• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د موساد پخوانی لوړپوړی چارواکی: د اسراییل طرحه لا هم کولای شي د ایران نظام رانسکور کړي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۰۲:۳۳ GMT+۱

د اسراییل د استخباراتي ادارې یا موساد یوه پخواني لوړپوړي چارواکي ویلي: «هغه نقشه چې د اسراییل او موساد له لوري چمتو شوې، لا هم کولای شي د اسلامي جمهوریت د رانسکورېدو لامل شي، خو د جګړې د درولو په اړه د امریکا له پرېکړې وروسته، دا نقشه په خپلو ټولو پړاوونو کې تعقیب نشوه».

د اسراییل دغه پخواني لوړپوړي استخباراتي چارواکي چې په مستعار نوم «الف» یاد شوی، د اسراییل له ۱۲ ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې دې ته په اشارې سره چې دا طرحه څو پړاوونه لري، هیله څرګنده کړه چې په راتلونکي کې د دې عملیاتي طرحې نور پړاوونه هم تصویب شي.

هغه پر دې ټکي په ټینګار سره چې داسې شرایط رامنځته شوي چې په پایله کې به یې اسلامي جمهوریت خپل ځواک له لاسه ورکړي، وویل: «زه نشم کولای دا وړاندوینه وکړم، چې د ایران رژیم به په شپږو میاشتو کې نسکور شي که په درېیو کلونو کې، خو بالاخره دا چاره پېښېږي».

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

د پاکستان په کراچۍ کې یوه خاوند خپله مېرمن له کوروالي څخه د انکار له امله وژلې ده

۳

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

۴

ننګرهار کې یو طالب چارواکی: «موسسات د دجال لښکر دی»

۵

په سپين بولدک کې د انساني قاچاق تور بازار؛ ولس قرباني خو طالبان او مافیا ګټونکي دي

•
•
•

نور کیسې

په لوېدیځه غاړه کې اسراییلي عسکرو یو ۷ میاشتنی فلسطینی ماشوم په ډزو وژلی

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۲۹ GMT+۱
په لوېدیځه غاړه کې اسراییلي عسکرو یو ۷ میاشتنی فلسطینی ماشوم په ډزو وژلی
100%

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د اسراییل تر ولکې لاندې لوېدیځه غاړه الخلیل کې یو ۷‌ میاشتنی فلسطینی ماشوم د جمعې په ورځ د اسراییلي پوځ په ډزو وژل شوی او مور او پلار یې ټپیان شوي دي.

د یاد ماشوم د کورنۍ د غړو او د فلسطین د روغتیا وزارت په وینا، د ماشوم جنازه د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) په الخلیل کې خاورو ته وسپارل شوه.

د وژل شوي ماشوم نوم سَم فهد ابوهایكل وو، چې په سپین کفن او د فلسطین په بیرغ کې نغښتی وو او د الخلیل نږدې جومات کې د جنازې تر لمانځه وروسته خاورو ته وسپارل شو. د ده پلار ویلي، چې پېښه «د تېروتنې ډزې» نه‌وې او بښنه د دې درد درملنه نه‌شي کولای.

هغه زیاته کړې: «دا داسې نه وه، چې په تېروتنه ډزې وشوې او دا غمیزه رامنځته شي. داسې نه ده چې ووایي په تېروتنې وشول یا مو نه‌پېژندل. په دې قضیه کې د تېروتنې خبره نه‌شته».

ده څرګنده کړه، چې عسکر لس متره لرې وو او مرمۍ له مخامخ ښیښې تیره شوه چې لومړی یې دی، بیا یې زوی او ورپسې یې بیا د هغه مېرمن وویشتله.

اسراییل بیا وایي، په سیمه کې دوی د ډز غږ واورېد چې عسکرو «یو چټک نږدې کېدونکی موټر» ولید او ټینګار یې کړی، چې «له پېښې سره بې‌تړاوه ملکیان» هم ټپیان شوي او پېښه تر ارزونې لاندې ده.

