طالبان: ۲۰ ټنه ګیلاس له پنجشېره قرغیزستان، ازبکستان او روسیې ته لېږل کېږي

د پنجشېر ولایت طالب چارواکي وايي، له دې ولایت څخه د ګیلاسو د صادراتو لړۍ پیل شوې او ټاکل شوې ده چې شاوخوا ۲۰ټنه تازه ګیلاس د قرغیزستان، ازبکستان او روسیې بازارونو ته صادر شي.

د پنجشېر ولایت طالب چارواکي وايي، له دې ولایت څخه د ګیلاسو د صادراتو لړۍ پیل شوې او ټاکل شوې ده چې شاوخوا ۲۰ټنه تازه ګیلاس د قرغیزستان، ازبکستان او روسیې بازارونو ته صادر شي.
د چارواکو په وینا، د روان کال د ګیلاسو د حاصلاتو له پیل راهیسې تر اوسه ۱۳۰ټنه ګیلاس راټول شوي، چې ارزښت یې شاوخوا ۱۳ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی.
د دوی د معلوماتو له مخې، د ګیلاسو د راټولولو بهیر لا هم روان دی او تمه کېږي چې د حاصلاتو کچه به په راتلونکو ورځو کې نوره هم لوړه شي.
په همدې حال کې، طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او د بزګرانو د ملاتړ په موخه د نږدې ۱۰۰ سړو خونو د جوړولو چارې هم پیل شوې دي، چې په نږدې راتلونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
تر دې وړاندې د هرات ولایت طالب چارواکو هم د ګیلاسو د حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکړی و او ویلي یې وو چې په وروستیو کلونو کې په دغه ولایت کې د مېوو کرنه د پام وړ پراخه شوې ده.

