• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

لوګزامبورګ د افغانستان بشري صندوق سره ۳۴۳ زره ډالر مرسته وکړه

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۴۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، لوګزامبورګ د افغانستان د بشري مرستو صندوق سره ۳۰۰ زره یورومرسته کړې ده.

اوچا په خپله ایکس پاڼه کې ویلي، دغه مالي مرسته به له هغو افغانانو سره د ژوند ژغورونکو بشري مرستو په رسولو کې مرسته وکړي چې له بېړنیو بشري اړتیاوو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې د لوګزامبورګ له مرستې مننه کړې او ویلي یې دي چې د نړیوالو شریکانو ملاتړ د بشري مرستو د دوام او اړمنو ټولنو ته د لاسرسي لپاره مهم رول لري.

اوچا ټینګار کړی چې د افغانستان بشري صندوق د مرستو له لارې هڅه کېږي څو زیانمنو او اړمنو خلکو ته پر وخت بشري خدمات او بېړنۍ مرستې ورسول شي.

افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو څخه ګڼل کېږي چې د بشري مرستو اړتیا پکې لوړه ده او میلیونونه خلک د خوراکي توکو، روغتیايي خدماتو او نورو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پر نړیوالو مرستو تکیه کوي.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

۴

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو لېږدونکې چورلکې د راکټي برید موخه ګرځېدلي

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جلاوطنۍ؛ د پاچا محمد ظاهر شاه د ژوند کیسه

•
•
•

نور کیسې

طالبان: ۲۰ ټنه ګیلاس له پنجشېره قرغیزستان، ازبکستان او روسیې ته لېږل کېږي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۵۱ GMT+۱
100%

د پنجشېر ولایت طالب چارواکي وايي، له دې ولایت څخه د ګیلاسو د صادراتو لړۍ پیل شوې او ټاکل شوې ده چې شاوخوا ۲۰ټنه تازه ګیلاس د قرغیزستان، ازبکستان او روسیې بازارونو ته صادر شي.

د چارواکو په وینا، د روان کال د ګیلاسو د حاصلاتو له پیل راهیسې تر اوسه ۱۳۰ټنه ګیلاس راټول شوي، چې ارزښت یې شاوخوا ۱۳ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی.

د دوی د معلوماتو له مخې، د ګیلاسو د راټولولو بهیر لا هم روان دی او تمه کېږي چې د حاصلاتو کچه به په راتلونکو ورځو کې نوره هم لوړه شي.

په همدې حال کې، طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او د بزګرانو د ملاتړ په موخه د نږدې ۱۰۰ سړو خونو د جوړولو چارې هم پیل شوې دي، چې په نږدې راتلونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تر دې وړاندې د هرات ولایت طالب چارواکو هم د ګیلاسو د حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکړی و او ویلي یې وو چې په وروستیو کلونو کې په دغه ولایت کې د مېوو کرنه د پام وړ پراخه شوې ده.

طالبان: په هلمند کې د ۱۲۱،۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د برېښنا د انکشافي پروژې کار پیل شو

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۰۰ GMT+۱
100%

د هلمند ولایت په سنگین ولسوالۍ کې د ساروان قلعه په سیمه کې د ۱۲۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د برېښنا د یوې انکشافي پروژې کار پیل شوی دی.

طالب چارواکو ویلي، دا پروژه د سیمې د برېښنايي شبکې د پراختیا په موخه پلې کېږي، چې پکې د ۴۳ټرانسفارمرونو، ۱۶۷۴ کانکریټي پایو او د برېښنا شبکې نور اړین تجهیزات نصب شامل دي.

د چارواکو په وینا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې زرګونو اوسېدونکو ته د برېښنا اسانتیاوې برابرې شي او د برېښنا رسولو ستونزې به تر ډېره هوارې شي.

مسولین زیاتوي چې دا ډول انکشافي پروژې د عامه خدمتونو د ښه والي او د زیربناوو د پیاوړتیا لپاره مهم رول لري او هڅې روانې دي چې په نورو سیمو کې هم ورته پروژې پلي شي.

تیره ورځ له ایران او پاکستان نه څه باندې ۲زره کډوال افغانستان ته جبري ستانه شوي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۵۶ GMT+۱
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ ۴۸۸ کډوالې کورنۍ چې ټول ۲۶۲۲ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته جبري ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي.

راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۴۶۰ کورنۍد تورخم له لارې، ۲۲کورنۍ د سپین بولدک له لارې،۳ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې، او ۳کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، راستنو شویو کورنیود سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.

د کډوالو ملاتړې اداره: کډوال بحران نه دي، بلکې د انساني کرامت لرونکي خلک دي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۱۸ GMT+۱
100%

د کډوالو د ملاتړ نړیوال بنسټ Displaced International ویلي، په نړۍ کې له ۱۲۰ میلیونو څخه ډېر خلک په جبري ډول بې‌ځایه شوي او باید له دوی سره د «ګواښ» پر ځای د انساني کرامت، شمولیت او فرصتونو په رڼا کې چلند وشي.

دغه بنسټ په خپل ایکس لیکلي: «هره ټولنه خپل بهرني خلک ستونزه ګڼي، خو اصل ستونزه بهرني خلک نه دي، بلکې د بهرنیانو د جوړولو تمایل ستونزه ده.»

په بیان کې راغلي چې په داسې وخت کې چې نړۍ له بې‌ساري کډوالۍ او بې‌ځایه کېدو سره مخ ده، کډوال باید د بحران، بار یا خطر په توګه ونه کتل شي، بلکې هغوی د هغو انسانانو په توګه وپېژندل شي چې عزت، مقاومت، استعداد او د امنیت او فرصتونو لپاره ګډې هیلې لري.

دغه بنسټ له حکومتونو، خیریه بنسټونو، خصوصي سکټور او ټولنو غوښتي چې د شمولیت پر وړاندې خنډونه لرې کړي او د کډوالو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه واخلي.

د وروستیو بشري راپورونو له مخې، په سیمه‌ییزه کچه د افغان کډوالو وضعیت هم تر فشار لاندې دی، په ځانګړي ډول په ایران او پاکستان کې چې په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د ایستلو او جبري ستنولو لړۍ چټکه شوې ده.

د بشري حقونو سازمانونه خبرداری ورکوي چې دغه اقدامات د زرګونو کورنیو ژوند اغېزمنوي او د هغوی د خوندیتوب او راتلونکي په اړه جدي اندېښنې راپورته کوي.

دغه بنسټ له حکومتونو، خیریه بنسټونو، خصوصي سکټور او ټولنو غوښتي چې د شمولیت پر وړاندې خنډونه لرې کړي او د کډوالو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه واخلي.

ديس پلیس انټرنشنل ټینګار کړی چې د کډوالو لپاره د زده‌کړو، د کار فرصتونو، خوندیتوب او د مشرتابه امکاناتو پراخول نه یوازې د هغوی ژوند بدلوي، بلکې ټولنې هم پیاوړې کوي او ګډ انساني ارزښتونه پیاوړي کوي.

فوزیه کوفي: طالبانو په دوو ورځو کې په هرات کې ۶۰ ښځې د «نامناسب حجاب» په تور نیولي دي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۳۷ GMT+۱
100%

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي ادعا کړې، چې طالبانو په تېرو دوو ورځو کې د هرات ولایت ۶۰ښځې د هغه څه له امله نیولي چې دغه ډله یې «نامناسب حجاب» بولي.

کوفي په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د افغان ښځو کړاوونه دوام لري او طالبان لا هم د ښځو پر وړاندې خپلو محدودیتونو او فشارونو ته دوام ورکوي.

هغې ادعا کړې چې په تېرو دوو ورځو کې لسګونه ښځې په هرات کې نیول شوې او د طالبانو له لوري توقیف ته لېږدول شوې دي.

د پخوانۍ پارلمان غړې د طالبانو دغه اقدامات د ښځو پر وړاندې د روانو فشارونو برخه بللې او ویلي یې دي چې د ښځو پر وړاندې د دې ډلې «جګړه» لا هم روانه ده.

کوفي په خپل پیغام کې د یوې مشهور متل په یادولو سره لیکلي: «کله چې د مېږي مرګ رانږدې شي، وزرونه را وباسي.»

نوموړې د هرات له اوسېدونکو غوښتي چې د فشارونو او محدودیتونو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د هغې په وینا، د «ځپنې پر وړاندې نافرماني» غوره کړي.