پولیس وايي، په ځینو پېښو کې جدي جرمونه هم شامل دي. د فبرورۍ پر ۲۸مه په پنډوریان کې درې کسانو پر یوه هلک جنسي تېری کړی او د پېښې ویډیو یې ثبت کړې ده.
همداراز د پاکستان قانون د ۳۷۵-الف مادې له مخې ۳ قضیې ثبت شوې دي چې پکې ۳ نجونې او ۱ هلک قربانیان دي.
د ۳۷۶ مادې لاندې ۲۴ قضیې ثبت شوې دي چې پکې ۱۵ نجونې، ۳ښځې او ۱ هلک شامل دي، او د ۳۷۶-ج مادې له مخې ۱۰ نورې قضیې ثبت شوې دي چې پکې ۸ نجونې او ۲ هلکان قربانیان دي.
په یوه بله پېښه کې د مې پر ۴مه یو سړی د اسلاماباد له ایف-۶سیمې تښتول شوی او وروسته یې مړی د خېبر پښتونخوا په مردان کې موندل شوی دی.
د بلوچستان د کوټې ښار په یوه دولتي روغتون کې پر یوې ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید شوی، چې له امله یې د هغې د بدن او مخ شاوخوا ۳۵ سلنه برخه سوځېدلې ده.
د ځوانو ډاکټرانو ټولنې د معلوماتو له مخې، دا پېښه د روغتون دننه د دندې پر مهال رامنځته شوې، چې له امله یې ډاکټره ماه نور ناصر سخت ټپي شوې او د درملنې لاندې ده.
یادې ټولنې مخکې ویلي وو چې برید د جمعې په ورځ د غرمې له ۱۲:۰۰څخه تر ۱۲:۳۰ بجو پورې شوی، او بریدګر د روغتون یو کارکوونکی و چې د برقي زینې مسؤلیت یې درلود.
د راپورونو له مخې، بریدګر د ډاکټرې د خونې دروازه وټکوله او کله چې نوموړې دروازه پرانیسته، پر هغې یې تېزاب وشیندل.
له پېښې وروسته د روغتون ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو احتجاجونه پیل کړي او د عادي روغتیايي خدماتو د بندېدو اعلان یې کړی دی. دوی د روغتیا د سکرتر، د ملکي روغتون د مشر او د امنیتي مسول له دندې د لرې کولو غوښتنه کړې ده.