• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په افغانستان کې د نادولتي موسسو پروژې د خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولی

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۵۹ GMT+۱

د الجزیرې په یوه راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د نادولتي موسسو له لوري د لوړو لګښتونو سره سره ګڼو پراختیایي پروژو د خلکو اساسي اړتیاوې نه دي پوره کړې. راپور زیاتوي چې د بودیجې د کمېدو ترڅنګ، لا هم د دغو پروژو په اړه د بې‌کفایتۍ او د حساب ورکونې د کمزورۍ ستونزې شته.

د راپور له مخې، د دایکندي ولایت په ځینو کلیو کې د مېوو او سبزیجاتو د ساتنې لپاره جوړې شوې بې‌برېښنا سړې خونې د ټول کلي اړتیاوې نه شي پوره کولای او په ځینو سیمو کې یوازې د دوو یا درېیو کورنیو د مڼو د ساتنې ظرفیت لري.
په یوه بله پروژه کې، یوې نادولتي موسسې کروندګرو ته د سبزیجاتو وارداتي تخمونه ورکړي وو او د روزنې، سروې، لوژستیک او څارنې لپاره یې پراخ لګښتونه کړي وو، خو کروندګرو ویلي چې حاصلات کم او کیفیت یې ټیټ و. د راپور له مخې، د دغې پروژې له پایلو څخه د هرې کورنۍ ګټه یوازې شاوخوا ۴۵۰ افغانۍ (نږدې ۷ ډالر) وه.
راپور وايي چې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د بشري مرستو بودیجه په چټک ډول کمه شوې، خو د نادولتي موسسو د اغېزمنتیا او حساب ورکونې په برخه کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی.
د راپور له مخې، افغانستان د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ د فساد او د بهرنیو مرستو د ضایع کېدو په یوه مهم سمبول بدل شوی و. یوه امریکايي خبریال دغه وضعیت د «۱۴۸ میلیارده ډالري ناکامۍ» په نوم یاد کړی دی.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکې ادارې «سیګار» د معلوماتو له مخې، د امریکا له خوا ورکړل شویو مرستو کې د ۲۶ تر ۲۹ میلیارده ډالرو پورې بودیجه د فساد، غلا او ناسم لګښت له امله ضایع شوې ده.
راپور همداراز وايي چې په ځینو نړیوالو نادولتي موسسو کې بهرني کارکوونکي د داسې دندو لپاره چې ځايي کارکوونکي یې ترسره کولای شي، په میاشت کې له ۱۰ زرو تر ۲۰ زرو ډالرو پورې معاشونه ترلاسه کوي، چې دا چاره د مرستو د بودیجې د ضایع کېدو یو بل لامل ګڼل کېږي.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

د پاکستان په کراچۍ کې یوه خاوند خپله مېرمن له کوروالي څخه د انکار له امله وژلې ده

۳

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

۴

ننګرهار کې یو طالب چارواکی: «موسسات د دجال لښکر دی»

۵

په سپين بولدک کې د انساني قاچاق تور بازار؛ ولس قرباني خو طالبان او مافیا ګټونکي دي

•
•
•

نور کیسې

فوزیه کوفي: طالبانو په دوو ورځو کې په هرات کې ۶۰ ښځې د «نامناسب حجاب» په تور نیولي دي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۳۷ GMT+۱
فوزیه کوفي: طالبانو په دوو ورځو کې په هرات کې ۶۰ ښځې د «نامناسب حجاب» په تور نیولي دي
100%

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي ادعا کړې، چې طالبانو په تېرو دوو ورځو کې د هرات ولایت ۶۰ښځې د هغه څه له امله نیولي چې دغه ډله یې «نامناسب حجاب» بولي.

کوفي په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د افغان ښځو کړاوونه دوام لري او طالبان لا هم د ښځو پر وړاندې خپلو محدودیتونو او فشارونو ته دوام ورکوي.

هغې ادعا کړې چې په تېرو دوو ورځو کې لسګونه ښځې په هرات کې نیول شوې او د طالبانو له لوري توقیف ته لېږدول شوې دي.

د پخوانۍ پارلمان غړې د طالبانو دغه اقدامات د ښځو پر وړاندې د روانو فشارونو برخه بللې او ویلي یې دي چې د ښځو پر وړاندې د دې ډلې «جګړه» لا هم روانه ده.

کوفي په خپل پیغام کې د یوې مشهور متل په یادولو سره لیکلي: «کله چې د مېږي مرګ رانږدې شي، وزرونه را وباسي.»

