
طالبانو په هرات کې د حجاب په پلمه د «ښځو د نیولو پراخ عملیات» پیل کړل
100%

د هرات یو شمېر اوسېدونکو د شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو د دغه ښار په بېلابېلو برخو کې د حجاب په پلمه د ښځو د نیولو لپاره پراخ عملیات پیل کړي دي. د سرچینو په وینا، طالبانو یوازې د دې ښار د نخودبریزۍ په سړک کې تر ۲۰ ډېرې ښځې نیولې دي.

په هرات کې باخبره سرچینو د شنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۶مه له افغانستان انټرنشنل وویل چې ټول طالب ماموران نارینه وو او دا عملیات یې د ښار په بېلابېلو برخو کې، په ځانګړي ډول د لیلامي پلورلو په جاده او د هرات ښار د نخودبریزۍ په سیمه کې پیل کړي دي.

عیني شاهدانو وویل چې د طالبانو مامورانو یو شمېر ښځې د ولایت پر سړک د الماس شرق له سوداګریز مرکز او د هرات د قصر په سیمه کې هم نیولې دي.

عیاني شاهدانو وايي چې د طالبانو مامورین په لاسونو کې لرګي لري او هغه ښځې نیسي چې د دوی د خوښې حجاب یې نه وي کړی. د شاهدانو په وینا، ښځو د نیول کېدو او تلاشۍ پرمهال مقاومت کاوه او چیغې یې وهلې.

سیمه ییزو سرچینو، چې د امنیتي ستونزو له امله یې د نومونو له ښودلو ډډه کړې، ویلي دي چې طالبانو لومړی یو شمېر ښځې د لیلامي له جادې او وروسته د ښار له نورو برخو څخه نیولې دي.

د هرات د لیلامي په جاده کې یوه هټۍ‌وال وویل: «اوس مهال په دې جاده کې هېڅ ښځه نه لیدل کېږي. ځینې ښځې طالبانو ونیولې او یو شمېر یې په چیغو له سیمې وتښتېدې.» هغه زیاته کړه چې ډېری نیول شویو ښځو مناسب حجاب درلود او ټول بدن یې پټ و.

عیني شاهدانو وویل چې طالبانو د ښځو له نیولو وروسته هغوی له ځان سره یووړې.

یو بل عیني شاهد وویل، یوې ښځې چې پوره حجاب یې هم درلود او طالبانو موټر ته اچولې وه، له موټر دننه څخه هغو نارینه وو ته چې ننداره یې کوله، غږ کړ: «تاسو بې‌غیرته یاست چې ستاسو ناموس بیايي او تاسو یوازې ننداره کوئ.»

دا په داسې حال کې ده، چې په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې د جمعې په ورځ خبرداری ورکړی و چې له هغو ښځو سره به «قانوني چلند وشي» چې د دې ډلې د خوښې وړ حجاب له مراعاتولو پرته، په ښکاره مخ او سینګار عامه ځایونو ته ځي.

دې ادارې ټینګار کړی و هغه ښځې چې د اجباري حجاب له امر څخه سرغړونه وکړي، وبه نیول شي او زنداني به شي.

په هرات کې یو شمېر ښځې په دودیز ډول د چادري پر ځای له مانتو او ایراني او عربي حجابونو څخه استفاده کوي. د طالبانو د امر بالمعروف قانون د ښځو مخ «عورت» بللی او د دې ډلې محتسبین ټینګار کوي چې ښځې باید داسې حجاب واغوندي چې مخ یې په بشپړ ډول پټ وي.

له دې وړاندې هم، طالبانو په هرات کې د چادري د نه اغوستلو په دلیل په دولتي ادارو کې د ښځو عامه خدماتو ته لاسرسی منع کړی و.

