د اوکراین ولسمشر د بریتانیا، جرمني او فرانسې له مشرانو سره ګوري

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي چې د یکشنبې په ورځ بریتانیا ته رسېدلی، څو د بریتانیا له لومړي وزیر کېر سټارمر سره دوهاړخیزې خبرې وکړي. زېلېنسکي زیاته کړې چې دد اروپا۳+اوکراین په چوکاټ کې به له امانویل مکرون، فریدریښ مرڅ او سټارمر سره هم ګډې خبرې ولري.
هغه پر اېکس لیکلي چې د دغو خبرو اصلي تمرکز به د روسیې پر ضد جګړه کې د اوکراین دفاعي اړتیاوې، د هوايي دفاع په برخه کې د اروپا د امنیت لپاره پراخه همکاري او د جګړې د ډیپلوماټیک حل په اړه ګډ لیدلوری وي.
