ډونالډ ټرمپ: د ایران په اړه وروستۍ پرېکړه زه کوم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ایران په اړه هر هغه هوکړه چې متحده ایالات یې وکړي، د اسراییل لومړی وزیر به یې منلو ته اړ وي، ځکه وروستۍ پرېکړه د ده په وینا د امریکا له لوري کېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ایران په اړه هر هغه هوکړه چې متحده ایالات یې وکړي، د اسراییل لومړی وزیر به یې منلو ته اړ وي، ځکه وروستۍ پرېکړه د ده په وینا د امریکا له لوري کېږي.
ټرمپ له فایننشل ټایمز سره په هغې مرکې کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوې،ویلي چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو «له منلو پرته بله لاره نه لري» که واشنګټن له ایران سره کومه هوکړه وکړي.
هغه زیاته کړه: «هغه (نتنیاهو) به هېڅ بله چاره ونه لري.»
د ټرمپ دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د اړیکو او احتمالي مذاکراتو په اړه بحثونه دوام لري او د سیمې وضعیت د نړیوالو پام ځان ته اړولی دی.
تر اوسه د اسراییل حکومت د ټرمپ د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د افغانستان سفارت په هرات ولایت کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د وروستیو نیونو په اړه د نړیوالې ټولنې پر چوپتیا نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د هېوادونو او نړیوالو بنسټونو دوهګونی چلند د بشري حقونو د ملاتړ د ادعاوو باور تر پوښتنې لاندې راولي.
دغه سفارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې یو شمېر هېوادونه د ښځو د حقونو، بشري ارزښتونو او د قانون پر بنسټ د نړیوال نظم د ملاتړ شعارونه ورکوي، خو په عمل کې یې د طالبانو پر وړاندې یا چوپتیا غوره کړې او یا یې خپلې اړیکې ورسره دوامدارې ساتلې دي.
د افغانستان سفارت او استازولۍ په روم کې له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، د اسلامي همکاریو سازمان، د بشري حقونو بنسټونو او مدني ټولنې غوښتي چې په هرات او د افغانستان په نورو ولایتونو کې د بشري حقونو د ښکاره سرغړونو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.
په اعلامیه کې راغلي چې نړیوال بنسټونه باید د حقوقي او ډیپلوماټیکو لارو چارو له لارې طالبان د خپلو کړنو په اړه ځواب ویلو ته اړ کړي.
سفارت ویلي چې د قانون او بشري حقونو پر بنسټ د نړیوال نظم عادي او ډیپلوماټیک ښودل، په داسې حال کې چې د طالبانو کړنې له چوپتیا سره مخ کوي، د افغانستان د خلکو د عدالت غوښتونکو هیلو سره خیانت ګڼل کېږي.
په روم کې د افغانستان سفارت همداراز ټینګار کړی چې طالبانو او د هغوی اړوندو دولتي او غیردولتي ملاتړو د جمهوري نظام پر مهال هم په نړیوالو ارزښتونو، ډیموکراسۍ، حقونو او عدالت باور نه درلود.
په اعلامیه کې ویل شوي چې په هرات کې د ښځو او نجونو وروستۍ خپلسرې او له تاوتریخوالي ډکې نیونې، چې د جامو او پوښاک په پلمه ترسره کېږي، د بشري حقونو او د افغانستان د دیني، اخلاقي او فرهنګي ارزښتونو ښکاره نقض دی.
سفارت د هرات له خلکو، نیول شویو ښځو او نجونو او د هغوی له کورنیو سره خپله خواخوږي او پیوستون څرګند کړی او دغه نیونې یې «خپلسرې او د اخلاقو خلاف» بللې دي.
اعلامیه زیاتوي چې دا ډول چلند د افغانستان د پوهې او فرهنګ پالې ټولنې، په ځانګړي ډول د لرغوني هرات ولایت، د کرامت سپکاوی دی او د وېرې او ترهې فضا رامنځته کوي.
د سفارت په وینا، د داسې کړنو دوام نه یوازې د هېواد رواني، امنیتي او بشري وضعیت زیانمنوي، بلکې د ټولنیز، اخلاقي او روزنیز زوال زمینه هم برابروي.
د افغانستان سفارت په روم کې په پای کې ویلي چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي او «سپکوونکو» چلندونو پراخېدل د ښځو پر وړاندې د دې ډلې د سیستماتیکې کرکې او تبعیضي تګلارې څرګندونه کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، تر څو چې له ایران سره یوې هوکړې ته ونه رسیږي، تر هغه به د ایران کنګل شوې شتمنۍ ازادې نه کړي او نه به هم پر تهران لګېدلي بندیزونه لرې کړي.
ډونالډ ټرمپ د اېنبيسي نیوز په یوه خپرونه کې وویل چې د ایران د شتمنیو د ازادولو او د بندیزونو لرې کولو په اړه به له تهران سره تر هوکړې رسېدو وروسته غور وکړي.
ټرمپ وویل:«دا به له هوکړې وروسته وي. که هغوی مناسب چلند وکړي او ښه همکاري وکړي، نو بیا به خبرې پیل کړو».
ټرمپ په خپلو خبرو کې ویلي، چې دی له تهران سره په لنډمهاله هوکړه کې د لبنان د شاملولو په تړاو کومه غوښتنه نه لري او دا موضوع د دې معاملې شرط نه دی.
