سویلي وزیرستان کې د ځمکې پر سر شخړه؛ څلور کسان وژل شوي

د خیبر پښتونخوا د سویلي وزیرستان ولسوالۍ په ګل کڅ سیمه کې د جمعې په ورځ د ځمکې پر سر د شخړې له امله څلور کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د خیبر پښتونخوا د سویلي وزیرستان ولسوالۍ په ګل کڅ سیمه کې د جمعې په ورځ د ځمکې پر سر د شخړې له امله څلور کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
پولیس وایي، د توي خوله تاڼې په حدودو کې د دوو ډلو ترمنځ د ځمکې پر سر نښته شوې چې په پایله کې څلور کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د پولیسو په وینا، وژل شوي کسان د سلیمان خېل قبیلې غړي دي. ټپیان لومړی د ځایي خلکو په مرسته روغتون ته لېږدول شوي او وروسته د واڼه روغتون ته انتقال شوي دي.
پولیسو د پېښې پلټنې پیل کړې دي او وایي چې د مسولو کسانو پر ضد به قانوني ګامونه پورته کړي .

د خیبر پښتونخوا د لوړو زدهکړو وزیر مینا خان افريدي ادعا کړې چې د پېښور عالي محکمې د حکم باوجود ورته د هوايي ډګر له لارې د بهر سفر اجازه نه ده ورکړل شوې او هغه د جرمني له تګ څخه راګرځول شوی.
نوموړي په ایکس پاڼه کې لیکلي چې هغه د جرمني د یوې لوړې تعلیمي ادارې «د ټوبینګن پوهنتون» په رسمي بلنه د سفر اراده لرله، چې د خیبر پښتونخوا د پوهنتونونو او زدهکړو په برخه کې د ګډو همکاریو د یو شمېر مهمو پرمختګونو د نهايي کولو لپاره پلان شوی و.
هغه ویلي، چې د یادو پرمختګونو له مخې د خیبر پښتونخوا د پوهنتونونو او محصلینو لپاره ګڼې پروژې او همکارۍ تر بحث لاندې وې، چې غوښتل یې د سفر په ترڅ کې یې وروستۍ بڼه ورکړي.
مینا خان افريدي په خپل پیغام کې د دې اقدام په اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د هغه په وینا د پېښور عالي محکمې د حکم نه عملي کېدل «اندېښمنوونکي» دي او دا کار د خیبر پښتونخوا له ځوانانو سره جفا ده.
نوموړي زیاته کړې چې د داسې محدودیتونو له امله د ایالت د زدهکړو او د نړیوالو علمي همکاریو فرصتونه زیانمنېږي.
تر اوسه پورې د پاکستان فدرالي حکومت یا اړوندو ادارو د مینا خان افريدي د دغو څرګندونو او د سفر د مخنیوي په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
د خيبرپښتونخوا اعلی وزير سهيل اپريدي د پنجاب پر حکومت نيوکې کړي چې پښتونخوا ته یې د غنمو لېږد درولی دی. هغه د پنجاب حکومت «جعلي حکومت» بللی او زیاته کړې یې ده، چې له پښتونخوا سره «تبعيضي چلند به کرکې» لا نورې زياتې کړي.
سهیل اپریدي د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) په پېښور کې د خوړو خوندیتوب د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وينا کې وويل، په ولس کې د خوړو د خوندیتابه په اړه عامه پوهاوی او د مسوولانه چلند رامنځته کول د وخت مهمه اړتیا ده.
هغه وويل، «د خوړو د څانګې ارزښت له دې امله هم زیات دی، چې موږ په غنمو کې پر ځان بسیا نه یو، په راتلونکي بودجه کې به د خوړو د څانګې بودجه زیاته شي او نوي عصري ګودامونه به جوړ شي. تر ۲۰۳۰م کال پورې به خیبر پښتونخوا په ډېرو برخو کې پر ځان بسیا شي».
هغه په پنجاب کې د مسلم ليګ ن ګوند پر حکومت په نیوکو سره وویل: «د پنجاب جعلي حکومت پر خیبر پښتونخوا د غنمو لېږد بند کړی او له څو لیکونو سره سره یې غږ وانهورېدل شو».
سهيل اپريدي همداراز وويل: «له خیبر پښتونخوا سره تبعيضي چلند کېږي چې دا به کرکې زیاتې کړي».
هغه پر مرکزي حکومت هم نيوکې وکړې، چې «د خیبر پښتونخوا ګاز یې بند کړی او منځنۍ طبقه ترې سخت زیانمنه شوې ده، د مرکز د غلطو تګلارو تاوان د خیبر پښتونخوا ولس پرې کوي».
د یادونې وړ ده، چې د خیبرپښتونخوا د غنمو د تولید له اړخه پنجاب ته اړ دی او د پنجاب سیمهییزې ادارې له څه مودې راهیسې خیبرپښتونخوا ته د غنمو د لېږدېدو مخه نیولې ده.
