خو د هرات زعفران، سره له دې چې په نړیوالو بازارونو کې یې نوم پیدا کړی، لا هم د بازار د هویت له ستونزې سره مخ دي. نفیسه دانش، چې د هرات د زعفرانو اتحادیې مشره او پخپله سوداګره ده، وايي ډېر وخت د ایران سوداګر له افغان تولیدوونکو زعفران اخلي او بیا یې د ایراني محصول په نوم بازار ته وړاندې کوي.
هغې وویل: « د ایران سوداګر هم له موږ نه په نړیوالو مارکیټونو، په ځانګړي ډول د دوبۍ په بازارونو کې، زعفران پېري او د ایران د زعفرانو په نامه یې پلوري.»
له ایران نه راستانه شوي یو شمېر افغان کډوال، چې د کار او عاید له ستونزو سره لاس او ګریوان دي، هم د زعفرانو په کروندو کې بوختیږي.
صابر، چې څو کاله یې په ایران کې مزدوري کړې، په دې وروستیو کې خپل کلي ته ستون شوی او د زعفرانوپه موسم کې په کروندو کې کار کوي. هغه وايي چې د زعفرانو بازار نه یوازې بهر، بلکې د هېواد دننه هم ښه شوی.
هغه وايي، « سږ کال د هېواد دننه هم د زعفرانو بازار خورا تود دی».
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، یوازې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو نهو میاشتو کې له ۲۲ ټنو څخه ډېر زعفران نړیوالو بازارونو ته صادر شوي چې ارزښت یې له ۳۰ میلیونو ډالرو اوښتی و.
د دغو صادراتو عمده برخه اروپايي هېوادونو، متحده ایالاتو، عربي هېوادونو او د منځنۍ اسیا بازارونو ته تللې ده. هند، هسپانیا، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، کاناډا، بریتانیا او ترکیه هم د افغان زعفرانو له مهمو پېرودونکو شمېرل کیږي.
د افغان زعفرانو نړیوال شهرت یوازې د صادراتو په ارقامو نه کچل کېږي. دغه محصول د خپل ځانګړي رنګ، بوی او کیفیت له امله څو ځله د نړۍ د غوره زعفرانو لقب ګټلی او د بلجیم د نړیوال خوند اخیستنې انسټېټیوټ لس ځله د نړۍ تر ټولو باکیفیته زعفران بللی دی.
په ننګرهار کې ځینو سوداګرو او صرافانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د ننګرهار د استخباراتو ریاست اوپراتیفي مرستیال مولوي عبدالله حماد له سوداګرو او صرافانو نه په مختلفو نومونو نغدې پیسې او باج غواړي.
پر دغه طالب چارواکي عریضې هم شوې، خو کومه پایله یې نه ده ور کړې.
د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د جهادي مدرسو له مسولینو، استادانو او یو شمېر دیني عالمانو سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې په سیاسي، اقتصادي او نظامي برخو کې باید له هر ډول غفلته ډډه وشي.
د طالبانو ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي د دیني مدرسو د مسولینو، د دیني خپرونو د ارزونې د برخې چارواکو او د دارالایتامونو له مسولینو سره د غونډې پر مهال د دیني علومو پر اهمیت، د زدهکوونکو پر روزنه او د شریعت پر پلي کېدو خبرې کړې دي.
د طالبانو مشر د مدرسو له استادانو غوښتي چې د زدهکوونکو پر عقیدې، فکر او روزنې لا زیات تمرکز وکړي، د مطالعې فرهنګ پیاوړی کړي او زدهکوونکو ته د دیني علومو تر څنګ د وینا او بیان وړتیاوې هم ور زده کړي.
نوموړي همداراز ویلي چې اوسنیو شرایطو کې د شریعت پلي کول صبر او استقامت غواړي او مسولین باید په خپلو ادارو کې له غفلته ځانونه وساتي.
د خبرپاڼې له مخې، د غونډې په پای کې ګډونوالو له هبت الله اخوندزاده سره خپل بیعت تازه کړی او د اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره یې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
د طالبانو تر چتر لاندې د معیار او کیفیت ادارې ویلي چېد شېخ ابو نصر فراهي بندر له لارې یې له ایران نه د بېکیفیته ودانیزو توکو د دوو محمولو د واردېدو مخه نیولې او بېرته یې ګرځولې دي.
د یادې ادارې په وینا، د بندر فني کارکوونکو د ارزونې پر مهال ۳۶.۶ټنه کاشي معاینه کړې او موندلې یې ده چې دغه توکي له نافذه کورنیو معیارونو سره سمون نه لري او لازم کیفیت نه لري.
ادارې زیاته کړې چې د کیفیت د کنټرول او د مصرفوونکو د خوندیتوب لپاره د وارداتي توکو ارزونه په دوامداره توګه ترسره کوي او د هغو توکو د واردېدو مخه نیسي چې له ټاکل شویو معیارونو سره برابر نه وي.
د معیار او کیفیت ادارې ټینګار کړی چې د بېکیفیته توکو د مخنیوي او د بازار د کیفیت د لوړولو لپاره به خپلو څارنیزو او تخنیکي اقداماتو ته دوام ورکړي.