• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سارا اډمز: هر هغه څوک چې د فرشته عمادي د مړینې په اړه د طالبانو ادعا ومني «ډیر ناپوهه» دي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۱۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۳۷ GMT+۱

د امریکا د څارګرې ادارې (سي ای اې) پخوانۍ کارکوونکې سارا اډمز د فرشته عمادي د مړینې په اړه د طالبانو له لوري د ځان‌وژنې ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې دا ادعا د باور وړ نه ده او که څوک د طالبانو پر دغه ادعا باور کوي «ډیر ناپوهه» دي.

هغې پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې هر هغه څوک د طالبانو دا بې باوره ادعا ومني، «ډیر ناپوهه» دی. اډمز ویلي: « دا ادعا چې ګواکې د طالبانو تر ولکې لاندې په زندان کې د ځان‌وژنې له امله مړه شوې. هر څوک چې پر دې دا باور کوي، ډېر ناپوهه دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې ویس عمادي د فرشته عمادي مېړه چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو کارکوونکې وه، په یوه مرکه کې ویلي چې مېرمن یې ځان‌وژنه کړې ده.

نوموړي د طالبانو له اړونده رسنۍ «صدای هندوکش» سره په خبرو کې د ټولنیزو رسنیو او ځینو بهرنیو رسنیو هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې فرشته عمادي د طالبانو له لوري وژل شوې ده.

د فرشته عمادي د مړینې په اړه بېلابېل ضد او نقیض راپورونه خپاره شوي، خو تر اوسه د پېښې په اړه مستقل او باوري معلومات نه دي خپاره شوي.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

۴

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو لېږدونکې چورلکې د راکټي برید موخه ګرځېدلي

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جلاوطنۍ؛ د پاچا محمد ظاهر شاه د ژوند کیسه

•
•
•

نور کیسې

طالبان: هغه سوالګر چې مسلکي وړتیاوې لري په دولتي ادارو کې دې د کار زمینه ورته برابره شي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۵۸ GMT+۱
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال د سوالګرو راټولولو کمېټې په میاشتنۍ غونډه کې وویل، هغو سوالګرو ته چې مسلکي وړتیاوې لري، په دولتي ادارو کې دې د کار زمینه ورته برابره شي. دا په داسې حال کې ده، چې ډېری لوستي ځوانان د کار له نشتوالي سرټکوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د نشه‌ يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالرحمن منیر د سوالګرو راټولولو کمېټې په میاشتنۍ غونډه کې سوالګرو ته د روغتیايي خدماتو پر وړاندې کولو هم ټينګار وکړ.

هغه زیاته کړه: «هغو سوالګرو ته چې مسلکي وړتیاوې لري، په امارتي ادارو کې د کار زمینه برابره شي چې د یادی غوڼدی ټولو ګډونوالو په دی اړه مثبت نظر ورکړ».

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د سوالګرو لپاره د یوه واحد ډیټابېس پر جوړېدو ټینګار وشو، څو حرفوي او سازمان‌ شوي سوالګر ونه توانېږي چې د مرستو له بهیر څخه ناوړه ګټه پورته کړي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو د سوالګرو د راټولولو او د سوال کولو د مخنیوي قانون، چې ۳څپرکي او ۲۷ مادې لري هم جوړ کړی او ورسره جوخت یې په هېواد کې د سوالګرو د راټولولو یوه کمېټه جوړه کړې او مشري یې هم د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت پر غاړه لري او تر اوسه یې سلګونه سوالګر ټول کړي دي، خو بیا هم د هېواد په لارو او ګڼو ګوڼو ځایونو کې سوالګر تر سترګو کېږي.

هرات کې د امر بالمعروف او ځایي اوسېدونکو ترمنځ د یوې ښځې د نیولو پر سره نښته رامنځته شوې

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۱۸ GMT+۱
100%

دریو باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د هرات په مرکزي ښار کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې د یوې ښځې د نیولو هڅه د سیمه‌ییزو خلکو له مقاومت او نښتې سره مخ شوې ده، چې په پایله کې څلور تنه نیول شوي دي.

سرچینو ویلي چې دا پېښه د یکشنبې په ماښام شاوخوا ۷ بجې د هرات ښار د لسمې ناحیې په «پایین‌اب» سیمه کې رامنځته شوې ده. د راپورونو له مخې، یاده ښځه هم د طالبانو له لوري نیول شوې ده.

عیني شاهدانو ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف ماموران د رسمي وختونو نه بهر په ځینو سیمو کې د هغو ښځو په لټه کې وو چې د دوی د ټاکل شوي حجاب مقررات یې نه وو مراعت کړي.

د سرچینو په وینا، کله چې مامورانو هڅه وکړه چې یوه ښځه ونیسي، د سیمې یو شمېر ځوانانو یې مخه ونیوله چې له امله یې د دواړو لورو ترمنځ نښته رامنځته شوه.

د ځایي اوسېدونکو په وینا، د نښتې وروسته د امر بالمعروف ماموران له سیمې ووتل، خو څو دقیقې وروسته بېرته راستانه شول او د سیمې څلور اوسېدونکي یې ونیول.

تر اوسه د طالبانو له لوري د دې پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي شوي.

طالبانو د میوو د شیرې تعرفه له ۶۰ سلنې ۲۰ سلنې ته راښکته کړه

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۱۲ GMT+۱
100%

د طالبانو د مالیې وزارت د میوو شیرې تعرفه له ۶۰ سلنې ۲۰ سلنې ته راښکته کړې ده. دغه وزارت د یادې پرېکړې موخه د پانګونو جلب او د کورنیو میوو پروسس او بازار موندنه بللې ده. دغه پرېکړه به د روان کال په چنګاښ میاشت کې عملي شي.

