اذربایجان ته په ناقانونه توګه د اوښتو په تور دوه افغانان نیول شوي

د اذربایجان د دولتي سرحدي خدماتو ادارې خبر ورکړی، چې له ایران نه په غیرقانوني توګه ور اوښتونکي دوه افغانان یې نیولي دي.

د اذربایجان د دولتي سرحدي خدماتو ادارې خبر ورکړی، چې له ایران نه په غیرقانوني توګه ور اوښتونکي دوه افغانان یې نیولي دي.
یادې ادارې ویلي، چې دغه افغانان ۲۷ کلن دل اغا امیني او ۲۳ کلن نظیرګل رحیمي نومیږي.
ویل شوي چې دا عملیات د اذربایجان دولتي سرحدي خدماتو د سرحدي ځواکونو د «هورادیز» سرحدي قطعې په سیمه کې شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د طالبانو لهخوا په هرات کې د بې حجابۍ په پلمه د ښځو نیولو او ځورولو ته غبرګون ښودلی او وايي، د طالبانو یاد اقدام نه له اسلامي اصولو سره او نه هم د افغانستان له کلتور سره اړخ لګوي.
نصیر احمد فایق د یکشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۷مه، ویلي، چې په هرات کې د بې حجابۍ په پلمه د ښځو نیول او ځورول د طالبانو د هغې سیستماتیکې پالیسۍ برخه ده چې موخه یې له ټولنې د ښځو حذفول، د هغوی د اساسي ازادیو سلبول او د انساني کرامت تر پښو لاندې کول دي.
نوموړي په هرات کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو وروستۍ اقدام غندلی او وايي:«د جامو او ظاهري بڼې له امله د ښځو نیول د دین او ارزښتونو دفاع نه، بلکې د خلکو د ځپلو، وېرولو او په ټولنه کې د وېرې د فضا د خپرولو وسیله ده».
په هرات کې د حجاب په پلمه د طالبانو لهخوا د ښځو نیولو ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) هم غبرګول ښودلی.
یوناما ویلي چې د طالبانو دا اقدام د بشري حقونو په برخه کې اندېښنې راپیدا کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له تیرې ورځې راهیسې په هرات کې د حجاب نه رعایتولو په پلمه پراخ کمپاین پیل کړی او په هرات ښار او انجیل ولسوالۍ کې یې یو شمېر ښځې نیولې او له ځان سره یې وړې دي.
د «رواداري» په نامه د بشري حقونو سازمان وايي، په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې له لوري د ښځو نیونه د هغوی د حقونو ښکاره نقض دی او د ښځو د ازادۍ، انساني کرامت او تګ راتګ ټول حقونه تر پښو لاندې کوي.
یاد سازمان د طالبانو دا تګلارې تبعیضي بللې او د ټولو نیول شویو ښځو د بې قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
دغه سازمان همدارنګه د ښځو پر وړاندې د هر ډول ځورونې او خپل سرو نیونو د سملاسي درولو غوښتنه کړې ده.
راپورونه وايي چې طالبانو له پرون ورځې راهیسې په هرات ښار کې نږدې اویا ښځې په دې تور نیولي چې د دوی په وینا یې اسلامي حجاب نه دی رعایت کړی.
د دې موضوع په اړه تر اوسه د طالبانو د سیمهییزو چارواکو رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په سپارښتنه، یو پلاوي د اهل تشیع د مذهبي مشر ایت الله محمد اسحاق فیاض د فاتحې په مراسمو کې چې په کابل کې ترسره شول، ګډون وکړ. په مراسمو کې د یاد وزارت ویاند هغه د طالبانو د ادارې ملاتړی وباله او د هغه خدمات یې وستایل.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دغه پلاوي کې د یاد وزارت د پالیسي معیین او د عامه اړیکو رییس او ویاند هم شامل وو، چې د هغه کورنۍ او دوستانو ته یې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړل.
د یاد وزارت ویاند د حقاني د پیغام په لوستلو سره د ایتالله اسحاق خدمات وستایل او زیاته یې کړه، چې نوموړی تل د مسلمانانو ترمنځ یووالی غوښت او همدارنګه یې تل د طالبانو د ادارې ملاتړ کاوه.
