حامد کرزی: د افغان نجونو لپاره دې د زدهکړو فرصتونه په هېواد دننه برابر شي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د قطر «غوره روزنې بنسټ» له لوري د امریکا له پوهنتونونو څخه د۷۴ افغانو نجونو د فراغت مبارکي ویلي او له یاد بنسټ څخه یې افغان نجونو ته د تحصیلي بورسونو د برابرولو هرکلی او مننه کړی.
