ايمل ولي خان: د پښتنو ستونزې د وسلهوالو لښکرو په جوړولو سره نه حل کېږي
د عوامي نشنل ګوند مشر ايمل خان ويلي، د پښتنو د ستونزو حل په سوله يیزه، د اساسي قانون لاندې مبارزې، پر پوهه او اقتصاد ولاړ دی، هغه زیاته کړې چې ګوند یې د وسله والو لښکرو د جوړولو سره کلک مخالفت کوي.
ايمل ولي خان په يوه پیغام کې وويل، چې د پښتنو ستونزې هېڅکله د لښکرو په جوړولو یا د وسلوالو ډلو له لارې نه شي حل کېدای، او د ګوند ښکاره دریځ یې دا دی چې دوی د ریاست له اساسي چوکاټ او نظام سره موافق دي، او د ریاست پر ضد د لښکر جوړولو یا زور کارولو له لارې هېڅ بریا نه شي ترلاسه کېدای.
هغه زياته کړه، چې غیر دولتي وسلهوالې ډلې او شخصي لښکر جوړول د دې هېواد او په ځانګړي ډول د پښتنو د سیمو ستونزې لا نورې هم پېچلې کړې دي.
همداراز نوموړي وويل، که د حالاتو د بدلون په نوم لښکر جوړېږي، نو تر ټولو زیات زیان یې هم خپله پښتنو ته رسېږي.
هغه غږ وکړ، وخت راغلی چې د لښکرو پر ځای د تلپاتې حل په اړه فکر وشي او تر څو چې ځوانان عصري زدهکړې ترلاسه نه کړي او د پوهې اقتصاد ته داخل نه شي، تر هغې به ولس د پرمختګ لاره ونه مومي.
ايمل ولي خان وويل، چې د بلوڅانو سره یې تاریخي او د ورورګلوۍ اړیکه ده او دوی خپلې خبرې له هغوی سره په سولهییزو او د اساسي قانون له لارو رسوي.