• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تربت کې د ودانیز شرکت د قراردادي پر موټر بمي برید؛ ۳ کسان وژل شوي او یو ټپي دی

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۵۲ GMT+۱

د بلوچستان ایالت د کیچ ولسوالۍ په تربت ښار کې د شنبې په ورځ د یوه ودانیز شرکت د قراردادي پر موټر بمي برید شوی، چې له امله یې درې کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

ځايي چارواکو له افغانستان انټرنیشنل پښتو سره په خبرو کې د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې یاد قراردادي د پنجاب ایالت اوسېدونکی و.

د چارواکو په وینا، ټپي شوی کس روغتون ته لېږدول شوی او د درملنې لاندې دی.

کیچ ولسوالۍ د بلوچستان له هغو سیمو څخه ده چې له اوږدې مودې راهیسې له امنیتي ستونزو سره مخ ده. چارواکو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

د یادونې وړ ده چې د یادې پيښې مسولیت تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

ترویج لرونکی

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی
۱

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

۲

سوداګر او صرافان: د طالبانو د ننګرهار د استخباراتو اوپراتیفي مرستیال له سوداګرو باج اخلي

۳

هيله نجيب سعد محسني ته: ستاسو په څېر افغان نارينه د ښځو د نه پرمختګ لاملونه دي

۴

هرات کې د امر بالمعروف او ځایي اوسېدونکو ترمنځ د یوې ښځې د نیولو پر سره نښته رامنځته شوې

۵

په بلوچستان کې یو خبریال د ناپېژندو وسله‌والو له لوري په ډزو وژل شوی دی

•
•
•

نور کیسې

په بلوچستان کې بېلابېلې خونړۍ پېښې؛ ۹ کسان وژل شوي او۱۰ ټپیان دي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۵۲ GMT+۱
په بلوچستان کې بېلابېلې خونړۍ پېښې؛ ۹ کسان وژل شوي او۱۰  ټپیان دي
100%

د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د شنبې په ورځ په جلا جلا خونړیو پېښو کې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي. په دغو پېښو کې د ډزو، وسله‌والو نښتو، د تېزابو برید او هدفي وژنو په ګډون بېلابېلې پېښې شاملې دي، چې د ایالت په بېلابېلو ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، د ګوادر ولسوالۍ په پسني سیمه کې د مکران ساحلي لویې لارې ته نږدې په چاربندان کراس کې د دوو کسانو مړي موندل شوي دي.

همداراز د کیچ ولسوالۍ د دشت په خدان سیمه کې د یو بل کس مړی موندل شوی، چې د چارواکو په وینا د عطاالله په نوم پېژندل شوی دی. د هغه مړی د قانوني چارو لپاره سیمه‌ییز روغتون ته لېږدول شوی دی.

په ډېره بګټي ولسوالۍ کې بیا د قبایلي شخړې پر مهال د وسله‌والو نښتې له امله دوه کسان وژل شوي دي.

بل لوري ته په کوټه کې د یو دولتي روغتون پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید شوی، چې له امله یې هغه او یو بل ځوان ټپیان شوي دي. پولیس وایي، د پېښې عامل وروسته د پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی.

په همدې حال کې د عبدالله خان کلا ولسوالۍ د ګلستان په سیمه کې د واده په مراسمو کې د ډزو له امله دوه ځوانان وژل شوي دي.

همداراز د موساخېل ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله‌والو پر یوه سیمه‌ییز خبریال لالا اسرافیل ډزې کړي چې له امله یې هغه وژل شوی دی.

پولیس وایي چې د نصیراباد ولسوالۍ په ډیره مراد جمالی او فلیجي سیمو کې د بېلابېلو پېښو او ډزو له امله د یوې ښځې په ګډون ۸ کسان ټپیان شوي دي.

چارواکي زیاتوي چې د ټولو پېښو په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

د پاکستان په پلازمینه اسلام‌ اباد کې د جنسي تېري او تښتونو ۴۳۲ قضیې ثبت شوي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۲۲ GMT+۱
د پاکستان په پلازمینه اسلام‌ اباد کې د جنسي تېري او تښتونو ۴۳۲ قضیې ثبت شوي
100%

د پاکستان د پلازمېنې اسلام‌اباد پولیسو د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د جنسي تېري او تښتونې ټول ۴۳۲ قضیې ثبت کړې دي. د پولیسو په وینا په ددغه پېښو زیات شمېر یې به ښاري سیمو کې رامنځته شوي.

د پولیسو د سرچینو په وینا، په دې کې ۵۵ د جنسي تېري او ۳۷۷ د تښتونې قضیې شاملې دي.

