طالبان وایي بغلان کې یې د نایابه مرغانو د ښکار د مخنیوي لپاره پراخ اقدامات کړي

د بغلان ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست وايي، په دې وروستیو کې یې د وحشي او نایابه مرغانو د ښکار، پېر او پلور د مخنیوي لپاره پراخ اقدامات ترسره کړي دي.

د بغلان ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست وايي، په دې وروستیو کې یې د وحشي او نایابه مرغانو د ښکار، پېر او پلور د مخنیوي لپاره پراخ اقدامات ترسره کړي دي.
د یاد ریاست رییس محمد اسماعیل واحدیار، ویلي چې د امنیتي ځواکونو په همکارۍ د نایابه مرغانو د ساتنې او د ناقانونه ښکار د مخنیوي لپاره جدي هڅې شوې دي.
د هغه په وینا، د طبیعي سرچینو، نایابه مرغانو او نورو وحشي ژویو د ساتنې په موخه د عامه پوهاوي بېلابېل پروګرامونه هم پلي شوي دي.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د جهادي مدرسو له مسولینو، استادانو او یو شمېر دیني عالمانو سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې په سیاسي، اقتصادي او نظامي برخو کې باید له هر ډول غفلته ډډه وشي.
د طالبانو ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي د دیني مدرسو د مسولینو، د دیني خپرونو د ارزونې د برخې چارواکو او د دارالایتامونو له مسولینو سره د غونډې پر مهال د دیني علومو پر اهمیت، د زدهکوونکو پر روزنه او د شریعت پر پلي کېدو خبرې کړې دي.
د طالبانو مشر د مدرسو له استادانو غوښتي چې د زدهکوونکو پر عقیدې، فکر او روزنې لا زیات تمرکز وکړي، د مطالعې فرهنګ پیاوړی کړي او زدهکوونکو ته د دیني علومو تر څنګ د وینا او بیان وړتیاوې هم ور زده کړي.
نوموړي همداراز ویلي چې اوسنیو شرایطو کې د شریعت پلي کول صبر او استقامت غواړي او مسولین باید په خپلو ادارو کې له غفلته ځانونه وساتي.
د خبرپاڼې له مخې، د غونډې په پای کې ګډونوالو له هبت الله اخوندزاده سره خپل بیعت تازه کړی او د اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره یې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
د طالبانو تر چتر لاندې د معیار او کیفیت ادارې ویلي چېد شېخ ابو نصر فراهي بندر له لارې یې له ایران نه د بېکیفیته ودانیزو توکو د دوو محمولو د واردېدو مخه نیولې او بېرته یې ګرځولې دي.
د یادې ادارې په وینا، د بندر فني کارکوونکو د ارزونې پر مهال ۳۶.۶ټنه کاشي معاینه کړې او موندلې یې ده چې دغه توکي له نافذه کورنیو معیارونو سره سمون نه لري او لازم کیفیت نه لري.
ادارې زیاته کړې چې د کیفیت د کنټرول او د مصرفوونکو د خوندیتوب لپاره د وارداتي توکو ارزونه په دوامداره توګه ترسره کوي او د هغو توکو د واردېدو مخه نیسي چې له ټاکل شویو معیارونو سره برابر نه وي.
د معیار او کیفیت ادارې ټینګار کړی چې د بېکیفیته توکو د مخنیوي او د بازار د کیفیت د لوړولو لپاره به خپلو څارنیزو او تخنیکي اقداماتو ته دوام ورکړي.
د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي د کرنې په برخه کې د حاصلاتو د خوندي کولو او زیاتوالي په موخه، بادغیس او ننګرهار ولایتونو کې بېلابېل کرنیز پروګرامونه پلي شوي.
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي چې د دغه ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ شاوخوا ۵۷۰ هکټاره کرنیزه ځمکه له ملخانو پاکه شوې ده. د یاد ریاست په وینا، دغه اقدام د کرنیزو حاصلاتو د ساتنې او بزګرانو ته د احتمالي زیانونو د مخنیوي لپاره ترسره شوی دی.
بلخوا، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي چې په ننګرهار ولایت کې د غلهجاتو، صنعتي او تېلي نباتاتو د حاصلاتو د زیاتوالي، د عصري کرنیزو لارو چارو د رواجولو او د بزګرانو د ظرفیت لوړولو په موخه د ۲۰۰ ننداریزو کروندو د جوړولو پروګرام پلي کوي.
د مسوولانو په وینا، دغه پروګرامونه به د کرنیزو تولیداتو په زیاتوالي، د عصري کرنې د دودولو او د بزګرانو د مسلکي وړتیاوو په لوړولو کې مهم رول ولوبوي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو یې په پنځو ولایتونو کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال ۲۲ کسان د جنایي جرمونو په تور نیولي دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې، چې د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۷مه) خپره شوې، راغلي چې د کاپیسا ولایت د امنیې قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په څو جلا عملیاتو کې ۱۲ کسان د موټرو او څارویو د غلا او همدارنګه د ناقانونه وسلو د لېږد په تور نیولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دغو ځواکونو په بغلان ولایت کې ۵ کسان، په فراه ولایت کې ۳ کسان او په فاریاب ولایت کې ۱ کس د غلا په تور نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، یو بل کس هم په غزني ولایت کې د وژنې په تور نیول شوی دی.
د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ عالي استازې کاجا کالاس، اعلان کړی چې بیلومو د افغانستان لپاره نوی شارژدافیر او د پخوانۍ استازې ورونیکا بوسکوویچ پوهار نوی ځای ناستی دی.
د راپورونو له مخې، نیکولا بیلومو چې د ایټالیا دی، دا مهال د اروپايي بهرنۍ چارو په خدمت کې د پان افریقايي چارو د څانګې مشري کوي. هغه تر دې وړاندې په روانډا کې د اروپايي ټولنې سفیر پاتې شوی او د اتحادیې په ډیپلوماټیکو ادارو کې یې بېلابېلې لوړې دندې ترسره کړې دي.
اروپايي ټولنې ویلي چې دغه ګمارنه د ۲۰۲۶ کال د ډیپلوماټیکو بدلونونو د پراخې پروسې برخه ده، چې په ترڅ کې یې ۳۳ سفیران او اووه مرستیال مشران هم ټاکل شوي دي.
بل لور ته، ورونیکا بوسکوویچ پوهار د کامرون لپاره د اروپايي ټولنې د سفیرې په توګه ټاکل شوې ده.
اروپايي ټولنه وایي، د نیکولا بیلومو ټاکنه به د اداري تشریفاتو او د کوربه هېواد له منظورۍ وروسته وروستۍ او عملي شي.
اروپايي ټولنې تر دې وړاندې هم ټینګار کړی و چې د افغانانو د ملاتړ لپاره به له افغانستان سره خپل تعامل او بشري همکارۍ ته دوام ورکړي.