د اسراییل په مرکزي سیمه کوخاف یائیر کې پر بېلابېلو ځایونو د یوه وسله وال په ډزو کې یو کس وژل شوی او لږ تر لږه پنځه نور ټپیان دي. د پولیسو ویاند ویلي چې شکمن بریدګر، چې د نږدې ښار طیبې یو عرب-اسرایلی اوسېدونکی بلل شوی، د پېښې پر مهال وژل شوی او له هغه سره وسله هم موندل شوې ده.
پولیسو ویلي چې د برید لپاره کارول شوی موټر یې هم موندلی او امنیتي ځواکونه لا هم په سیمه کې په پلټنه بوخت دي.
د پېښې ځای قلقیلیه فلسطیني ښار ته نږدې دی.
فلسطینۍ وسلهوالې ډلې حماس د برید ستاینه کړې، خو د مسوولیت اخیستو اعلان یې نه دی کړی.
د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د امنیتي ځواکونو له خوا د یوه ځايي سوداګر له وژل کېدو وروسته حالات ترینګلي شوي دي. په سیمه کې د موبایل او انټرنیټ خدمات ځنډول شوي او له ګرځندویانو غوښتل شوي چې سیمه پرېږدي.
بل خوا د ولسي ګډې عملیاتي کمیټې پر ضد عملیات پیل شوي او لږ تر لږه ۷۲ غړي یې نیول شوي دي.
د کشمیر د پولیسو د ویاند له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: «د عامه نظم د ساتلو او د وګړو د سر او مال د خوندیتوب مسوولیت په ترسره کولو سره، پولیسو په تېرو ۱۸ ساعتونو کې د منع شوې جوائنټ عوامي ایکشن کمیټې شاوخوا ۷۲ غړي نیولي دي.»
د پولیسو د ویاند په وینا، پولیس او نورې اړوندې ادارې معلومات، ډیجیټلي شواهد او اړیکې څېړي چې ښيي ځینې عناصر د ولسي ستونزو څخه په ګټې اخیستنې د امن او نظم د خرابولو او د ټاکنو د بهیر د ګډوډولو هڅه کوي.»
د سیمه ییزو رسنیو په وینا، د کاربندیز له امله د بازارونو د تړل کېدو د وېرې له وجې په بازارونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه ده او په ډېرو سیمو کې د پټرولو کمښت هم دی او په کومو ځایونو کې چې پټرول شته، هلته د موټرو اوږدې لیکې ولاړې دي.
بلخوا د غبرګولي پر ۱۹مه په کشمیر کې د منع شوې ډلې د احتجاج د غوښتنې له امله له اسلام اباد څخه اضافي امنیتي ځواکونه غوښتل شوي چې وروسته د امنیتي ځواکونو ډلې په بېلابېلو ځایونو کې ګومارل شوې دي.
د یادولو ده چې په جمو او کشمیر کې د عامو ټاکنو نېټه د زمري د ۵مې لپاره اعلان شوې ده، په داسې حال کې چې د نوماندۍ پاڼې به د غبرګولي له ۱۹مې څخه وېشل کېږي او په همدې ورځ د منع شوې ډلې له خوا د بشپړ کاربندیز اعلان هم شوی دی.
دا خبره هم د یادولو وړ ده چې د تېر کال د وږي او تلې په میاشتو کې د ګډې عملیاتي کمیټې له خوا له یوې اونۍ څخه د ډېرو ورځو لپاره یو بریالی کاربندیز او د څو ورځو لپاره لاریونونه شوي وو. په دغو لاریونونو کې مرګ ژوبله هم شوې وه، خو وروسته حکومت د لاریون کوونکو ډېری غوښتنې منلې وې.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ویلي، روسیې یو ځل بیا د چرنوبیل اټومي برېښناکوټ په ځانګړې ساحه کې برید کړی او د مصرف شوي سونګ د مرکزي زېرمتون یوه ودانۍ یې هدف ګرځولې ده.
زیلنسکي په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې پر یادې ودانۍ د “شاهد” بېپیلوټه الوتکې لګېدنې له امله اورلګېدنه رامنځته شوې، خو اوکرایني ژغورونکو یې اور مړ کړی دی.
نوموړي ویلي دا یو «ډېر حساس زیربنايي مرکز» دی او د ده په وینا دا برید د روسیې له لوري «ډېر سپک او قصدي اقدام» دی. هغه زیاته کړې چې د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت، د انرژۍ وزارت او نورې ادارې هڅه کوي نړیوالو شریکانو ته د دې پېښې په اړه بشپړ معلومات ورسوي.
د اوکراین ولسمشر ویلي چې تر اوسه د وړانګو کچه له عادي حالت څخه لوړه نه ده، خو د هغه په وینا د روسیې «بېباکي» ورځ تر بلې زیاتېږي.
زیلنسکي همداراز ویلي چې یوازې تېره شپه د اوکراین په ۱۳ سیمو کې پر ملکي اهدافو بریدونه شوي او په تېره یوه اونۍ کې روسیې ۸۸ توغندي، له ۳۵۰۰څخه ډېر بریدګر بېپیلوټه الوتکې او شاوخوا ۱۸۰۰ هدایت شوي هوايي بمونه کارولي دي.
نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر روسیې فشار زیات کړي او ټینګار یې کړی چې «نړۍ باید داسې ګامونه واخلي چې روسیه د دې جګړې بیه په خپله احساس کړي.»