د خیبرپښتونخوا خېبر ولسوالۍ د لنډي کوتل په تحصیل کې د خېبر تکیه سیمه کې د وسلهوالو کسانو د ډزو له امله د دوو کسانو د وژل کېدو وروسته سیمهییزو خلکو پراخ احتجاج کړی او تورخم لاره یې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.
د راپورونو له مخې، پېښه تېر ماښام رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې دوه تنه په ډزو وژل شوي دي. تر پېښې وروسته د سیمې اوسېدونکو لاریون پیل کړی او د احتجاج په توګه یې د تورخم لویې لارې تګ راتګ درولی دی.
د لارې د بندېدو له امله د خیبرپښتونخوا او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ پر مسیر د افغان کډوالو د بار وړونکو لاریو او مسافر وړونکو موټرو اوږده کتارونه جوړ شوي او مسافر له سختو ستونزو سره مخ دي.
احتجاج کوونکي د پېښې د عاملینو د ژر نیولو او د قانون منګولو ته د سپارلو غوښتنه کوي. هغوی همداراز ټینګار کوي چې په سیمه کې دې د امن او نظم وضعیت ژر تر ژره بېرته ډاډمن کړل شي.
تر اوسه پورې سیمهییزو چارواکو د پېښې په اړه رسمي تفصيلي معلومات نه دي خپاره کړي.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر (ایایسپيار) اعلان کړی، چې د خیبر پښتونخوا په دوو بېلابېلو سیمو کې یې د ځانګړو عملیاتو پر مهال څلور وسلهوال وژلي دي. د خبرپاڼې له مخې، دغه عملیات تېره شپه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي دي.
د پاکستان پوځ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې لومړي استخباراتي عملیات د ډېره اسماعیل خان په ولسوالۍ کې د وسلهوالو د شتون په اړه د راپورونو له ترلاسه کولو وروسته ترسره شول. د پوځ په وینا، په دغو عملیاتو کې د دوی د ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ سخته نښته وشوه چې په پایله کې یې دوه تنه وسلهوال ووژل شول.
له بلې خوا، دویم استخباراتي عملیات د خیبر پښتونخوا په مومند ولسوالۍ کې ترسره شوي دي. د پاکستاني چارواکو په وینا، په دې سیمه کې هم د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ نښته شوې، چې په ترڅ کې یې دوه نور وسلهوال له منځه وړل شوي او له وژل شویو کسانو څخه ګڼې وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر زیاته کړې، چې دغه وژل شوي کسان په سیمه کې په ګڼو ترهګریزو او تخریبي فعالیتونو کې ښکیل وو. د پوځ د معلوماتو له مخې، په سیمه کې د نورو وسلهوالو د پاتې شونو د له منځه وړلو لپاره چاڼیز عملیات لا هم دوام لري.
د پاکستان امنیتي ځواکونو ټینګار کړی، چې د ملي اقدام د پلان د فدرالي عالي کمېټې له خوا د تصویب شوي لیدلوري «عزم استحکام» تر چتر لاندې به د بهرنیو ملاتړ لرونکو وسلهوالو او ترهګرۍ د ځپلو لپاره د دوی بېرحمانه مبارزه په پوره ځواک سره دوام ومومي.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید وایي، په سویلي ولسوالیو کې وسله والې ډلې د پولیسو کورنیو ته ګواښونه کوي، خو حکومت د دوی د امنیت لپاره جدي ګامونه پورته کوي. هغه وویل چې د پښتونخوا پولیس د هېواد په کچه تر ټولو سخته جګړه پر مخ وړي او تر نورو ولایتونو یې ډېر تلفات ورکړي.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید وایي چې د پښتونخوا په سویلي ولسوالیو کې د ناقانونه ګرځول شویو ډلو له لوري د پولیسو د کورنیو غړو ته ګواښونه کېږي، خو حکومت په دې اړه اړین امنیتي تدابیر نیسي.
په پېښور کې د وژل شویو پولیسو کورنیو ته د ځمکو د اسنادو د وېش په مراسمو کې د ځانګړي مېلمه په توګه د وینا پر مهال د پولیسو مشر وویل، چې داسې راپورونه یې ترلاسه کړي چې وسله والې ډلې په سویلي ولسوالیو کې د پولیسو د کورنیو د په نښه کولو ناوړه هڅې کوي. خو هغه وویل چې دا ډېره مهمه موضوع ده او په اړه یې له حکومت سره تفصیلي خبرې شوې دي او په دې برخه کې اړین امنیتي ګامونه پورته کېږي.
ذوالفقار حمید وویل چې د پښتونخوا پولیس د نورو ایالتونو د پولیسو په پرتله له بیخي جلا وضعیت سره مخ دي او د ټول هېواد جګړه پر مخ وړي.
د هغه په وینا: «د ترهګرۍ ضد جګړه کې د وژل شویو او ټپي شویو پولیسو شمېر د نورو ایالتونو په پرتله دلته ډېر زیات دی. زموږ پولیس به امنیت تامینوي چې دا د ایالت او هېواد لپاره اړین دی.»
د خیبر پښتونخوا جنوبي ولسوالۍ په دې وروستیو کې له ګڼو امنیتي پېښو او ناکراریو سره مخ دي.