د جنسي تېري د ۵۵ قضیو له ډلې ۱۵د اسلام اباد په سوان زون، ۱۳ په صدر، ۱۲ په کلیوالي، ۹ په صنعتي او ۶ په ښاري زون کې ثبت شوې دي.

د تښتونې د ۳۷۷ قضیو له مخې ۹۹ په صدر، ۸۹ په سوان، ۷۶ په کلیوالي، ۴۴ په ښاري او ۲۹ په صنعتي زون کې ثبت شوې دي.

پولیس وايي، په ځینو پېښو کې جدي جرمونه هم شامل دي. د فبرورۍ پر ۲۸مه په پنډوریان کې درې کسانو پر یوه هلک جنسي تېری کړی او د پېښې ویډیو یې ثبت کړې ده.

همداراز د پاکستان قانون د ۳۷۵-الف مادې له مخې ۳ قضیې ثبت شوې دي چې پکې ۳ نجونې او ۱ هلک قربانیان دي.

د ۳۷۶ مادې لاندې ۲۴ قضیې ثبت شوې دي چې پکې ۱۵ نجونې، ۳ښځې او ۱ هلک شامل دي، او د ۳۷۶-ج مادې له مخې ۱۰ نورې قضیې ثبت شوې دي چې پکې ۸ نجونې او ۲ هلکان قربانیان دي.

په یوه بله پېښه کې د مې پر ۴مه یو سړی د اسلام‌اباد له ایف-۶سیمې تښتول شوی او وروسته یې مړی د خېبر پښتونخوا په مردان کې موندل شوی دی.

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۱۴ GMT+۱
په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی
100%

د بلوچستان د کوټې ښار په یوه دولتي روغتون کې پر یوې ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید شوی، چې له امله یې د هغې د بدن او مخ شاوخوا ۳۵ سلنه برخه سوځېدلې ده.

د ځوانو ډاکټرانو ټولنې د معلوماتو له مخې، دا پېښه د روغتون دننه د دندې پر مهال رامنځته شوې، چې له امله یې ډاکټره ماه نور ناصر سخت ټپي شوې او د درملنې لاندې ده.

یادې ټولنې مخکې ویلي وو چې برید د جمعې په ورځ د غرمې له ۱۲:۰۰څخه تر ۱۲:۳۰ بجو پورې شوی، او بریدګر د روغتون یو کارکوونکی و چې د برقي زینې مسؤلیت یې درلود.

د راپورونو له مخې، بریدګر د ډاکټرې د خونې دروازه وټکوله او کله چې نوموړې دروازه پرانیسته، پر هغې یې تېزاب وشیندل.

له پېښې وروسته د روغتون ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو احتجاجونه پیل کړي او د عادي روغتیايي خدماتو د بندېدو اعلان یې کړی دی. دوی د روغتیا د سکرتر، د ملکي روغتون د مشر او د امنیتي مسول له دندې د لرې کولو غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې، پولیسو ویلي چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته یې د تورن د نیولو لپاره پراخ عملیات پیل کړل. د پولیسو په وینا، تورن همایون شاه د کوټې ښار د سریاب سیمې د کچي بېګ په سیمه کې د بسونو تمځای ته نږدې وموندل شو.

چارواکي وايي، کله چې ورته د تسلیمېدو امر وشو، هغه پر پولیسو ډزې وکړې چې په ځوابي ډزو کې سخت ټپي شو او وروسته یې ساه ورکړه. پولیس زیاتوي چې د پېښې له ځایه یې یوه تومانچه، څلور مرمۍ هم ترلاسه کړي دي.

د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي ویلي، حکومت به د ټپي شوې ډاکټرې د درملنې، بیارغونې او ټولو روغتیايي لګښتونو ذمه واري پر غاړه واخلي. د چارواکو په وینا، ماه نور ناصر د لا پرمختللې درملنې لپاره د «ایېر امبولانس» له لارې له کوټې څخه کراچۍ ته لېږدول شوې ده.

بل لوري ته د پېښې انګېزه لا روښانه نه ده. د ډاکټرې د کورنۍ یوه نږدې غړي د افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د دوی له هېچا سره شخصي دښمني یا شخړه نه وه.

په همدې حال کې د ځوانو ډاکټرانو ټولنې اعلان کړی چې د یکشنبې په ورځ به له ملکي روغتون څخه د کوټې د مطبوعاتو دفتر پورې سوله‌ییز لاریون ترسره کړي او د روغتیايي کارکوونکو لپاره د لا قوي امنیت غوښتنه وکړي.

دغه پېښه یو ځل بیا په دولتي روغتونونو کې د ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو د امنیت په اړه جدي اندېښنې راپورته کړې دي.