د هلمند ولایت په سنگین ولسوالۍ کې د ساروان قلعه په سیمه کې د ۱۲۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د برېښنا د یوې انکشافي پروژې کار پیل شوی دی.
طالب چارواکو ویلي، دا پروژه د سیمې د برېښنايي شبکې د پراختیا په موخه پلې کېږي، چې پکې د ۴۳ټرانسفارمرونو، ۱۶۷۴ کانکریټي پایو او د برېښنا شبکې نور اړین تجهیزات نصب شامل دي.
د چارواکو په وینا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې زرګونو اوسېدونکو ته د برېښنا اسانتیاوې برابرې شي او د برېښنا رسولو ستونزې به تر ډېره هوارې شي.
مسولین زیاتوي چې دا ډول انکشافي پروژې د عامه خدمتونو د ښه والي او د زیربناوو د پیاوړتیا لپاره مهم رول لري او هڅې روانې دي چې په نورو سیمو کې هم ورته پروژې پلي شي.
د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ ۴۸۸ کډوالې کورنۍ چې ټول ۲۶۲۲ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته جبري ستنې شوې دي.
د دغه کمېسیون د راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلامکلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي.
راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۴۶۰ کورنۍد تورخم له لارې، ۲۲کورنۍ د سپین بولدک له لارې،۳ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې، او ۳کورنۍ د اسلامکلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.
د کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، راستنو شویو کورنیود سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.
د کډوالو د ملاتړ نړیوال بنسټ Displaced International ویلي، په نړۍ کې له ۱۲۰ میلیونو څخه ډېر خلک په جبري ډول بېځایه شوي او باید له دوی سره د «ګواښ» پر ځای د انساني کرامت، شمولیت او فرصتونو په رڼا کې چلند وشي.
دغه بنسټ په خپل ایکس لیکلي: «هره ټولنه خپل بهرني خلک ستونزه ګڼي، خو اصل ستونزه بهرني خلک نه دي، بلکې د بهرنیانو د جوړولو تمایل ستونزه ده.»
په بیان کې راغلي چې په داسې وخت کې چې نړۍ له بېساري کډوالۍ او بېځایه کېدو سره مخ ده، کډوال باید د بحران، بار یا خطر په توګه ونه کتل شي، بلکې هغوی د هغو انسانانو په توګه وپېژندل شي چې عزت، مقاومت، استعداد او د امنیت او فرصتونو لپاره ګډې هیلې لري.
دغه بنسټ له حکومتونو، خیریه بنسټونو، خصوصي سکټور او ټولنو غوښتي چې د شمولیت پر وړاندې خنډونه لرې کړي او د کډوالو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه واخلي.
د وروستیو بشري راپورونو له مخې، په سیمهییزه کچه د افغان کډوالو وضعیت هم تر فشار لاندې دی، په ځانګړي ډول په ایران او پاکستان کې چې په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د ایستلو او جبري ستنولو لړۍ چټکه شوې ده.
د بشري حقونو سازمانونه خبرداری ورکوي چې دغه اقدامات د زرګونو کورنیو ژوند اغېزمنوي او د هغوی د خوندیتوب او راتلونکي په اړه جدي اندېښنې راپورته کوي.
دغه بنسټ له حکومتونو، خیریه بنسټونو، خصوصي سکټور او ټولنو غوښتي چې د شمولیت پر وړاندې خنډونه لرې کړي او د کډوالو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه واخلي.
ديس پلیس انټرنشنل ټینګار کړی چې د کډوالو لپاره د زدهکړو، د کار فرصتونو، خوندیتوب او د مشرتابه امکاناتو پراخول نه یوازې د هغوی ژوند بدلوي، بلکې ټولنې هم پیاوړې کوي او ګډ انساني ارزښتونه پیاوړي کوي.
د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي ادعا کړې، چې طالبانو په تېرو دوو ورځو کې د هرات ولایت ۶۰ښځې د هغه څه له امله نیولي چې دغه ډله یې «نامناسب حجاب» بولي.
کوفي په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د افغان ښځو کړاوونه دوام لري او طالبان لا هم د ښځو پر وړاندې خپلو محدودیتونو او فشارونو ته دوام ورکوي.
هغې ادعا کړې چې په تېرو دوو ورځو کې لسګونه ښځې په هرات کې نیول شوې او د طالبانو له لوري توقیف ته لېږدول شوې دي.
د پخوانۍ پارلمان غړې د طالبانو دغه اقدامات د ښځو پر وړاندې د روانو فشارونو برخه بللې او ویلي یې دي چې د ښځو پر وړاندې د دې ډلې «جګړه» لا هم روانه ده.
کوفي په خپل پیغام کې د یوې مشهور متل په یادولو سره لیکلي: «کله چې د مېږي مرګ رانږدې شي، وزرونه را وباسي.»
نوموړې د هرات له اوسېدونکو غوښتي چې د فشارونو او محدودیتونو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د هغې په وینا، د «ځپنې پر وړاندې نافرماني» غوره کړي.
د زدهکړو افغان فعال او د قلم لار ټولنې بنسټګر مطیعالله ویسا وايي، په فرانسه کې د ازادۍ جایزې ترلاسه کول به هغه او د هغه ټیم نور هم وهڅوي چې د هغو ماشومانو لپاره خپلې هلې ځلې پراخې کړي چې لا هم له زدهکړو بېبرخې دي.
ویسا په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې نوموړی د ۷۵ هېوادونو د ۹۵۱ نوماندانو له ډلې د وروستي پړاو درېیو نوماندانو ته لار موندلې وه او د زرګونو کسانو د رایو په ترلاسه کولو سره یې د ازادۍ جایزه وګټله.
هغه ویلي، چې د ده ټیم په تېرو ۱۶ کلونو کې د جګړو ځپلو سیمو د ماشومانو د زدهکړو لپاره کار کړی او په هغو لرې پرتو سیمو کې یې د نجونو لپاره لومړني ښوونځي پرانیستي، چې تر دې وړاندې پکې هېڅ ښوونځی نه و موجود.
ویسا د دې جایزې د ترلاسه کولو په مناسبت له هغو کسانو مننه کړې چې د دوی د فعالیتونو ملاتړ یې کړی، رایې یې ورکړې او د جایزې په مراسمو کې یې ګډون کړی دی.
نوموړي لیکلي: «دا جایزه د هغو زیانمنو ماشومانو پر وړاندې زموږ مسؤلیت لا زیاتوي چې لا هم د زدهکړو له حقه محروم دي.»
د زدهکړو دغه افغان فعال زیاته کړې، چې دوی به هڅه وکړي په لرې پرتو سیمو کې ښوونځي جوړ کړي او له دې جایزې سره مل مالي ملاتړ د زدهکړو د پراختیا لپاره ولګوي.
ویسا همداراز د هغو بنسټونو او سازمانونو مننه کړې چې د دوی له فعالیتونو یې ملاتړ کړی او ټینګار یې کړی چې په راتلونکې کې به د زدهکړو د ودې لپاره خپلې هڅې لا پیاوړې کړي.
هغه هیله څرګنده کړې چې یوه ورځ به داسې راورسیږي چې هېڅ ماشوم د جګړو او نورو ستونزو له امله له زدهکړو بېبرخې نه وي او په نړۍ کې به سوله ټینګه شي.
مطیعالله ویسا ویلي، چې دوی به د خپل ولس ترڅنګ ولاړ وي او د یوه پرمختللي، سوکاله او روښانه افغانستان د جوړولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.