ایتالله اسحاق د غزني ولایت اصلي اوسېدونکی و او د اهلتشیع نوموتی مذهبي عالم او د دیني علومو مخکښ و چې تیره اونۍ د عراق په نجف کې ومړ او هلته خاورو ته وسپارل شو.
د نوموړي په فاتحه کې تراوسه د طالبانو کوم جګپوړی چارواکی نه دی لیدل شوی او نه هم طالبانو په رسمي ډول د هغه د مړینې په تړاو کوم پیغام ور کړی دی، خو له دې وړاندې یې د سني مذهبه دیني عالمانو پر مړینو پیغامونه خپاره کړي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک عالي شورا د هرات - مزارشریف د رېل پټلۍ پروژې پر تمویل او د هېواد په کچه د لویو پروژو د تمویل پر میکانیزمونو خبرې کړې دي. طالبانو ویلي، چې یاده پروژه به سوداګریز بانکونه تمویل کړي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک نن یکشنبه، د غبرګولي پر ۱۷مه ویلي چې د صدیق الله خالد په مشرۍ د عالي شورا په ناسته کې د مالیې وزارت او سوداګریزو بانکونو د استازو ترمنځ په ملي پروژو کې د پانګونې او تمویل د پراختیا او په ځانګړي ډول د هرات ـ مزارشریف د رېل پټلۍ د پروژې په اړه خبرې شوې دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد په وینا، د دغه میکانیزم له مخې سوداګریزو بانکونو ته زمینه برابریږي چې په مستقیم ډول د هېواد په پراختیایي او زیربنایي پروژو کې پانګونه وکړي او د اقتصادي ودې په بهیر کې خپل رول ولوبوي.
یاد طالب چارواکي په هېواد کې دننه د پانګونې پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د هرات – مزارشریف د رېل پټلۍ پروژه ۶۵۷ کیلومتره اوږدوالی لري او د نږدې ۵۵ میلیارده افغانیو په لګښت به د سوداګریزو بانکونو له لوري تمویلېږي.
د هغه په وینا، اوس د لویو او بنسټیزو پروژو د تطبیق لپاره مناسب فرصت برابر شوی او دغه پروژه د اقتصادي پراختیا او سیمهییز اتصال لپاره خورا مهمه ده.
طالبانو ویلي چې د سوداګریزو بانکونو استازو د هرات ـ مزارشریف په پروژه کې د ګډون او پانګونې لپاره خپل چمتووالی او ژمنتیا ښودلې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان بانک عالي شورا د هرات ـ مزار شریف د پروژې پر بېلابېلو تخنیکي، مالي او اجرایي اړخونو هم بحثونه کړي او د کره تخنیکي ارزونې لپاره یې ټاکل شویو کمېټو ته سپارښتنې کړې دي.
په خوست کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې د دغه ولایت د عمومي موزیم او د جهادي اثارو د ساتنې موزیم لپاره د خوست په «بیرغ تپه» سیمه کې ۱۵ جریبه ځمکه تثبیت شوې ده.
د یاد ولایت طالب مسوولان وايي، چې له دې ځمکې څخه ۱۰ جریبه د خوست د عمومي موزیم او ۵ جریبه د جهادي اثارو د ساتنې موزیم لپاره ځانګړې شوې ده.
د معلوماتو له مخې، د خوست عمومي موزیم چې اوسمهال د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ودانۍ کې فعالیت کوي، د نوې او معیاري ودانۍ له جوړېدو وروسته به د تاریخي او فرهنګي اثارو د ساتنې لپاره پراخ امکانات ولري.
همدارنګه د یاد ریاست په وینا، د طالبانو د «جهادي اثارو» د ساتنې موزیم به د خوست «د جهاد دورې» اړوند توکي په منظم او معیاري ډول خوندي او نندارې ته وړاندې کړي.
دغه ځمکه د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ، کرنې او مالدارۍ او ښاروالۍ ریاستونو د ګډ پلاوي له لوري تثبیت شوې ده، چې په ترڅ کې یې د ځمکې حدود، موقعیت او د موزیمونو د جوړېدو تخنیکي اړخونه ارزول شوي دي.
د طالبانو سیمه ییز مسوولان زیاتوي چې په راتلونکو پړاوونو کې به د ځمکې کروکي (نقشه) هم چمتو شي او وروسته به د دواړو موزیمونو د جوړولو عملي چارې پیل شي.