په بلوچستان کې یو خبریال د ناپېژندو وسله‌والو له لوري په ډزو وژل شوی دی

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۳۷ GMT+۱
•
فضل عزیز
په بلوچستان کې یو خبریال د ناپېژندو وسله‌والو له لوري په ډزو وژل شوی دی
100%

د بلوچستان په موسی خېل ولسوالۍ کې ناپېژندو وسله‌والو يو ځايي خبريال اسرافيل په ډزو سره وژلی دی. ځايي خبریالانو د دغې پېښې له غندلو سربیره عاملینو ته تر نیول کېدو وروسته د سزا ورکړې غوښتنه هم کړې ده.

د بلوچستان د موسی خېل د پوليسو دفتر افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، یاد خبریال د شنبې په شپه نږدې ۱۰نیمې بجې د موسی خېل ولسوالۍ په بازار کې د ناپېژندو وسله‌والو له لوري په څو ډزو سره په نښه او وژل شوی دی.

ياد دفتر وویل: «خبريال په بازار کې خپل دوکان بند کړ او کور ته روان وو، چې وسله‌والو پرې ډزې وکړې».

په بلوچستان کې د خبريالانو ټولنې د خبریال اسرافیل د وژنې له غندنې سربېره له ايالتي چارواکو غوښتي، چې د پېښې څرنګوالی معلوم او په‌کې ښکېل کسان باید تر پېژندنې او نیونې وروسته دقانون منګلو ته وسپاري.

ځايي پولیسو ویلي، بریدګر پر یاد خبريال له ډزو وروسته له سیمې تښتېدلي، خو په وینا یې په تړاو یې پلټنې روانې دي.

د یادونې وړ ده، چې اسرافیل په یوه شخصي ټلویزیون کې له کار کولو سربېره په موسی خېل ولسوالۍ کې خپل شخصي کاروبار هم درلوده.

په پاکستان کې د بیان د ازادۍ او د خبریالانو خوندیتوب بنسټ «فریډم نېټ ورک» د شمېرو له مخې، په روان ۲۰۲۶م کال کې په دغه هېواد د اسرافیل په ګډون ۲ خبریال وژل شوي او پر ۱۴ بریدونه هم شوي دي.

سهيل اپریدی: د پنجاب حکومت له لوري پښتونخوا ته د غنمو لېږد بندول به کرکې نورې هم زياتې کړي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۱۱ GMT+۱
سهيل اپریدی: د پنجاب حکومت له لوري پښتونخوا ته د غنمو لېږد بندول به کرکې نورې هم زياتې کړي
100%

د خيبرپښتونخوا اعلی وزير سهيل اپريدي د پنجاب پر حکومت نيوکې کړي چې پښتونخوا ته یې د غنمو لېږد درولی دی. هغه د پنجاب حکومت «جعلي حکومت» بللی او زیاته کړې یې ده، چې له پښتونخوا سره «تبعيضي چلند به کرکې» لا نورې زياتې کړي.

سهیل اپریدي د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) په پېښور کې د خوړو خوندیتوب د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وينا کې وويل، په ولس کې د خوړو د خوندیتابه په اړه عامه پوهاوی او د مسوولانه چلند رامنځته کول د وخت مهمه اړتیا ده.

هغه وويل، «د خوړو د څانګې ارزښت له دې امله هم زیات دی، چې موږ په غنمو کې پر ځان بسیا نه یو، په راتلونکي بودجه کې به د خوړو د څانګې بودجه زیاته شي او نوي عصري ګودامونه به جوړ شي. تر ۲۰۳۰م کال پورې به خیبر پښتونخوا په ډېرو برخو کې پر ځان بسیا شي».

هغه په پنجاب کې د مسلم ليګ ن ګوند پر حکومت په نیوکو سره وویل: «د پنجاب جعلي حکومت پر خیبر پښتونخوا د غنمو لېږد بند کړی او له څو لیکونو سره سره یې غږ وانه‌ورېدل شو».

سهيل اپريدي همداراز وويل: «له خیبر پښتونخوا سره تبعيضي چلند کېږي چې دا به کرکې زیاتې کړي».

هغه پر مرکزي حکومت هم نيوکې وکړې، چې «د خیبر پښتونخوا ګاز یې بند کړی او منځنۍ طبقه ترې سخت زیانمنه شوې ده، د مرکز د غلطو تګلارو تاوان د خیبر پښتونخوا ولس پرې کوي».

د یادونې وړ ده، چې د خیبرپښتونخوا د غنمو د تولید له اړخه پنجاب ته اړ دی او د پنجاب سیمه‌ییزې ادارې له څه مودې راهیسې خیبرپښتونخوا ته د غنمو د لېږدېدو مخه نیولې ده.