• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګرو ملتونو په هرات کې د ښځو پر نیول کېدو اندېښنه وښوده

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۲۵ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) په هرات کې د حجاب نه رعایتولو په تور د ګڼو ښځو پر نیولو او توقیف کولو اندېښنه ښودلې ده. یوناما ویلي چې د طالبانو دا اقدام د بشري حقونو په برخه کې جدي اندېښنې راپیدا کوي.

یوناما په هرات کې د طالبانو له‌خوا د ښځو نیولو او توقیف ته په غبرګون کې پر طالبانو غږ کړی چې د ښځو پر وړاندې له داسې اقداماتو ډډه وکړي.

یوناما په ټینګار سره ویلي چې ټول نارینه او ښځې د قانون پر وړاندې د مساوي حقونو او برابرۍ مستحق دي او باید د هغوی بنسټیزې ازادۍ تر پښو لاندې نه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له تیرې ورځې راهیسې په هرات کې د حجاب په پلمه د ښځو نیول پیل کړي او عیني شاهدان وايي، چې یادې ډلې په هرات ښار او انجیل ولسوالۍ کې یو شمېر ښځې نیولې او له ځان سره وړې دي.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

۴

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو لېږدونکې چورلکې د راکټي برید موخه ګرځېدلي

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جلاوطنۍ؛ د پاچا محمد ظاهر شاه د ژوند کیسه

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د هرات په جبرئیل سیمه کې ۸ ښځې نیولې دي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۱۱ GMT+۱
100%

له هرات څخه ګڼو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د یکشنبې په ورځ هم په دغه ښار کې د ښځو د نیولو لړۍ روانه وه او طالبانو په جبرئیل سیمه کې اته ښځې ونیولې. ملګرو ملتونو د طالبانو پر دغه اقدام اندېښنه ښودلې ده.

عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو یو شمېر ځواکونو چې پنځه ښځې هم پکې وې، د جبرئیل د ګڼې ګوڼې له بازاره اته ځوانې ښځې ونیولې او له ځان سره یې نامعلوم ځای ته یووړې.

شاهدان وایي چې د دوی په نظر دغو ښځو بشپړ حجاب درلود.

طالبانو د شنبې په ورځ په هرات ښار کې د پیغلو نجونو او ښځو د نیولو پراخه لړۍ پیل کړه.

د هرات اوسېدونکو وویل چې په لومړۍ ورځ په لسګونو ځوانې ښځې د مخ د نه پټولو په دلیل ونیول شوې.

د دغو عملیاتو په لومړۍ ورځ، ښځې د هرات ښار له سوداګریزو مرکزونو، بازارونو او ګڼې ګوڼې لرونکو سړکونو څخه ونیول شوې.

د بدخشان د نسي اوسېدونکو د سرو زرو کانونو د بندېدو خلاف لاریون کړی

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۰۷ GMT+۱
100%

د بدخشان د نسي ولسوالۍ لسګونو اوسېدونکو د درواز سیمو د سرو زرو کانونو د فعالیتونو د بندېدو پر ضد سوله ییز لاریون کړی. لاریون وال وایي، چې طالبانو د کانونو د چارو په درولو سره د خلکو د عاید او روزګار سرچینې تړلې دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو ناراضي قوماندان جمعه‌خان فاتح ددغه لاریون په هڅولو کې ښکیل دی.

افغانستان انټرنشنل ته په رسیدلې ویډیو کې لیدل کېږي چې د یوې دیني مدرسې مسوول وایي، د خلکو پراخ ولسي پاڅون ناوړه پایلې لرلی شي. هغه د طالبانو له مشرانو وغوښتل چې د شخصي سلیقو پر بنسټ د خلکو له حقونو سره لوبې ونه کړي.

لاریون کونکو ویلي چې طالبانو د هغوی د کار او روزګار فرصتونه ترې اخیستي دي.

تېره میاشت په بدخشان او تخار ولایتونو کې د طالبانو والیانو د سرو زرو د استخراج د ټولو سیمه‌ییزو شرکتونو فعالیتونه ودرول.

د سرچینو په وینا، اوس یوازې هغو شرکتونو ته د فعالیت اجازه ورکول کېږي چې له طالبانو سره تړاو لري.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، په بدخشان کې د طالبانو والي هم د درواز ولسوالیو د سرو زرو د شرکتونو د فعالیتونو د بندولو امر کړی دی.

د سیمې اوسېدونکي وایي چې اوس په ټول بدخشان کې د سیمه‌ییزو شرکتونو فعالیتونه درول شوي دي.

طالبانو په بدخشان کې دا تګلاره وروسته له هغې خپله کړه چې څه موده وړاندې د شکي ولسوالۍ د قطقطي د سرو زرو کان د کارګرانو او د زابل د والي د مرستیال جمعه‌خان فاتح د کسانو ترمنځ خونړۍ نښته وشوه.

دغه نښته د غويي میاشتې په ۱۹مه، د شنبې په ورځ وشوه چې دوه کسان پکې ووژل شول او ۱۵ کارګران ټپیان شول.

د سرو زرو د کان د کارګرانو او د طالبانو د کسانو ترمنځ شخړه د کان د ځمکو د وېش پر سر شوې وه.

