• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روم کې د افغانستان سفارت: په هرات کې د ښځو د نیولو پر وړاندې د نړۍ چوپتیا د اندېښنې وړ ده

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۳۷ GMT+۱

د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د افغانستان سفارت په هرات ولایت کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د وروستیو نیونو په اړه د نړیوالې ټولنې پر چوپتیا نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د هېوادونو او نړیوالو بنسټونو دوه‌ګونی چلند د بشري حقونو د ملاتړ د ادعاوو باور تر پوښتنې لاندې راولي.

دغه سفارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې یو شمېر هېوادونه د ښځو د حقونو، بشري ارزښتونو او د قانون پر بنسټ د نړیوال نظم د ملاتړ شعارونه ورکوي، خو په عمل کې یې د طالبانو پر وړاندې یا چوپتیا غوره کړې او یا یې خپلې اړیکې ورسره دوامدارې ساتلې دي.

د افغانستان سفارت او استازولۍ په روم کې له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، د اسلامي همکاریو سازمان، د بشري حقونو بنسټونو او مدني ټولنې غوښتي چې په هرات او د افغانستان په نورو ولایتونو کې د بشري حقونو د ښکاره سرغړونو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.

په اعلامیه کې راغلي چې نړیوال بنسټونه باید د حقوقي او ډیپلوماټیکو لارو چارو له لارې طالبان د خپلو کړنو په اړه ځواب ویلو ته اړ کړي.

سفارت ویلي چې د قانون او بشري حقونو پر بنسټ د نړیوال نظم عادي او ډیپلوماټیک ښودل، په داسې حال کې چې د طالبانو کړنې له چوپتیا سره مخ کوي، د افغانستان د خلکو د عدالت غوښتونکو هیلو سره خیانت ګڼل کېږي.

په روم کې د افغانستان سفارت همداراز ټینګار کړی چې طالبانو او د هغوی اړوندو دولتي او غیردولتي ملاتړو د جمهوري نظام پر مهال هم په نړیوالو ارزښتونو، ډیموکراسۍ، حقونو او عدالت باور نه درلود.

په اعلامیه کې ویل شوي چې په هرات کې د ښځو او نجونو وروستۍ خپلسرې او له تاوتریخوالي ډکې نیونې، چې د جامو او پوښاک په پلمه ترسره کېږي، د بشري حقونو او د افغانستان د دیني، اخلاقي او فرهنګي ارزښتونو ښکاره نقض دی.

سفارت د هرات له خلکو، نیول شویو ښځو او نجونو او د هغوی له کورنیو سره خپله خواخوږي او پیوستون څرګند کړی او دغه نیونې یې «خپلسرې او د اخلاقو خلاف» بللې دي.

اعلامیه زیاتوي چې دا ډول چلند د افغانستان د پوهې او فرهنګ پالې ټولنې، په ځانګړي ډول د لرغوني هرات ولایت، د کرامت سپکاوی دی او د وېرې او ترهې فضا رامنځته کوي.

د سفارت په وینا، د داسې کړنو دوام نه یوازې د هېواد رواني، امنیتي او بشري وضعیت زیانمنوي، بلکې د ټولنیز، اخلاقي او روزنیز زوال زمینه هم برابروي.

د افغانستان سفارت په روم کې په پای کې ویلي چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي او «سپکوونکو» چلندونو پراخېدل د ښځو پر وړاندې د دې ډلې د سیستماتیکې کرکې او تبعیضي تګلارې څرګندونه کوي.

ډېر لیدل شوي

د زمري ۱۵مه؛ د افغانستان د سقوط د پیل پنځه کاله او دوامدارې ننګونې
۱

د زمري ۱۵مه؛ د افغانستان د سقوط د پیل پنځه کاله او دوامدارې ننګونې

۲

طالبان: په افغانستان کې د «ال‌نینو» پدیدې نښې نښانې څرګندې شوې دي

۳

چینایي رسنۍ: طالبان له سترو قدرتونو سره اړیکې د سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره کاروي

۴
ځانګړی

طالبانو کروندګرو ته تر ځانګړو شرایطو لاندې د کوکنارو د کر پټه اجازه ورکړې ده

۵

د جرمني د پارلمان غړې: اندېښنه لرم چې د افغان کډوالو ایستل به نور هم زیات شي