100%

له دې سره سم، د غزې روغتیايي چارواکو د شنبې په ورځ وویل، چې د غزې تړانګې په مرکز کې پر یوه پنډغالي د اسراییل په هوايي برید کې لږ تر لږه ۷ فلسطینیان، چې دوه ښځې هم په‌کې شاملې دي، وژل شوي دي. د طبي سرچینو په وینا، په دې برید کې د څو ماشومانو په ګډون ۱۵ نور ټپیان شوي هم دي.

د اسراییل د پوځ ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د دوی ځواکونو د هغو کسانو پر وړاندې عملیات کړي چې دوی «ترهګر» بللي، خو په دې اړه یې نور جزییات ورنه‌کړل.

دغه پېښې په داسې حال کې دي، چې منځګړو د مصر په پلازمېنه قاهره کې، له حماس سره د ماتېدونکي اوربند د هوکړې د ساتلو لپاره د خبرو اترو نوی پړاو پیل کړی دی.

پر غزې د اسراییل په هوايي برید کې د دوو ښځو په ګډون اووه فلسطینیان وژل شوي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۱۴ GMT+۱
پر غزې د اسراییل په هوايي برید کې د دوو ښځو په ګډون اووه فلسطینیان وژل شوي
100%

رویټرز اژانس د روغتیايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې پر غزه د اسراییل په یوه هوايي برید کې د دوو ښځو په ګډون لږ تر لږه اووه فلسطینیان ژول شوي او د ماشومان په ګډون ۱۵ نور ټپیان دي.

د راپور له‌مخې، دغه برید د شنبې په ورځ د غزې په مرکز کې د کډوالو پر یو لوی کمپ شوی دی.

د اسراییل د پوځ یوه ویاند رویټرز ته ویلي، چې برید یې د وسله‌والو په نښه کولو په موخه کړی، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

د غزې روغتیايي چارواکو ویلي، چې د اوربند له پیل راهیسې د اسراییل په بریدونو کې شاوخوا ۹۵۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

زیلنسکي: د اوکراین بې‌پیلوټه الوتکو د روسیې سمندري او د تېلو تاسیسات په نښه کړي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۵۸ GMT+۱
زیلنسکي: د اوکراین بې‌پیلوټه الوتکو د روسیې سمندري او د تېلو تاسیسات په نښه کړي
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي وایي، د اوکراین ځواکونو د روسیې پر ضد د خپلو وروستیو بریدونو په ترڅ کې د سنټ پیټرزبورګ په سیمه کې د روسیې د سمندري ځواکونو وسلو زېرمې او د کرونشتات پوځي اډه، او همداراز د کراسنودار په سیمه کې د تېلو یوه زېرمه په نښه کړې ده.

زیلنسکي په خپل ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې د اوکراین بې‌پیلوټه الوتکو تېره شپه شاوخوا زر کیلومتره واټن وهلی او د سنټ پیټرزبورګ سیمې ته رسېدلې دي. د هغه په وینا، دغه بریدونه د روسیې د سمندري ځواکونو پر مهمو پوځي تاسیساتو ترسره شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د اوکراین د لرې واټن بریدونو په ترڅ کې د کراسنودار سیمې دننه شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره واټن کې د تېلو یوه زېرمه هم په نښه شوې ده.

د اوکراین ولسمشر دغه بریدونه د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو، د امنیتي خدماتو او د دفاعي استخباراتو د ګډو عملیاتو پایله بللې او ویلي یې دي چې «دا مهمې لاسته راوړنې دي.»

زیلنسکي پر روسیې غږ کړی چې جګړه پای ته ورسوي او پر ملکي وګړو او ژوند د بریدونو درولو ته غاړه کېږدي. هغه ویلي: «روسیه باید خپله جګړه پای ته ورسوي او پر ژوند بریدونه ودروي. د اوکراین پر وړاندې د هر ډول ظلم او تېري ځواب به عادلانه وي.»

