• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبر د خلکو اعتراض پای ته رسېدل؛ د پېښور-تورخم لاره د ترافیکو پرمخ بېرته پرانېستل شوې

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۴۵ GMT+۱

د هدفي وژنو پر ضد د خیبر د خلکو تر لاریون وروسته د پېښور- تورخم لویه لاره بېرته پرانستل شوې ده. د لارې تړل کېدو د تورخم له لارې د افغان کورنیو ستنېدنه هم لنډمهاله درولې وه.

د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ په سیمه کې د هدفي وژنو پر ضد د احتجاج په توګه تړل شوې د پېښور-تورخم لاره بېرته د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوې ده.

د جمعې په ورځ د خیبر ولسوالۍ د سلطان خېل سیمې دوه اوسېدونکي ناپېژاندو بریدګرو په ډزو ووژل چې له هغه وروسته زکا خېل قبیلې په سلطان خېل سیمه کې د پېښور-تورخم لویه لاره وتړله او احتجاج یې پیل کړ. د لویې لارې د تړل کېدو له امله د تورخم د دروازې له لارې د افغان کورنیو بېرته خپل هېواد ته ستنېدل هم په لنډمهاله توګه ودرېدل.

په لاریونوالو کې یو مخکښ مراد حسین رسنیو ته وویل چې د ځوانانو او سلطان خېل قبایلو څخه جوړه یوه مذاکراتي کمېټه جوړه شوې ده څو په لنډي کوتل تحصیل کې د امن د بېرته ټینګولو د لارو چارو موندلو لپاره له حکومتي چارواکو سره خبرې وکړي.

د هغه په وینا، کمېټې غوښتنه کړې چې سیمه ییزه اداره دې یا پر اصلي سړک د موټرسایکل پر دوه کسانو سپرېدو بشپړ بندیز ولګوي او یا دې یوازې هغو کسانو ته اجازه ورکړي چې په رسمي ډول له ټرافیک پولیسو او امنیتي ځواکونو سره راجستر دي.

کمېټې همدارنګه د پولیو واکسین له کمپاین څخه د اوسېدونکو د بایکاټ پر پای ته رسولو موافقه وکړه او ویې ویل چې ټول دولتي او خصوصي تعلیمي بنسټونه به د دوشنبې په ورځ بېرته پرانیستل شي.

د مراد حسین په وینا، د نوې جوړې شوې کمېټې او د اړوندې خیبر ولسوالۍ د چارواکو ترمنځ د خبرو اترو نېټه تراوسه نه ده اعلان شوې.

د یادولو ده چې په خیبر ولسوالۍ کې له څه مودې راهیسې د هدفي وژنو په پېښو کې زیاتوالی راغلی دی. د سلطان خېل په سیمه کې له دې وړاندې هم څو ځلې پولیس سرتېري په نښه شوي دي.

•
•
•

نور کیسې

سویلي وزیرستان کې د ځمکې پر سر شخړه؛ څلور کسان وژل شوي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۱۱ GMT+۱
سویلي وزیرستان کې د ځمکې پر سر شخړه؛ څلور کسان وژل شوي
100%

د خیبر پښتونخوا د سویلي وزیرستان ولسوالۍ په ګل کڅ سیمه کې د جمعې په ورځ د ځمکې پر سر د شخړې له امله څلور کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

پولیس وایي، د توي خوله تاڼې په حدودو کې د دوو ډلو ترمنځ د ځمکې پر سر نښته شوې چې په پایله کې څلور کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو په وینا، وژل شوي کسان د سلیمان خېل قبیلې غړي دي. ټپیان لومړی د ځایي خلکو په مرسته روغتون ته لېږدول شوي او وروسته د واڼه روغتون ته انتقال شوي دي.

پولیسو د پېښې پلټنې پیل کړې دي او وایي چې د مسولو کسانو پر ضد به قانوني ګامونه پورته کړي .

مینا خان افريدي: د پېښور عالي محکمې د حکم باوجود مې جرمني ته د سفر مخه نیول شوې

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۵۸ GMT+۱
مینا خان افريدي: د پېښور عالي محکمې د حکم باوجود مې جرمني ته د سفر مخه نیول شوې
100%

د خیبر پښتونخوا د لوړو زده‌کړو وزیر مینا خان افريدي ادعا کړې چې د پېښور عالي محکمې د حکم باوجود ورته د هوايي ډګر له لارې د بهر سفر اجازه نه ده ورکړل شوې او هغه د جرمني له تګ څخه راګرځول شوی.

