طالبان: په هلمند کې د ۱۲۱،۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د برېښنا د انکشافي پروژې کار پیل شو

د هلمند ولایت په سنگین ولسوالۍ کې د ساروان قلعه په سیمه کې د ۱۲۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د برېښنا د یوې انکشافي پروژې کار پیل شوی دی.

د هلمند ولایت په سنگین ولسوالۍ کې د ساروان قلعه په سیمه کې د ۱۲۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د برېښنا د یوې انکشافي پروژې کار پیل شوی دی.
طالب چارواکو ویلي، دا پروژه د سیمې د برېښنايي شبکې د پراختیا په موخه پلې کېږي، چې پکې د ۴۳ټرانسفارمرونو، ۱۶۷۴ کانکریټي پایو او د برېښنا شبکې نور اړین تجهیزات نصب شامل دي.
د چارواکو په وینا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې زرګونو اوسېدونکو ته د برېښنا اسانتیاوې برابرې شي او د برېښنا رسولو ستونزې به تر ډېره هوارې شي.
مسولین زیاتوي چې دا ډول انکشافي پروژې د عامه خدمتونو د ښه والي او د زیربناوو د پیاوړتیا لپاره مهم رول لري او هڅې روانې دي چې په نورو سیمو کې هم ورته پروژې پلي شي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ ۴۸۸ کډوالې کورنۍ چې ټول ۲۶۲۲ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته جبري ستنې شوې دي.
د دغه کمېسیون د راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلامکلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي.
راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۴۶۰ کورنۍد تورخم له لارې، ۲۲کورنۍ د سپین بولدک له لارې،۳ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې، او ۳کورنۍ د اسلامکلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.
د کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، راستنو شویو کورنیود سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.
د کډوالو د ملاتړ نړیوال بنسټ Displaced International ویلي، په نړۍ کې له ۱۲۰ میلیونو څخه ډېر خلک په جبري ډول بېځایه شوي او باید له دوی سره د «ګواښ» پر ځای د انساني کرامت، شمولیت او فرصتونو په رڼا کې چلند وشي.
دغه بنسټ په خپل ایکس لیکلي: «هره ټولنه خپل بهرني خلک ستونزه ګڼي، خو اصل ستونزه بهرني خلک نه دي، بلکې د بهرنیانو د جوړولو تمایل ستونزه ده.»
په بیان کې راغلي چې په داسې وخت کې چې نړۍ له بېساري کډوالۍ او بېځایه کېدو سره مخ ده، کډوال باید د بحران، بار یا خطر په توګه ونه کتل شي، بلکې هغوی د هغو انسانانو په توګه وپېژندل شي چې عزت، مقاومت، استعداد او د امنیت او فرصتونو لپاره ګډې هیلې لري.
دغه بنسټ له حکومتونو، خیریه بنسټونو، خصوصي سکټور او ټولنو غوښتي چې د شمولیت پر وړاندې خنډونه لرې کړي او د کډوالو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه واخلي.
د وروستیو بشري راپورونو له مخې، په سیمهییزه کچه د افغان کډوالو وضعیت هم تر فشار لاندې دی، په ځانګړي ډول په ایران او پاکستان کې چې په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د ایستلو او جبري ستنولو لړۍ چټکه شوې ده.
د بشري حقونو سازمانونه خبرداری ورکوي چې دغه اقدامات د زرګونو کورنیو ژوند اغېزمنوي او د هغوی د خوندیتوب او راتلونکي په اړه جدي اندېښنې راپورته کوي.
دغه بنسټ له حکومتونو، خیریه بنسټونو، خصوصي سکټور او ټولنو غوښتي چې د شمولیت پر وړاندې خنډونه لرې کړي او د کډوالو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه واخلي.
ديس پلیس انټرنشنل ټینګار کړی چې د کډوالو لپاره د زدهکړو، د کار فرصتونو، خوندیتوب او د مشرتابه امکاناتو پراخول نه یوازې د هغوی ژوند بدلوي، بلکې ټولنې هم پیاوړې کوي او ګډ انساني ارزښتونه پیاوړي کوي.
د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي ادعا کړې، چې طالبانو په تېرو دوو ورځو کې د هرات ولایت ۶۰ښځې د هغه څه له امله نیولي چې دغه ډله یې «نامناسب حجاب» بولي.
کوفي په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د افغان ښځو کړاوونه دوام لري او طالبان لا هم د ښځو پر وړاندې خپلو محدودیتونو او فشارونو ته دوام ورکوي.
هغې ادعا کړې چې په تېرو دوو ورځو کې لسګونه ښځې په هرات کې نیول شوې او د طالبانو له لوري توقیف ته لېږدول شوې دي.
د پخوانۍ پارلمان غړې د طالبانو دغه اقدامات د ښځو پر وړاندې د روانو فشارونو برخه بللې او ویلي یې دي چې د ښځو پر وړاندې د دې ډلې «جګړه» لا هم روانه ده.
