سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو ناراضي قوماندان جمعهخان فاتح ددغه لاریون په هڅولو کې ښکیل دی.
افغانستان انټرنشنل ته په رسیدلې ویډیو کې لیدل کېږي چې د یوې دیني مدرسې مسوول وایي، د خلکو پراخ ولسي پاڅون ناوړه پایلې لرلی شي. هغه د طالبانو له مشرانو وغوښتل چې د شخصي سلیقو پر بنسټ د خلکو له حقونو سره لوبې ونه کړي.
لاریون کونکو ویلي چې طالبانو د هغوی د کار او روزګار فرصتونه ترې اخیستي دي.
تېره میاشت په بدخشان او تخار ولایتونو کې د طالبانو والیانو د سرو زرو د استخراج د ټولو سیمهییزو شرکتونو فعالیتونه ودرول.
د سرچینو په وینا، اوس یوازې هغو شرکتونو ته د فعالیت اجازه ورکول کېږي چې له طالبانو سره تړاو لري.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، په بدخشان کې د طالبانو والي هم د درواز ولسوالیو د سرو زرو د شرکتونو د فعالیتونو د بندولو امر کړی دی.
د سیمې اوسېدونکي وایي چې اوس په ټول بدخشان کې د سیمهییزو شرکتونو فعالیتونه درول شوي دي.
طالبانو په بدخشان کې دا تګلاره وروسته له هغې خپله کړه چې څه موده وړاندې د شکي ولسوالۍ د قطقطي د سرو زرو کان د کارګرانو او د زابل د والي د مرستیال جمعهخان فاتح د کسانو ترمنځ خونړۍ نښته وشوه.
دغه نښته د غويي میاشتې په ۱۹مه، د شنبې په ورځ وشوه چې دوه کسان پکې ووژل شول او ۱۵ کارګران ټپیان شول.
د سرو زرو د کان د کارګرانو او د طالبانو د کسانو ترمنځ شخړه د کان د ځمکو د وېش پر سر شوې وه.
په تېر یوه کال کې په تخار او بدخشان کې د سرو زرو د کانونو پر سر لانجې زیاتې شوې دي او څو ځله یې د ځایي اوسېدونکو، د استخراج کوونکو شرکتونو او طالبانو ترمنځ خونړۍ نښتې رامنځته کړې دي.
د سرو زرو دودیز او لاسي استخراج له کلونو راهیسې په تخار او بدخشان کې د زرګونو کورنیو د عاید اصلي سرچینه بلل کېږي او د پخواني حکومت پر مهال د دوی د فعالیتونو مخه نه نیول کېده.