نوموړي په ایکس پاڼه کې لیکلي چې هغه د جرمني د یوې لوړې تعلیمي ادارې «د ټوبینګن پوهنتون» په رسمي بلنه د سفر اراده لرله، چې د خیبر پښتونخوا د پوهنتونونو او زده‌کړو په برخه کې د ګډو همکاریو د یو شمېر مهمو پرمختګونو د نهايي کولو لپاره پلان شوی و.

هغه ویلي، چې د یادو پرمختګونو له مخې د خیبر پښتونخوا د پوهنتونونو او محصلینو لپاره ګڼې پروژې او همکارۍ تر بحث لاندې وې، چې غوښتل یې د سفر په ترڅ کې یې وروستۍ بڼه ورکړي.

مینا خان افريدي په خپل پیغام کې د دې اقدام په اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د هغه په وینا د پېښور عالي محکمې د حکم نه عملي کېدل «اندېښمنوونکي» دي او دا کار د خیبر پښتونخوا له ځوانانو سره جفا ده.

نوموړي زیاته کړې چې د داسې محدودیتونو له امله د ایالت د زده‌کړو او د نړیوالو علمي همکاریو فرصتونه زیانمنېږي.

تر اوسه پورې د پاکستان فدرالي حکومت یا اړوندو ادارو د مینا خان افريدي د دغو څرګندونو او د سفر د مخنیوي په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

سهيل اپریدی: د پنجاب حکومت له لوري پښتونخوا ته د غنمو لېږد بندول به کرکې نورې هم زياتې کړي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۱۱ GMT+۱
سهيل اپریدی: د پنجاب حکومت له لوري پښتونخوا ته د غنمو لېږد بندول به کرکې نورې هم زياتې کړي
100%

د خيبرپښتونخوا اعلی وزير سهيل اپريدي د پنجاب پر حکومت نيوکې کړي چې پښتونخوا ته یې د غنمو لېږد درولی دی. هغه د پنجاب حکومت «جعلي حکومت» بللی او زیاته کړې یې ده، چې له پښتونخوا سره «تبعيضي چلند به کرکې» لا نورې زياتې کړي.

سهیل اپریدي د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) په پېښور کې د خوړو خوندیتوب د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وينا کې وويل، په ولس کې د خوړو د خوندیتابه په اړه عامه پوهاوی او د مسوولانه چلند رامنځته کول د وخت مهمه اړتیا ده.

هغه وويل، «د خوړو د څانګې ارزښت له دې امله هم زیات دی، چې موږ په غنمو کې پر ځان بسیا نه یو، په راتلونکي بودجه کې به د خوړو د څانګې بودجه زیاته شي او نوي عصري ګودامونه به جوړ شي. تر ۲۰۳۰م کال پورې به خیبر پښتونخوا په ډېرو برخو کې پر ځان بسیا شي».

هغه په پنجاب کې د مسلم ليګ ن ګوند پر حکومت په نیوکو سره وویل: «د پنجاب جعلي حکومت پر خیبر پښتونخوا د غنمو لېږد بند کړی او له څو لیکونو سره سره یې غږ وانه‌ورېدل شو».

سهيل اپريدي همداراز وويل: «له خیبر پښتونخوا سره تبعيضي چلند کېږي چې دا به کرکې زیاتې کړي».

هغه پر مرکزي حکومت هم نيوکې وکړې، چې «د خیبر پښتونخوا ګاز یې بند کړی او منځنۍ طبقه ترې سخت زیانمنه شوې ده، د مرکز د غلطو تګلارو تاوان د خیبر پښتونخوا ولس پرې کوي».

د یادونې وړ ده، چې د خیبرپښتونخوا د غنمو د تولید له اړخه پنجاب ته اړ دی او د پنجاب سیمه‌ییزې ادارې له څه مودې راهیسې خیبرپښتونخوا ته د غنمو د لېږدېدو مخه نیولې ده.