د پولیو د محوه کولو پروګرام په کندهار کې د ۱ میلیون ډالرو په لګښت یو روغتیايي مرکز جوړوي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۱۹ GMT+۱
د پولیو د محوه کولو پروګرام په کندهار کې د ۱ میلیون ډالرو په لګښت یو روغتیايي مرکز جوړوي
100%

د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز ویلي، چې د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د یو میلیون ډالرو په لګښت یو ۳۰ بستریز روغتون جوړوي. د دغه مرکز مسولینو ویلي، د یاد روغتون په جوړیدو سره به په معروف ولسوالۍ کې روغتیايي خدماتو ته د خلکو لاسرسی زیات شي.

یادې ادارې د شنبې په ورځ د غبرګولي په ۱۶مه ویلي، چې د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د پولیو میراث ننګونې بنسټ په ملاتړ د یو میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي.

د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رییس عبدالقدوس بریالي ویلي، چې د یاد روغتون چارې به د یوه کال په موده کې بشپړې شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د یاد روغتون له فعالېدو سره به د معروف ولسوالۍ او نږدې سیمو د اوسېدونکو لپاره د عملیاتو، زیږون، د ښځینه او نارینه ناروغانو د بستر، بېړنیو خدمتونو، جدي پاملرنې خونې، وینې بانک، اکسرې، الټراساونډ، غاښونو، سترګو، ماشومانو، تغذیې،، واکسین او د میندو د امیندوارۍ مخکې او ورسته پاملرنې په برخو کې خدمات وړاندې شي.

مسولینو ویلي، چې د پولیو میراث ننګونه بنسټ د هېواد په نورو زونونو کې هم د ورته روغتیايي مرکزونو د جوړولو پلان لري او تمه کېږي چې د دغه روغتون په فعالېدو سره به په معروف ولسوالۍ او شاوخوا سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی پراخ او په ځانګړي ډول د میندو او ماشومانو لپاره به د اړینو روغتیايي خدمتونو زمینه برابره شي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي پراختیا شرکت کرنیز ماشینونه او تجهیزات پلوري

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۳۳ GMT+۱
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي پراختیا شرکت کرنیز ماشینونه او تجهیزات پلوري
100%

د طالبانو تر واک لاندې د ملي پراختیا شرکت وایي، د بزګرانو او کرنیزو شرکتونو د ملاتړ په موخه یې بېلابېل کرنیز ماشینونه تولید او د پلور لپاره بازار ته وړاندې کړي دي. په دغو تولیداتو کې ترېشرونه، لیزر لیولونه، د نیالګیو اېښودلو ماشینونه او بېلابېلې قلبې شاملې دي.

د طالبانو واک لاندې ملي پراختیا شرکت نن شنبه، د غبرګولي پر ۱۶مه په اېکس کې د خپلو تولیداتو د ځانګړتیاوو په اړه ویلي، دغه وسایل د بهرنیو مشابه محصولاتو په پرتله په خورا مناسبه بیه، په عمده او پرچون ډول پلورل کېږي. دغه راز د یادو ماشینونو د پېرلو لپاره د یو کال رسمي وارنټي یا تضمین خط او له پلور څخه وروسته خدمات هم په پام کې نیول شوي دي.

دغه شرکت له ټولو وزارتونو، ادارو، سوداګرو، موسسو، شرکتونو او بزګرانو غوښتي چې د لا زیاتو معلوماتو ترلاسه کولو، د محصولاتو د نمونو لیدلو او د پېرودلو د تړونونو د لاسلیک کولو لپاره په کابل کې د دې شرکت مرکزي دفتر ته مراجعه وکړي.

یاد شرکت نه ده، روښانه کړې چې دا تجهیزات دننه افغانستان کې جوړ شوي که له بهر وارد شوي دي.

ملي پراختیا شرکت د تېر جمهوري نظام پرمهال رامنځته شوی و، ترڅو دولتي ودانیزې او ملي پروژې ددې شرکت له لارې ترسره شي خو اوس لومړی ځل دی چې دغه شرکت د کرنیز ماشینونو او وسایلو پلور هم پیل کړی دي. له دې وړاندې هم دغه شرکت د یوه بس او موټر د جوړولو ادعا کړې وه خو اوس مهال یې د نورو تولیداتو د دوام کوم څرک نه لیدل کېږي.