رواداري سازمان په هرات کې د ښځو نیونه د ښځو د حقونو ښکاره نقض بللی

د «رواداري» په نامه د بشري حقونو سازمان وايي، په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې له لوري د ښځو نیونه د هغوی د حقونو ښکاره نقض دی او د ښځو د ازادۍ، انساني کرامت او تګ راتګ ټول حقونه تر پښو لاندې کوي.
