د خلیج همکارۍ شورا سرمنشي په ریاض کې د طالبانو له شارژدافیر سره وکتل

د خلیج همکارۍ شورا (GCC) سرمنشي جاسم محمد البديوي په سعودي عربستان کې د طالبانو د سفارت له شارژدافیر عبدالفتاح مولوي سخي سره کتلي دي. د خلیج همکارۍ شورا ویلي، چې په دې ناسته کې دواړو لوریو پر دوه اړخیزو اړیکو، د سیمې او نړۍ پر حالاتو او یو شمېر ګډو موضوعاتو خبرې وکړې.
