• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هرات کې د امر بالمعروف او ځایي اوسېدونکو ترمنځ د یوې ښځې د نیولو پر سره نښته رامنځته شوې

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۱۸ GMT+۱

دریو باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د هرات په مرکزي ښار کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې د یوې ښځې د نیولو هڅه د سیمه‌ییزو خلکو له مقاومت او نښتې سره مخ شوې ده، چې په پایله کې څلور تنه نیول شوي دي.

سرچینو ویلي چې دا پېښه د یکشنبې په ماښام شاوخوا ۷ بجې د هرات ښار د لسمې ناحیې په «پایین‌اب» سیمه کې رامنځته شوې ده. د راپورونو له مخې، یاده ښځه هم د طالبانو له لوري نیول شوې ده.

عیني شاهدانو ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف ماموران د رسمي وختونو نه بهر په ځینو سیمو کې د هغو ښځو په لټه کې وو چې د دوی د ټاکل شوي حجاب مقررات یې نه وو مراعت کړي.

د سرچینو په وینا، کله چې مامورانو هڅه وکړه چې یوه ښځه ونیسي، د سیمې یو شمېر ځوانانو یې مخه ونیوله چې له امله یې د دواړو لورو ترمنځ نښته رامنځته شوه.

د ځایي اوسېدونکو په وینا، د نښتې وروسته د امر بالمعروف ماموران له سیمې ووتل، خو څو دقیقې وروسته بېرته راستانه شول او د سیمې څلور اوسېدونکي یې ونیول.

تر اوسه د طالبانو له لوري د دې پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي شوي.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

۳

طالبانو او ایراني چارواکو په مشهد کې د افغان بندیانو پر لېږد خبرې کړې دي

۴

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

۵

روسیه د طالبانو د پوځي تجهیزاتو د ترمیم هوکړه عملي کوي

•
•
•

نور کیسې

یوه ازبکستاني شرکت بهر ته د افغانستان د تازه میوو د صادرولو لپاره چمتووالی څرګند کړ

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۵۸ GMT+۱
یوه ازبکستاني شرکت بهر ته د افغانستان د تازه میوو د صادرولو لپاره چمتووالی څرګند کړ
100%

د ازبکستان د یوه کرنیز شرکت رييس د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره په کتنه کې له ازبکستان سربېره روسیې او اروپايي هېوادونو ته د افغانستان د تازه میوو د صادرولو لپاره چمتووالی څرګند کړ. دغه شرکت په کال کې د ۲ زره ټُنه تازه میوو د صادرولو وړتیا لري.

د ازبکستان د پرایم کرنیز شرکت رييس مراد قدرتوف د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ له نیکو اړیکو د خوښۍ په څرګندولو سره ازبکستان، روسیې او اروپايي هېوادونو ته د افغانستان د تازه میوو د صادرولو لپاره د خپل شرکت چمتووالی څرګند کړ.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۷) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، نورالدین عزیزي په دې کتنه کې د دغه ازبکستاني شرکت له نوښته هرکلی وکړ او په دې برخه کې یې د اسانتیاوو له برابرولو او نورو همکاریو ډاډ ورکړ.

د ازبکستان د پرایم کرنیز صنعت شرکت په کال کې د ۲ زره ټُنه تازه میوو د صادرولو وړتیا لري. د معلوماتو له‌مخې، دغه شرکت د افغانستان تازه میوې او په ځانګړې توګه ګیلاس، زردالو، مڼې او انار لومړی ازبکستان او بیا روسیې او هماغسې یې اروپايي هېوادونو ته صادروي.

له افغانستان سره د لارو بندېدو او سیمه‌ییزې بې‌ثباتۍ پاکستان ته ۱،۴میلیارد ډالر زیان اړولی | افغانستان انټرنشنل پښتو

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې د افغانستان صادراتي توکي او په ځانګړې توګه تازه میوې پاکستان ته صادرېدې او له دغه هېواده بیا نورو هېوادونو ته لېږدول کېدل، خو له شاخوا اتو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریز بهیر د درېدو له امله اوس افغانستان تر ډېره پر منځنۍ اسیا هېوادونو تکیه کړې ده.

د پاکستاني چارواکو په وینا، له افغانستان سره پر ډیورند کرښه د لارو د تړل کېدو او د سیمې د سوداګریزو مسیرونو د ګډوډۍ له امله د دغه هېواد بهرنۍ سوداګرۍ ته تر ۱،۴ میلیارد ډالرو زیات زیان اوښتی دی.

یونیسف: ښځینه واکسیناتورانې د افغان ماشومانو د روغتیا مهمه او اساسي ستنه ده

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۲۲ GMT+۱
یونیسف: ښځینه واکسیناتورانې د افغان ماشومانو د روغتیا مهمه او اساسي ستنه ده
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي تاج‌الدین اویوواله ویلي، په افغانستان کې روغتیايي کارکوونکي، په ځانګړې توګه ښځینه واکسیناتورانې، ماشومانو ته د واکسین رسولو او د هغوی د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم رول لري.

