پاکستاني پوځ د شمالي وزیرستان په ميرانشاه کې د ۲۷ وسلهوالو د وژلو ادعا کړې

پاکستاني پوځ ادعا کړې، چې د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشا یې د عملیاتو پر مهال ۲۷ وسله وال وژلي دي. د پوځ د عامه اړیکو له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد عملیات یې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې ترسره کړي دي.
