مُحسن نقوي: د مجتبی خامنهيي لپاره د عاصم منیر او شهباز شریف ځانګړی لیک خورا مهم دی

د ایران دولتي خبري اژانس، ایرنا راپور ورکړی، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر مُحسن نقوي تهران ته د خپل سفر پر مهال ویلي: «زه دلته یم، څو د اوسني وضعیت په تړاو د پاکستان د پوځ د لوی درستیز عاصم منیر او د لومړي وزیر شهباز شریف له لوري یو ځانګړی لیک مجتبی خامنهيي ته وسپارم».
هغه زیاته کړې: «زما په فکر دا یو ډېر مهم پیغام دی. هیله لرم چې هر څه په ښه توګه پرمخ لاړ شي او پای ته ورسېږي».
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر مُحسن نقوي څو ورځې مخکې ایران ته په رسمي سفر تللی وو.