په تېر یوه کال کې په تخار او بدخشان کې د سرو زرو د کانونو پر سر لانجې زیاتې شوې دي او څو ځله یې د ځایي اوسېدونکو، د استخراج کوونکو شرکتونو او طالبانو ترمنځ خونړۍ نښتې رامنځته کړې دي.

د سرو زرو دودیز او لاسي استخراج له کلونو راهیسې په تخار او بدخشان کې د زرګونو کورنیو د عاید اصلي سرچینه بلل کېږي او د پخواني حکومت پر مهال د دوی د فعالیتونو مخه نه نیول کېده.

ذبیح‌الله مجاهد: په افغانستان کې هیڅ وسله واله ډله نشته

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۴۲ GMT+۱
100%

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د تاجکستان او پاکستان د کورنیو چارو وزیرانو د هغو څرګندونو په غبرګون چې په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو شته والی د منځنۍ اسیا امنیت ګواښي، ویلي چې په افغانستان کې هېڅ وسله‌واله ډله نشته.

ذبیح‌الله مجاهد د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو سره په خبرو کې په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو شتون رد کړی او وايي، هېڅ بهرنی وسله‌واله ډله نشته.

نوموړي ویلي، چې پر ټول هېواد حاکم دي او هېڅ بهرنی کس د یادې ډلې له اصولو څخه سرغړونه نه شي کولی.

ذبیح‌الله مجاهد زیاته کړې:«په افغانستان کې د بهرنۍ ډلې ساتل یو پروپاګند او تبلیغ دی. زه دا ردوم».

نوموړي دا څرکندونې پر داسې مهال کړې، چې څو ورځې وړاندې د د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر رمضان رحیم‌زاده په بشکک کې د شانګهای همکارۍ سازمان په څنډه کې په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د شتون او نشه‌يي توکو د تولید ډېرېدو په اړه اندیښنه ښودلې وه.

یادو پاکستاني او تاجکستاني چارواکو خبرداری ورکړی، چې د طالبانو ترواک لاندې افغانستان کې شاوخوا ۲۵ ترهګرې ډلې فعالیت کوي چې له امله یې د سیمې امنیت او ثبات له ګواښ سره مخ کړی دی.

د ملک سلمان بنسټ په ارزګان او نیمروز کې پر اړو کورنیو خوراکي کڅوړې ووېشلې

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۳۳ GMT+۱
100%

په کابل کې د سعودي عربستان سفارت اعلان وکړ، چې د ملک سلمان خیریه بنسټ په نیمروز او ارزګان ولایتونو کې پر اړو کورنیو خوراکي کڅوړې وېشلې دي. دا مرستې د سعودي عربستان د پاچا د مرستندویه بنسټ د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو د خوراکي خوندیتوب او بېړني حالت د پروګرام په چوکاټ کې وېشل شوې دي.

په کابل کې د سعودي عربستان سفارت د یکشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۷مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ملک سلمان بنسټ د توحید بنسټ په همکارۍ په تېرو دوو ورځو کې په دغو دوو ولایتونو کې پر اړو کسانو نږدې زر خوراکي کڅوړې وېشلې دي.

دې خیریه بنسټ تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طبیعي پېښو زیانمنو شویو کورنیو او همدارنګه له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شویو کډوالو ته بشري مرستې رسولې وې.

د ملک سلمان د بشري مرستو او ژغورنې یو رسمي بنسټ دی چې په سعودي عربستان پورې تړلی دی او په ۲۰۱۵ کال کې تاسیس شوی دی.

دغه بنسټ له خپل تاسیس راهیسې تر اوسه پورې تر سلو زیاتو هېوادونو ته بشري مرستې لېږلې دي.

برېښنا شرکت: د کاسا-۱۰۰۰ په بشپړیدو سره به ددې پروژې کلنی عاید ۶۰ میلیونه ډالره وي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۰۲ GMT+۱
100%

د طالبانو د برېښنا شرکت وايي، د کاسا-۱۰۰۰ ستراتېژيکه پروژه د افغانستان په دننه کې په درېیو فازونو کې روانه ده. د دوی په وینا، دا پروژه د مرکزي اسیا برېښنا جنوبي اسیا ته لېږدوي او په بشپړېدو سره به یې کلنی عاید شاوخوا ۶۰ میلیونه ډالره وي.

د طالبانو د برښنا شرکت د معلوماتو له مخې، دغه پروژه د ۱۳۰۰ مېګاواټه برېښنا د لېږد ظرفیت لري چې د سیمې له بنسټیزو برېښنايي پروژو څخه بلل کیږي.

لومړی فاز ۱۹۷ کیلومتره اوږدوالی لري، چې له شیرخان بندر څخه تر ده صلاح ولسوالۍ پورې غځېدلی او ۵۶۴ د برېښنا د لېږد ستنې پکې شاملې دي.

د پروژې دویم فاز ۱۹۶.۴ کیلومتره اوږدوالی لري او د بغلان، پنجشېر او کاپیسا ولایتونو له لارې تېرېږي. په دغه فاز کې ۵۸۷ د برېښنا د لېږد ستنې شاملې دي.

د کاسا-۱۰۰۰ درېیم فاز ۱۸۸.۴ کیلومتره اوږدوالی لري او د کاپیسا، کابل، لغمان او ننګرهار ولایتونو له لارې تر تورخم او ډیورنډ کرښې پورې غځېدلی دی. په دې فاز کې ۵۶۲ د برېښنا د لېږد ستنې شاملې دي.