نوموړې د هرات له اوسېدونکو غوښتي چې د فشارونو او محدودیتونو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د هغې په وینا، د «ځپنې پر وړاندې نافرماني» غوره کړي.

ویسا: د ازادۍ جایزه زموږ پر اوږو د بې‌برخې ماشومانو پر وړاندې مسولیت نور هم زیاتوي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۲۰ GMT+۱
ویسا: د ازادۍ جایزه زموږ پر اوږو د بې‌برخې ماشومانو پر وړاندې مسولیت نور هم زیاتوي
100%

د زده‌کړو افغان فعال او د قلم لار ټولنې بنسټګر مطیع‌الله ویسا وايي، په فرانسه کې د ازادۍ جایزې ترلاسه کول به هغه او د هغه ټیم نور هم وهڅوي چې د هغو ماشومانو لپاره خپلې هلې ځلې پراخې کړي چې لا هم له زده‌کړو بې‌برخې دي.

ویسا په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې نوموړی د ۷۵ هېوادونو د ۹۵۱ نوماندانو له ډلې د وروستي پړاو درېیو نوماندانو ته لار موندلې وه او د زرګونو کسانو د رایو په ترلاسه کولو سره یې د ازادۍ جایزه وګټله.

هغه ویلي، چې د ده ټیم په تېرو ۱۶ کلونو کې د جګړو ځپلو سیمو د ماشومانو د زده‌کړو لپاره کار کړی او په هغو لرې پرتو سیمو کې یې د نجونو لپاره لومړني ښوونځي پرانیستي، چې تر دې وړاندې پکې هېڅ ښوونځی نه و موجود.

ویسا د دې جایزې د ترلاسه کولو په مناسبت له هغو کسانو مننه کړې چې د دوی د فعالیتونو ملاتړ یې کړی، رایې یې ورکړې او د جایزې په مراسمو کې یې ګډون کړی دی.

نوموړي لیکلي: «دا جایزه د هغو زیان‌منو ماشومانو پر وړاندې زموږ مسؤلیت لا زیاتوي چې لا هم د زده‌کړو له حقه محروم دي.»

د زده‌کړو دغه افغان فعال زیاته کړې، چې دوی به هڅه وکړي په لرې پرتو سیمو کې ښوونځي جوړ کړي او له دې جایزې سره مل مالي ملاتړ د زده‌کړو د پراختیا لپاره ولګوي.

ویسا همداراز د هغو بنسټونو او سازمانونو مننه کړې چې د دوی له فعالیتونو یې ملاتړ کړی او ټینګار یې کړی چې په راتلونکې کې به د زده‌کړو د ودې لپاره خپلې هڅې لا پیاوړې کړي.

هغه هیله څرګنده کړې چې یوه ورځ به داسې راورسیږي چې هېڅ ماشوم د جګړو او نورو ستونزو له امله له زده‌کړو بې‌برخې نه وي او په نړۍ کې به سوله ټینګه شي.

مطیع‌الله ویسا ویلي، چې دوی به د خپل ولس ترڅنګ ولاړ وي او د یوه پرمختللي، سوکاله او روښانه افغانستان د جوړولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

نرګس نهان: د طالبانو پر ضد د معترضو ښځو مبارزه د ملاتړ وړ ده، نه د قضاوت

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۰۹ GMT+۱
نرګس نهان: د طالبانو پر ضد د معترضو ښځو مبارزه د ملاتړ وړ ده، نه د قضاوت
100%

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د کانونو او پټرولیم وزیرې نرګس نهان ویلي، هغه افغانې ښځې او نجونې چې د طالبانو پر ضد د خپلو اساسي بشري حقونو لپاره راپاڅېدلې دي، له نیونو او سختو تاوتریخوالو سره مخ شوې دي او د دوی مبارزه باید د قضاوت پر ځای د درناوي او ملاتړ وړ وبلل شي.

نوموړې په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د طالبانو په څېر د یوې «بې رحمه ډلې» پر ضد اعتراض کول د مرګ له حکم سره برابر کېدای شي، خو بیا هم ګڼو نجونو او ښځو د خپلو اساسي حقونو د دفاع لپاره هر ډول خطرونه پر ځان منلي دي.

نهان زیاته کړې چې ډېری معترضې ښځې نیول شوې، ځینې نادرکې شوې او ګڼې نورې له سختو تاوتریخوالو سره مخ شوې دي. د هغې په وینا، پر یو شمېر ښځو جنسي تېری هم شوی او د خوشې کېدو لپاره یې کورنۍ اړ ایستل شوې چې ژمنې او تعهدونه ورکړي.

