یونیسف: ښځینه واکسیناتورانې د افغان ماشومانو د روغتیا مهمه او اساسي ستنه ده

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي تاجالدین اویوواله ویلي، په افغانستان کې روغتیايي کارکوونکي، په ځانګړې توګه ښځینه واکسیناتورانې، ماشومانو ته د واکسین رسولو او د هغوی د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم رول لري.