کوفي په خپل پیغام کې د یوې مشهور متل په یادولو سره لیکلي: «کله چې د مېږي مرګ رانږدې شي، وزرونه را وباسي.»
نوموړې د هرات له اوسېدونکو غوښتي چې د فشارونو او محدودیتونو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د هغې په وینا، د «ځپنې پر وړاندې نافرماني» غوره کړي.
د زدهکړو افغان فعال او د قلم لار ټولنې بنسټګر مطیعالله ویسا وايي، په فرانسه کې د ازادۍ جایزې ترلاسه کول به هغه او د هغه ټیم نور هم وهڅوي چې د هغو ماشومانو لپاره خپلې هلې ځلې پراخې کړي چې لا هم له زدهکړو بېبرخې دي.
ویسا په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې نوموړی د ۷۵ هېوادونو د ۹۵۱ نوماندانو له ډلې د وروستي پړاو درېیو نوماندانو ته لار موندلې وه او د زرګونو کسانو د رایو په ترلاسه کولو سره یې د ازادۍ جایزه وګټله.
هغه ویلي، چې د ده ټیم په تېرو ۱۶ کلونو کې د جګړو ځپلو سیمو د ماشومانو د زدهکړو لپاره کار کړی او په هغو لرې پرتو سیمو کې یې د نجونو لپاره لومړني ښوونځي پرانیستي، چې تر دې وړاندې پکې هېڅ ښوونځی نه و موجود.
ویسا د دې جایزې د ترلاسه کولو په مناسبت له هغو کسانو مننه کړې چې د دوی د فعالیتونو ملاتړ یې کړی، رایې یې ورکړې او د جایزې په مراسمو کې یې ګډون کړی دی.
نوموړي لیکلي: «دا جایزه د هغو زیانمنو ماشومانو پر وړاندې زموږ مسؤلیت لا زیاتوي چې لا هم د زدهکړو له حقه محروم دي.»
د زدهکړو دغه افغان فعال زیاته کړې، چې دوی به هڅه وکړي په لرې پرتو سیمو کې ښوونځي جوړ کړي او له دې جایزې سره مل مالي ملاتړ د زدهکړو د پراختیا لپاره ولګوي.
ویسا همداراز د هغو بنسټونو او سازمانونو مننه کړې چې د دوی له فعالیتونو یې ملاتړ کړی او ټینګار یې کړی چې په راتلونکې کې به د زدهکړو د ودې لپاره خپلې هڅې لا پیاوړې کړي.
هغه هیله څرګنده کړې چې یوه ورځ به داسې راورسیږي چې هېڅ ماشوم د جګړو او نورو ستونزو له امله له زدهکړو بېبرخې نه وي او په نړۍ کې به سوله ټینګه شي.
مطیعالله ویسا ویلي، چې دوی به د خپل ولس ترڅنګ ولاړ وي او د یوه پرمختللي، سوکاله او روښانه افغانستان د جوړولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د کانونو او پټرولیم وزیرې نرګس نهان ویلي، هغه افغانې ښځې او نجونې چې د طالبانو پر ضد د خپلو اساسي بشري حقونو لپاره راپاڅېدلې دي، له نیونو او سختو تاوتریخوالو سره مخ شوې دي او د دوی مبارزه باید د قضاوت پر ځای د درناوي او ملاتړ وړ وبلل شي.
نوموړې په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د طالبانو په څېر د یوې «بې رحمه ډلې» پر ضد اعتراض کول د مرګ له حکم سره برابر کېدای شي، خو بیا هم ګڼو نجونو او ښځو د خپلو اساسي حقونو د دفاع لپاره هر ډول خطرونه پر ځان منلي دي.
نهان زیاته کړې چې ډېری معترضې ښځې نیول شوې، ځینې نادرکې شوې او ګڼې نورې له سختو تاوتریخوالو سره مخ شوې دي. د هغې په وینا، پر یو شمېر ښځو جنسي تېری هم شوی او د خوشې کېدو لپاره یې کورنۍ اړ ایستل شوې چې ژمنې او تعهدونه ورکړي.
د پخواني جمهوري حکومت دې وزیرې په نړیوالو غونډو او بحثونو کې د افغان معترضو ښځو د مبارزې د قضاوت په اړه نیوکه کړې او ویلي یې دي: «دا له عدالت او انصافه لرې ده چې څوک په خوندي چاپېریال کې پر نړیوال سټېج ناست وي او بیا د هغو کسانو په اړه قضاوت وکړي چې د یوې وسلهوالې ډلې پر وړاندې مبارزه کوي.»
هغې ټینګار کړی چې د طالبانو پر وړاندې د افغان ښځو او نجونو مبارزه د درک، همدردۍ او ملاتړ مستحقه ده او باید د پرتله کولو او قضاوت پر ځای ورسره عملي ملاتړ وشي.