لنډي کوتل کې د دوو کسانو د وژنې پر ضد احتجاج؛ د تورخم لاره تړل شوې

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۳۱ GMT+۱
لنډي کوتل کې د دوو کسانو د وژنې پر ضد احتجاج؛ د تورخم لاره تړل شوې
100%

د خیبرپښتونخوا خېبر ولسوالۍ د لنډي کوتل په تحصیل کې د خېبر تکیه سیمه کې د وسله‌والو کسانو د ډزو له امله د دوو کسانو د وژل کېدو وروسته سیمه‌ییزو خلکو پراخ احتجاج کړی او تورخم لاره یې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.

د راپورونو له مخې، پېښه تېر ماښام رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې دوه تنه په ډزو وژل شوي دي. تر پېښې وروسته د سیمې اوسېدونکو لاریون پیل کړی او د احتجاج په توګه یې د تورخم لویې لارې تګ راتګ درولی دی.

د لارې د بندېدو له امله د خیبرپښتونخوا او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ پر مسیر د افغان کډوالو د بار وړونکو لاریو او مسافر وړونکو موټرو اوږده کتارونه جوړ شوي او مسافر له سختو ستونزو سره مخ دي.

احتجاج کوونکي د پېښې د عاملینو د ژر نیولو او د قانون منګولو ته د سپارلو غوښتنه کوي. هغوی همداراز ټینګار کوي چې په سیمه کې دې د امن او نظم وضعیت ژر تر ژره بېرته ډاډمن کړل شي.

تر اوسه پورې سیمه‌ییزو چارواکو د پېښې په اړه رسمي تفصيلي معلومات نه دي خپاره کړي.

پاکستاني پوځ په خیبر پښتونخوا کې د څلورو وسله‌والو د وژلو ادعا کړې

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۲۴ GMT+۱
پاکستاني پوځ په خیبر پښتونخوا کې د څلورو وسله‌والو د وژلو ادعا کړې
100%

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر (ای‌ایس‌پي‌ار) اعلان کړی، چې د خیبر پښتونخوا په دوو بېلابېلو سیمو کې یې د ځانګړو عملیاتو پر مهال څلور وسله‌وال وژلي دي. د خبرپاڼې له مخې، دغه عملیات تېره شپه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي دي.

د پاکستان پوځ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې لومړي استخباراتي عملیات د ډېره اسماعیل خان په ولسوالۍ کې د وسله‌والو د شتون په اړه د راپورونو له ترلاسه کولو وروسته ترسره شول. د پوځ په وینا، په دغو عملیاتو کې د دوی د ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ سخته نښته وشوه چې په پایله کې یې دوه تنه وسله‌وال ووژل شول.

له بلې خوا، دویم استخباراتي عملیات د خیبر پښتونخوا په مومند ولسوالۍ کې ترسره شوي دي. د پاکستاني چارواکو په وینا، په دې سیمه کې هم د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ نښته شوې، چې په ترڅ کې یې دوه نور وسله‌وال له منځه وړل شوي او له وژل شویو کسانو څخه ګڼې وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر زیاته کړې، چې دغه وژل شوي کسان په سیمه کې په ګڼو ترهګریزو او تخریبي فعالیتونو کې ښکیل وو. د پوځ د معلوماتو له مخې، په سیمه کې د نورو وسله‌والو د پاتې شونو د له منځه وړلو لپاره چاڼیز عملیات لا هم دوام لري.

د پاکستان امنیتي ځواکونو ټینګار کړی، چې د ملي اقدام د پلان د فدرالي عالي کمېټې له خوا د تصویب شوي لیدلوري «عزم استحکام» تر چتر لاندې به د بهرنیو ملاتړ لرونکو وسله‌والو او ترهګرۍ د ځپلو لپاره د دوی بې‌رحمانه مبارزه په پوره ځواک سره دوام ومومي.

ترویج لرونکی

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی
۱

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

۲

سوداګر او صرافان: د طالبانو د ننګرهار د استخباراتو اوپراتیفي مرستیال له سوداګرو باج اخلي

۳

هيله نجيب سعد محسني ته: ستاسو په څېر افغان نارينه د ښځو د نه پرمختګ لاملونه دي

۴

هرات کې د امر بالمعروف او ځایي اوسېدونکو ترمنځ د یوې ښځې د نیولو پر سره نښته رامنځته شوې

۵

په بلوچستان کې یو خبریال د ناپېژندو وسله‌والو له لوري په ډزو وژل شوی دی