د پخواني جمهوري حکومت دې وزیرې په نړیوالو غونډو او بحثونو کې د افغان معترضو ښځو د مبارزې د قضاوت په اړه نیوکه کړې او ویلي یې دي: «دا له عدالت او انصافه لرې ده چې څوک په خوندي چاپېریال کې پر نړیوال سټېج ناست وي او بیا د هغو کسانو په اړه قضاوت وکړي چې د یوې وسله‌والې ډلې پر وړاندې مبارزه کوي.»

هغې ټینګار کړی چې د طالبانو پر وړاندې د افغان ښځو او نجونو مبارزه د درک، همدردۍ او ملاتړ مستحقه ده او باید د پرتله کولو او قضاوت پر ځای ورسره عملي ملاتړ وشي.

د هرات خلکو پر ښځو د طالبانو د محدودیتونو زیاتوالی «له کرکې ډک چلند» وباله

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۵۲ GMT+۱
د هرات خلکو پر ښځو د طالبانو د محدودیتونو زیاتوالی «له کرکې ډک چلند» وباله
100%

د هرات یو شمېر ښځو او اوسېدونکو په یوې اعلامیه کې د طالبانو له لوري پر ښځو د چادرۍ د اغوستلو جبري کول «ناانصافي» او «له کرکې ډک اقدام» بللی دی. د دوی په باور، د طالبانو «خپل‌سري بندیزونه» او د ټولنیزو اصولو «افراطي تعبیرونه» د هرات له تاریخي او کلتوري ارزښتونو سره هېڅ اړخ نه‌لګوي

په هرات کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د محدودونکو تګلارو د دوام په ترڅ کې، دغې ډلې په وروستیو ورځو کې د ښځو د جامو او پوښاک په اړه خپل فشارونه لا زیات کړي دي.

په تازه پېښه کې، د طالبانو مامورینو د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) د هرات ښار په بېلابېلو سیمو کې پراخ عملیات پیل کړل او هغه ښځې یې ونیولې چې د طالبانو له خوښې سره سم یې حجاب نه‌وو کړی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو مامورینو یوازې د ښار په یوې سیمه کې له شلو څخه زیاتې ښځې نیولې دي.

طالبانو امر کړی، هغه ښځې چې د دوی له ټاکلي پوښاک څخه سرغړونه کوي، ونیول شي او زندان ته ولېږدول شي. دغه امر د شنبې له ورځې راهیسې عملي شوی دی.

پر ښځو، په ځانګړي ډول په هرات کې، د محدودیتونو زیاتوالي پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د هرات یو شمېر اوسېدونکو د شنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د جامو او پوښاک ټاکنه باید د ښځو او نجونو د خوښې او رضایت پر بنسټ وي.

د اعلامیې له لیکوالانو څخه یوه افغانستان انټرنشنل ته ویلي: «د هرات والي دې د ښځو له عزت او حیثیت سره لوبې نه‌کوي. که ښځې او نجونې له زده کړو او کار څخه محرومې شوې دي، لږ تر لږه دې د ساه اخیستلو حق ترې نه‌اخلي. پرېږدئ چې موږ هم د انسانانو په توګه ژوند وکړو او ساه واخلو».

د اعلامیې د یوه بل لیکوال په وینا، د دې اعلامیې یوه کاپي د هرات د طالبانو د والي دفتر ته لېږل شوې، خو یاد دفتر تر اوسه په دې اړه چوپتیا غوره کړې ده.

د هرات اوسېدونکو د شنبې په ورځ په دې ښار کې د ښځو د نیولو له نوې څپې خبر هم ورکړی دی.

د هرات خلکو په خپله اعلامیه کې ویلي، چې د چادرۍ جبري کول د دیني اصولو خلاف او د بې‌عدالتۍ څرګند مثال دی. دوی خبرداری ورکړی، چې د دغو محدودیتونو زیاتوالی به د ښځو پر تعلیمي، ټولنیز او اقتصادي ګډون لا ډېر منفي اغېز وکړي.

د دغو غبرګونونو په یوه برخه کې د ولایتونو ترمنځ د تګلارو د بېلابېل پلي کېدو په اړه هم اندېښنې څرګندې شوې دي. په اعلامیه کې راغلي، چې د مقرراتو نابرابر تطبیق کولای شي په ټولنه کې د «دوه‌ګوني چلند» ذهنیت پیاوړی کړي.

