• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په پنځو ولایتونو کې د جنایي جرمونو په تړاو ۲۲ کسان نیولي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۴۹ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو یې په پنځو ولایتونو کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال ۲۲ کسان د جنایي جرمونو په تور نیولي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې، چې د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۷مه) خپره شوې، راغلي چې د کاپیسا ولایت د امنیې قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په څو جلا عملیاتو کې ۱۲ کسان د موټرو او څارویو د غلا او همدارنګه د ناقانونه وسلو د لېږد په تور نیولي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دغو ځواکونو په بغلان ولایت کې ۵ کسان، په فراه ولایت کې ۳ کسان او په فاریاب ولایت کې ۱ کس د غلا په تور نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، یو بل کس هم په غزني ولایت کې د وژنې په تور نیول شوی دی.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

۴

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو لېږدونکې چورلکې د راکټي برید موخه ګرځېدلي

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جلاوطنۍ؛ د پاچا محمد ظاهر شاه د ژوند کیسه

•
•
•

نور کیسې

اروپايي ټولنې نیکولا بیلومو د افغانستان لپاره د خپل نوي شارژدافیر په توګه ټاکلی

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۴۶ GMT+۱
100%

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ عالي استازې کاجا کالاس، اعلان کړی چې بیلومو د افغانستان لپاره نوی شارژدافیر او د پخوانۍ استازې ورونیکا بوسکوویچ پوهار نوی ځای ناستی دی.

د راپورونو له مخې، نیکولا بیلومو چې د ایټالیا دی، دا مهال د اروپايي بهرنۍ چارو په خدمت کې د پان افریقايي چارو د څانګې مشري کوي. هغه تر دې وړاندې په روانډا کې د اروپايي ټولنې سفیر پاتې شوی او د اتحادیې په ډیپلوماټیکو ادارو کې یې بېلابېلې لوړې دندې ترسره کړې دي.

اروپايي ټولنې ویلي چې دغه ګمارنه د ۲۰۲۶ کال د ډیپلوماټیکو بدلونونو د پراخې پروسې برخه ده، چې په ترڅ کې یې ۳۳ سفیران او اووه مرستیال مشران هم ټاکل شوي دي.

بل لور ته، ورونیکا بوسکوویچ پوهار د کامرون لپاره د اروپايي ټولنې د سفیرې په توګه ټاکل شوې ده.

اروپايي ټولنه وایي، د نیکولا بیلومو ټاکنه به د اداري تشریفاتو او د کوربه هېواد له منظورۍ وروسته وروستۍ او عملي شي.

اروپايي ټولنې تر دې وړاندې هم ټینګار کړی و چې د افغانانو د ملاتړ لپاره به له افغانستان سره خپل تعامل او بشري همکارۍ ته دوام ورکړي.

لوګزامبورګ د افغانستان بشري صندوق سره ۳۴۳ زره ډالر مرسته وکړه

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۴۲ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، لوګزامبورګ د افغانستان د بشري مرستو صندوق سره ۳۰۰ زره یورومرسته کړې ده.

اوچا په خپله ایکس پاڼه کې ویلي، دغه مالي مرسته به له هغو افغانانو سره د ژوند ژغورونکو بشري مرستو په رسولو کې مرسته وکړي چې له بېړنیو بشري اړتیاوو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې د لوګزامبورګ له مرستې مننه کړې او ویلي یې دي چې د نړیوالو شریکانو ملاتړ د بشري مرستو د دوام او اړمنو ټولنو ته د لاسرسي لپاره مهم رول لري.

اوچا ټینګار کړی چې د افغانستان بشري صندوق د مرستو له لارې هڅه کېږي څو زیانمنو او اړمنو خلکو ته پر وخت بشري خدمات او بېړنۍ مرستې ورسول شي.

افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو څخه ګڼل کېږي چې د بشري مرستو اړتیا پکې لوړه ده او میلیونونه خلک د خوراکي توکو، روغتیايي خدماتو او نورو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پر نړیوالو مرستو تکیه کوي.

طالبان: ۲۰ ټنه ګیلاس له پنجشېره قرغیزستان، ازبکستان او روسیې ته لېږل کېږي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۵۱ GMT+۱
100%

د پنجشېر ولایت طالب چارواکي وايي، له دې ولایت څخه د ګیلاسو د صادراتو لړۍ پیل شوې او ټاکل شوې ده چې شاوخوا ۲۰ټنه تازه ګیلاس د قرغیزستان، ازبکستان او روسیې بازارونو ته صادر شي.

د چارواکو په وینا، د روان کال د ګیلاسو د حاصلاتو له پیل راهیسې تر اوسه ۱۳۰ټنه ګیلاس راټول شوي، چې ارزښت یې شاوخوا ۱۳ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی.

د دوی د معلوماتو له مخې، د ګیلاسو د راټولولو بهیر لا هم روان دی او تمه کېږي چې د حاصلاتو کچه به په راتلونکو ورځو کې نوره هم لوړه شي.

په همدې حال کې، طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او د بزګرانو د ملاتړ په موخه د نږدې ۱۰۰ سړو خونو د جوړولو چارې هم پیل شوې دي، چې په نږدې راتلونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تر دې وړاندې د هرات ولایت طالب چارواکو هم د ګیلاسو د حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکړی و او ویلي یې وو چې په وروستیو کلونو کې په دغه ولایت کې د مېوو کرنه د پام وړ پراخه شوې ده.

طالبان: په هلمند کې د ۱۲۱،۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د برېښنا د انکشافي پروژې کار پیل شو

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۰۰ GMT+۱
100%

د هلمند ولایت په سنگین ولسوالۍ کې د ساروان قلعه په سیمه کې د ۱۲۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د برېښنا د یوې انکشافي پروژې کار پیل شوی دی.

طالب چارواکو ویلي، دا پروژه د سیمې د برېښنايي شبکې د پراختیا په موخه پلې کېږي، چې پکې د ۴۳ټرانسفارمرونو، ۱۶۷۴ کانکریټي پایو او د برېښنا شبکې نور اړین تجهیزات نصب شامل دي.

د چارواکو په وینا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې زرګونو اوسېدونکو ته د برېښنا اسانتیاوې برابرې شي او د برېښنا رسولو ستونزې به تر ډېره هوارې شي.

مسولین زیاتوي چې دا ډول انکشافي پروژې د عامه خدمتونو د ښه والي او د زیربناوو د پیاوړتیا لپاره مهم رول لري او هڅې روانې دي چې په نورو سیمو کې هم ورته پروژې پلي شي.

تیره ورځ له ایران او پاکستان نه څه باندې ۲زره کډوال افغانستان ته جبري ستانه شوي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۵۶ GMT+۱
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ ۴۸۸ کډوالې کورنۍ چې ټول ۲۶۲۲ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته جبري ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي.

راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۴۶۰ کورنۍد تورخم له لارې، ۲۲کورنۍ د سپین بولدک له لارې،۳ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې، او ۳کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، راستنو شویو کورنیود سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.