د طالبان مالیې وزارت د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۷مه) د یوې خبرتیا په خپرولو سره د میوو د شیرې د تعرفې له راکمولو خبر ورکړ.

دغه وزارت ویلي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مشرۍ د مالیې او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د سوداګرۍ او صنایعو د درې ګونو خونو په غړیتوب د تعرفې کمېټې پرېکړه کړې، چې د میوو شیرې یا کانسټرېټ دې کارخونو ته په حمایوي تعرفه کې نه‌ ورکول کېږي، بلکې تعرفې دې له ۶۰ سلنې څخه ۲۰ سلنې ته راټيټه شي.

د یاد وزارت په خبرتیا کې راغلي: «دغه پرېکړه به د روان ۱۴۰۵ کال د چنګاښ میاشتې له ۴ نېټې وروسته پلې شي».

دغه وزارت د یادې پرېکړې موخه د پانګونو جلب او د کورنیو میووپروسس او ورته بازار موندنه بللې ده.

د مېوې شیره هغه غلیظه مایع ده، چې د میوو له عصارې څخه په ځانګړو تخنیکي وسایلو سره د اوبو د یوې برخې په ایستلو جوړیږي او بیا په جوسونو، مشروباتو او نورو خوږو خوراکي توکو کې د یوه پروسس له لارې استفاده کېږي.

یوه ازبکستاني شرکت بهر ته د افغانستان د تازه میوو د صادرولو لپاره چمتووالی څرګند کړ

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۵۸ GMT+۱
100%

د ازبکستان د یوه کرنیز شرکت رييس د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره په کتنه کې له ازبکستان سربېره روسیې او اروپايي هېوادونو ته د افغانستان د تازه میوو د صادرولو لپاره چمتووالی څرګند کړ. دغه شرکت په کال کې د ۲ زره ټُنه تازه میوو د صادرولو وړتیا لري.

د ازبکستان د پرایم کرنیز شرکت رييس مراد قدرتوف د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ له نیکو اړیکو د خوښۍ په څرګندولو سره ازبکستان، روسیې او اروپايي هېوادونو ته د افغانستان د تازه میوو د صادرولو لپاره د خپل شرکت چمتووالی څرګند کړ.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۷) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، نورالدین عزیزي په دې کتنه کې د دغه ازبکستاني شرکت له نوښته هرکلی وکړ او په دې برخه کې یې د اسانتیاوو له برابرولو او نورو همکاریو ډاډ ورکړ.

د ازبکستان د پرایم کرنیز صنعت شرکت په کال کې د ۲ زره ټُنه تازه میوو د صادرولو وړتیا لري. د معلوماتو له‌مخې، دغه شرکت د افغانستان تازه میوې او په ځانګړې توګه ګیلاس، زردالو، مڼې او انار لومړی ازبکستان او بیا روسیې او هماغسې یې اروپايي هېوادونو ته صادروي.

له افغانستان سره د لارو بندېدو او سیمه‌ییزې بې‌ثباتۍ پاکستان ته ۱،۴میلیارد ډالر زیان اړولی | افغانستان انټرنشنل پښتو

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې د افغانستان صادراتي توکي او په ځانګړې توګه تازه میوې پاکستان ته صادرېدې او له دغه هېواده بیا نورو هېوادونو ته لېږدول کېدل، خو له شاخوا اتو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریز بهیر د درېدو له امله اوس افغانستان تر ډېره پر منځنۍ اسیا هېوادونو تکیه کړې ده.

د پاکستاني چارواکو په وینا، له افغانستان سره پر ډیورند کرښه د لارو د تړل کېدو او د سیمې د سوداګریزو مسیرونو د ګډوډۍ له امله د دغه هېواد بهرنۍ سوداګرۍ ته تر ۱،۴ میلیارد ډالرو زیات زیان اوښتی دی.

یونیسف: ښځینه واکسیناتورانې د افغان ماشومانو د روغتیا مهمه او اساسي ستنه ده

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۲۲ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي تاج‌الدین اویوواله ویلي، په افغانستان کې روغتیايي کارکوونکي، په ځانګړې توګه ښځینه واکسیناتورانې، ماشومانو ته د واکسین رسولو او د هغوی د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم رول لري.

اویوواله د یکشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۷مه، په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې په روغتیايي مرکزونو کې د ماشومانو د واکسین بهیر دوام لري او دا خدمتونه د ماشومانو د روغتیا او د ناروغیو د مخنیوي لپاره حیاتي ارزښت لري.

هغه د بلخ ولایت د مزارشریف ښار د یوه روغتیايي مرکز بېلګه وړاندې کړې او ویلي یې دي چې د یونیسف ملاتړ شوي روغتیايي کارکوونکي هلته د ماشومانو د واکسین په بهیر کې له کورنیو سره مرسته کوي.

د نوموړي په وینا، دغه خدمتونه د واکسین کارتونو ارزونه، کورنیو ته د اړینو واکسینونو په اړه لارښوونې او د ماشومانو د روغتیايي معلوماتو ثبتول هم رانغاړي.

اویوواله په داسې حال کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو پر ارزښت ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او مسلکي روزنو لګېدلو محدودیتونو د روغتیايي سکټور راتلونکې په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

یونیسف تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې که دا محدودیتونه دوام ومومي، نو تر ۲۰۳۰ کال پورې به له ۲۵ زرو څخه زیاتې ښځینه ښوونکې او د روغتیايي سکټور کارکوونکې د زده‌کړو او کاري بهیر له دورې ووځي.

د ماشومانو د ملاتړ دغه نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د روغتیايي او واکسیناسیون خدمتونو دوام د ماشومانو د ژوند ژغورنې او د عامې روغتیا د پیاوړتیا لپاره اړین دی.