د هرات اوسېدونکو غوښتنه کړې، چې د خلکو او طالب چارواکو ترمنځ دې د دغې موضوع په اړه رغنده او اغېزناکې خبرې اترې رامنځته شي.

طالبانو تر دې وړاندې هم په هرات کې د ښځو پر پوښاک د څار د زیاتوالي ترڅنګ لسګونه نجونې او ښځې نیولې وې. په ځینو مواردو کې د طالبانو د ځواکونو له خوا له ښځو او نجونو سره د د تاوتریخجن چلند راپورونه هم خپاره شوي وو.

هيله نجيب سعد محسني ته: ستاسو په څېر افغان نارينه د ښځو د نه پرمختګ لاملونه دي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۱۳ GMT+۱
هيله نجيب سعد محسني ته: ستاسو په څېر افغان نارينه د ښځو د نه پرمختګ لاملونه دي
100%

هيله نجیب د موبي ګروپ او طلوع‌نیوز د بنسټګر سعد محسني له لوري په افغانستان کې د افغان ښځو د ازادو ګرځېدو په اړه پر تازه څرګندونو نیوکې کړي او ويلي یې دي: «ستاسو په څېر افغان نارینه زموږ په ټولنه کې د ښځو د نه‌پرمختګ لاملونه دي او دا واقعاً د شرم خبره ده».

د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب‌الله لور هیله نجیب محسني ته په اشارې سره ویلي: «د شخصي ګټو لپاره تاسو نور ټول تر پښو لاندې کړي دي؛ دا واقعاً د شرم خبره ده».

سعد محسني د جېپور ادبي مېلې په يوې ناسته کې ویلي: «که کابل ته لاړې شئ، هر څه عادي په نظر راځي. ښځې کولای شي په یوازې سر له کوره بهر ووځي، اړې نه‌دي، چې خپل مخونه پټ کړي. هغوی کولی شي موټر وچلوي».

هغه همداراز زیاته کړې: «په ځينو سیمو کې فضا یو څه محدوده ده، خو په لویو ښارونو کې احتمالاً وضعیت له جمهوریت سره چندانې توپیر نه‌لري»

هيله نجيب د شنبې په ماخوستن (د غبرګولي ۱۶مه) په خپله اېکس‌پاڼه د سعد محسني څرګندونو ته په غبرګون کې زياته کړې: «پروپاګند همداسې کار کوي، نارینه، د رسنیو مالکان، په نړیوالو سټیجونو کې په دې اړه خبرې کوي چې په افغانستان کې ښځې څنګه ازادې دي او د جمهوریت د وخت او طالبانو ترمنځ هېڅ توپیر نه‌شته».

هغې په ډاګه کړې: «په داسې حال کې چې پرون د ملګرو ملتونو یوه افغان ښځینه کارکوونکې ووژل شوه، په هرات کې ښځې د حجاب نه کولو له امله تر پوښتنو ګروېږنو لاندې راغلي او نجونې لا هم ښوونځي ته د تګ اجازه نه‌لري».

هغې څرګنده کړې: «هو، طالبان خپلې لورګانې ښوونځي ته لېږي، خو د افغانستان لورګانې نه. حکمتیار هم همداسې وکړل، د نورو ښځو لپاره تېزاب خو خپلې لورګانې یې زده‌کړې کړې وې».

هيله نجيب همداراز پر سعد محسني او د دغه پروګرام پر سمبالوونکو نيوکې کړي: «د هغه دریځ د یو امتیاز لرونکي افغان کډوال نارینه دی، زه نه پوهېږم چې ولې داسې سټیجونه افغان ښځینه ویناوالې نه راغواړي. افسوس پر سمبالوونکو چې درواغو او نارینه وو ته سټیج ورکوي څو د هغو افغان ښځو په استازیتوب خبرې وکړي چې تر ظلم لاندې دي او بې له عدالت څخه وژل کېږي په داسې حال کې چې نړۍ په چوپتیا ورته ګوري».

سعد محسني تېر کال په يوې مرکه کې طالبان د خوشحاليو دښمنان بللي او له دغې وړاندې یې ويلي وو، که طالبان پر ښځو لګېدلي بندیزونه راکم کړي، نجونو او ښځو ته د تعلیم او کار اجازه ورکړي، نو ښایي نړۍواله ټولنه ورسره تعامل وکړي.