له هبتالله اخوندزاده سره د عامو خلکو د مستقیمې اړیکې یوازینۍ لاره د کندهار ښار په زړه کې د ولایت ودانۍ مخې ته یوه کوچنۍ غرفه ده.
په دې غرفه کې د هبتالله د دفتر یو کارمند ناست وي او د خلکو د شکایتونو عریضي تسلیموي.
داسې انګیرل کېږي، چې له همدې کوچنۍ غرفې څخه د عامو خلکو شکایتونه او عریضي تر هبتالله رسول کېږي، خو اوس له تېرو دوو میاشتو راهیسې همدا غرفه بنده ده او هېڅ داسې څوک نشته، چې د خلکو عریضې واخلي.
له کندهار څخه بېلابېلو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د عریضو تسلیمولو غرفه د نامعلوم دلیل له امله تړل شوې ده او خلک هره ورځ تر همدې غرفې راځي، خو په نهیلۍ بېرته ګرځي.
د کندهار ښار یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، وايي:«کور مې استملاک شوی دی، د سړک پراخولو لپاره یې ونړاوه، هغه پیسې چې باید راکول شوي، تر اوسه پوره نه دې راکړل شوې».
نوموړی زیاتوي، « ښاروالي او مستوفیت راته یوه او بله بهانه کوي، مجبوره شوم، خپل شکایت د هبتالله دفتر ته ورسوم، خو هره ورځ دلته د ولایت مخ ته راځم، خو د عریضو تسلیمولو غرفه بنده ده».
د هبتالله دفتر ته یوازې د کندهار نه، بلکې د نورو ولایتونو اوسېدونکي هم خپل شکایتونه او عریضې رسوي.
عام خلک، د پخوانیو طالب جنګیالیو د کورنیو غړي، کونډې، یتیمان او ځینې طالب چارواکي هم خپل شکایتونه او عریضي همدغه دفتر ته سپاري.
یو شمېر سرچینې وايي، چې د هبتالله دفتر د ځینو کسانو عریضو ته پر وخت رسیده ګي کوي، خو د ځینو کسانو د عریضو ځواب په میاشتو میاشتو وخت نیسي.
په ورته مهال بیا یو شمېر کسان شکایت کوي، چې د طالبانو په ادارو کې د فساد او د خلکو ستونزو ته د نه رسیدو له امله، عام خلک اړ شوي چې خپله هره لویه او کوچنۍ ستونزه د هبتالله تر دفتره ورسوي او د شکایتونو ډیروالي له امله د ځینو کسانو د عریضو ځواب په میاشتو میاشتو ځنډیږي.
د طالب چارواکو د معلوماتو لهمخې، هبتالله موبایل او عصري ټکنالوژي نه کاروي او نه هم له عامو خلکو سره ویني. هغه یوازې په ځینو لویو غونډو کې په داسې بڼه راڅرګندیږي چې د غونډې ګډون وال یې څېره نه شي لیدلی او له عامو خلکو سره یې د اړیکې یوازینۍ لاره همدا عریضې دي.