اویوواله د یکشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۷مه، په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې په روغتیايي مرکزونو کې د ماشومانو د واکسین بهیر دوام لري او دا خدمتونه د ماشومانو د روغتیا او د ناروغیو د مخنیوي لپاره حیاتي ارزښت لري.

هغه د بلخ ولایت د مزارشریف ښار د یوه روغتیايي مرکز بېلګه وړاندې کړې او ویلي یې دي چې د یونیسف ملاتړ شوي روغتیايي کارکوونکي هلته د ماشومانو د واکسین په بهیر کې له کورنیو سره مرسته کوي.

د نوموړي په وینا، دغه خدمتونه د واکسین کارتونو ارزونه، کورنیو ته د اړینو واکسینونو په اړه لارښوونې او د ماشومانو د روغتیايي معلوماتو ثبتول هم رانغاړي.

اویوواله په داسې حال کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو پر ارزښت ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او مسلکي روزنو لګېدلو محدودیتونو د روغتیايي سکټور راتلونکې په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

یونیسف تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې که دا محدودیتونه دوام ومومي، نو تر ۲۰۳۰ کال پورې به له ۲۵ زرو څخه زیاتې ښځینه ښوونکې او د روغتیايي سکټور کارکوونکې د زده‌کړو او کاري بهیر له دورې ووځي.

د ماشومانو د ملاتړ دغه نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د روغتیايي او واکسیناسیون خدمتونو دوام د ماشومانو د ژوند ژغورنې او د عامې روغتیا د پیاوړتیا لپاره اړین دی.

خالد حنفي: د خپلو افرادو د وینو په برکت وزیران او حاکمان شوي یو

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۵۳ GMT+۱
خالد حنفي: د خپلو افرادو د وینو په برکت وزیران او حاکمان شوي یو
100%

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزیر محمد خالد حنفي وايي، که په هېواد کې د اسلامي نظام په تطبیق کې ناغېړي وشي، نو د خدای‌ له لوري به په جدي توګه وپوښتل شي. هغه زیاته کړې، د خپلو افرادو د وینو له برکته وزیران او رییسان شوي او په ټوله کې حکومت په لاس ورغلی دی.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزیر محمد خالد حنفي د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۷مه) له یو شمېر قومي مشرانو سره په کتنه کې ویلي، ټول مسوولین د اسلامي شريعت د پلي کولو په برخه کې ځواب ورکوونکي دي، ځکه چې د اسلامي شريعت پلي کېدل د «افغان مجاهدینو د قربانیو» اساسي موخه وه.

هغه زیاته کړه: «که چېرې موږ او تاسې د اسلامي شرعیت په تطبیق کې ناغیړي وکړو، نو د خدای‌ج له لوري به په جدي توګه وپوښتل شو».

خالد حنفي په ډاګه وویل، چې د خپلو افرادو د وینو په برکت وزیران او رییسان شوي او په ټوله کې حاکمیت ور په برخه شوی او زیاته یې کړه: «که همدغه شهدا له موږ او تاسو پوښتنه وکړي، چې موږ له خپل خوږ وجود څخه تېر شو او زموږ موخه دا وه، چې اسلامي نظام تطبیق شي، تاسو زموږ د شهادت په برکت وزیران وۍ، رییسان وۍ، تاسو ته خدای حکومت او سلطه درکړې وه. د شهداوو له شهادت وروسته ولې مو په افغانستان کې اسلامي نظام نافذ نه‌کړ، زموږ ځواب به څه وي».

د څارونکو په باور، طالبان په ۲۰۲۱ کال کې له امریکایانو سره د یوې معاملې له لارې بیا ځلي پر افغانستان حاکمان شول او په دویم ځلي حاکمیت کې یې هم پر افغان ولس او په ځانګړې توګه پر ښځو سخت محدودیتونه ولګول.

دغې ډلې نجونې او ښځې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو او کار څخه منع کړې او له پرون راهیسې یې په هرات کې د حجاب د نه‌مراعاتولو له امله د ښځو د نیونې بهیر پیل کړی دی. دغه بهیر ګڼ نړۍوال غبرګونونه راپارولي، خو طالبانو یاد غبرګونونه بابیزه ګڼلي او همداراز خپلو نیونو ته دوام ورکوي.

روم کې د افغانستان سفارت: په هرات کې د ښځو د نیولو پر وړاندې د نړۍ چوپتیا د اندېښنې وړ ده

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۳۷ GMT+۱
روم کې د افغانستان سفارت: په هرات کې د ښځو د نیولو پر وړاندې د نړۍ چوپتیا د اندېښنې وړ ده
100%

د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د افغانستان سفارت په هرات ولایت کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د وروستیو نیونو په اړه د نړیوالې ټولنې پر چوپتیا نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د هېوادونو او نړیوالو بنسټونو دوه‌ګونی چلند د بشري حقونو د ملاتړ د ادعاوو باور تر پوښتنې لاندې راولي.