د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه له درېیو کلونو څخه زیاته موده وړاندې پیل شوې او دواړه لوري لا هم پر یو بل د لرې واټن بریدونو او پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي.

سپاه پاسداران: په کویټ او بحرین کې مو امریکايي اډې په نښه کړې دي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۳۸ GMT+۱
سپاه پاسداران: په کویټ او بحرین کې مو امریکايي اډې په نښه کړې دي
100%

د ایران سپاه پاسداران ځواک ادعا کړې چې د امریکا د وروستیو پوځي عملیاتو په ځواب کې یې په کویټ او بحرین کې د امریکايي ځواکونو اډې او د استوګنې مرکزونه د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو هدف ګرځولي دي.

سپاه پاسداران په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه بریدونه له هغې وروسته ترسره شوي چې د دوی په وینا، امریکايي ځواکونو د ایران د هرمزګان ولایت په سیریک ولسوالۍ، ګورک سیمه او قشم ټاپو کې ځینې هدفونه په نښه کړل.

د خبرپاڼې له مخې، د خلیج فارس په ځینو هېوادونو کې د امریکايي ځواکونو اړوند مرکزونه د ایران د غچ اخیستونکو عملیاتو هدف ګرځېدلي دي.

په ورته وخت کې، د کویټ چارواکو ویلي چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیستمونه د «دښمنو هدفونو» په ګډون توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې تعقیبوي او د شنډولو هڅې یې روانې دي. د بحرین چارواکو هم د خطر زنګونو د فعالېدو او د امنیتي تدابیرو د سختېدو خبر ورکړی دی.

دا پرمختګونه څو ساعته وروسته له هغې رامنځته شول چې د ایران په سیریک ولسوالۍ کې د چاودنو راپورونه خپاره شول او د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ادعا وکړه چې په ګورک او قشم کې یې د ایران ځینې راداري او د بې‌پیلوټه الوتکو د کنټرول تاسیسات په نښه کړي دي.

د اوکراین په خرسون سیمه کې د روسیې په بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۲۵ GMT+۱
د اوکراین په خرسون سیمه کې د روسیې په بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي
100%

د اوکراین د خرسون سیمې سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې د روسیې په جلا جلا بریدونو کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

د خرسون والي اولیکساندر پروکودین ویلي، د سیمې پر مرکز خرسون ښار د شوي برید له امله د اویا او اتیا کلونو ترمنځ درې کسان وژل شوي دي. د نوموړي په وینا، د قربانیانو جسدونه له هغو کورونو څخه ترلاسه شوي چې په بریدونو کې زیانمن شوي وو.

هغه زیاته کړې چې د خرسون ښار په شمال کې پر یوه د تېلو پمپ د برید له امله یو کس وژل شوی او اووه نور ټپیان شوي دي.

د والي په وینا، د جمعې ورځې په ماښام د بې‌پیلوټه الوتکې په یوه بل برید کې هم د خرسون ښار شمال ته په یوه کلي کې یو سړی وژل شوی دی.

خرسون د اوکراین له هغو څلورو سیمو څخه ده چې روسیې د ۲۰۲۲ کال له یرغل څو میاشتې وروسته د خپلې خاورې برخه اعلان کړې وې. روسي ځواکونو د جګړې په لومړیو پړاوونو کې د دې سیمې لویې برخې نیولې وې، خو اوکرایني ځواکونو وروسته د خرسون ښار په ګډون ځینې سیمې بېرته ونیولې. د اوکراین تر کنټرول لاندې سیمې لا هم په پرله‌پسې ډول د روسیې تر بریدونو لاندې دي.

بل لور ته، د روسیې په لوېدیځه بلګورود سیمه کې سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې د اوکراین یوې بې‌پیلوټه الوتکې سرحد ته نږدې یو موټر په نښه کړی، چې له امله یې چلوونکی وژل شوی دی.