دغه سفارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې یو شمېر هېوادونه د ښځو د حقونو، بشري ارزښتونو او د قانون پر بنسټ د نړیوال نظم د ملاتړ شعارونه ورکوي، خو په عمل کې یې د طالبانو پر وړاندې یا چوپتیا غوره کړې او یا یې خپلې اړیکې ورسره دوامدارې ساتلې دي.

د افغانستان سفارت او استازولۍ په روم کې له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، د اسلامي همکاریو سازمان، د بشري حقونو بنسټونو او مدني ټولنې غوښتي چې په هرات او د افغانستان په نورو ولایتونو کې د بشري حقونو د ښکاره سرغړونو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.

په اعلامیه کې راغلي چې نړیوال بنسټونه باید د حقوقي او ډیپلوماټیکو لارو چارو له لارې طالبان د خپلو کړنو په اړه ځواب ویلو ته اړ کړي.

سفارت ویلي چې د قانون او بشري حقونو پر بنسټ د نړیوال نظم عادي او ډیپلوماټیک ښودل، په داسې حال کې چې د طالبانو کړنې له چوپتیا سره مخ کوي، د افغانستان د خلکو د عدالت غوښتونکو هیلو سره خیانت ګڼل کېږي.

په روم کې د افغانستان سفارت همداراز ټینګار کړی چې طالبانو او د هغوی اړوندو دولتي او غیردولتي ملاتړو د جمهوري نظام پر مهال هم په نړیوالو ارزښتونو، ډیموکراسۍ، حقونو او عدالت باور نه درلود.

په اعلامیه کې ویل شوي چې په هرات کې د ښځو او نجونو وروستۍ خپلسرې او له تاوتریخوالي ډکې نیونې، چې د جامو او پوښاک په پلمه ترسره کېږي، د بشري حقونو او د افغانستان د دیني، اخلاقي او فرهنګي ارزښتونو ښکاره نقض دی.

سفارت د هرات له خلکو، نیول شویو ښځو او نجونو او د هغوی له کورنیو سره خپله خواخوږي او پیوستون څرګند کړی او دغه نیونې یې «خپلسرې او د اخلاقو خلاف» بللې دي.

اعلامیه زیاتوي چې دا ډول چلند د افغانستان د پوهې او فرهنګ پالې ټولنې، په ځانګړي ډول د لرغوني هرات ولایت، د کرامت سپکاوی دی او د وېرې او ترهې فضا رامنځته کوي.

د سفارت په وینا، د داسې کړنو دوام نه یوازې د هېواد رواني، امنیتي او بشري وضعیت زیانمنوي، بلکې د ټولنیز، اخلاقي او روزنیز زوال زمینه هم برابروي.

د افغانستان سفارت په روم کې په پای کې ویلي چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي او «سپکوونکو» چلندونو پراخېدل د ښځو پر وړاندې د دې ډلې د سیستماتیکې کرکې او تبعیضي تګلارې څرګندونه کوي.

نصیراحمد فایق: د بې حجابۍ په پلمه د ښځو نیول له اسلامي او کلتوري اصولو سره په ټکر کې دي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۲۲ GMT+۱
نصیراحمد فایق: د بې حجابۍ په پلمه د ښځو نیول له اسلامي او کلتوري اصولو سره په ټکر کې دي
100%

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د طالبانو له‌خوا په هرات کې د بې حجابۍ په پلمه د ښځو نیولو او ځورولو ته غبرګون ښودلی او وايي، د طالبانو یاد اقدام نه له اسلامي اصولو سره او نه هم د افغانستان له کلتور سره اړخ لګوي.

نصیر احمد فایق د یکشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۷مه، ویلي، چې په هرات کې د بې حجابۍ په پلمه د ښځو نیول او ځورول د طالبانو د هغې سیستماتیکې پالیسۍ برخه ده چې موخه یې له ټولنې د ښځو حذفول، د هغوی د اساسي ازادیو سلبول او د انساني کرامت تر پښو لاندې کول دي.

نوموړي په هرات کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو وروستۍ اقدام غندلی او وايي:«د جامو او ظاهري بڼې له امله د ښځو نیول د دین او ارزښتونو دفاع نه، بلکې د خلکو د ځپلو، وېرولو او په ټولنه کې د وېرې د فضا د خپرولو وسیله ده».

په هرات کې د حجاب په پلمه د طالبانو له‌خوا د ښځو نیولو ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) هم غبرګول ښودلی.

یوناما ویلي چې د طالبانو دا اقدام د بشري حقونو په برخه کې اندېښنې راپیدا کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له تیرې ورځې راهیسې په هرات کې د حجاب نه رعایتولو په پلمه پراخ کمپاین پیل کړی او په هرات ښار او انجیل ولسوالۍ کې یې یو شمېر ښځې نیولې او له ځان سره یې وړې دي.