• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سن‌پټرزبورګ ورزشي غونډه کې د ورزش پر نه سیاسي کېدو ټینګار شوی

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۳۸ GMT+۱

د روسیې په سن‌پټرزبورګ ښار کې د نړیوالې اقتصادي غونډې په ترڅ کې د ورزش او المپیکي همکاریو په اړه جوړه شوې ناسته کې د ورزش پر نه سیاسي کېدو او د ټولو لوبغاړو لپاره د برابر ګډون پر حق ټینګار شوی.

په دې غونډه کې د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریس احمدالله وثیق، د روسیې د ورزش وزیر میخایل دیګتیاریوف او د یو شمېر نورو هېوادونو د ورزش وزیرانو او ورزشي چارواکو ګډون کړی و.

ګډونوالو ویلي چې ورزش باید له سیاسي مسایلو لرې وساتل شي او د المپیک نړیواله کمېټه باید د بېلابېلو هېوادونو شرایطو ته په پام سره د نړیوالو او المپیکي سیالیو لپاره د ټولو ورزشکارانو د ګډون زمینه برابره کړي.

په دغه غونډه کې د المپیکي بهیر پر وړاندې د شته ننګونو، د نړیوالو ورزشي همکاریو د پراختیا او د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو هم بحث او خبرې شوي.

ترویج لرونکی

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی
۱

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

۲

سوداګر او صرافان: د طالبانو د ننګرهار د استخباراتو اوپراتیفي مرستیال له سوداګرو باج اخلي

۳

هيله نجيب سعد محسني ته: ستاسو په څېر افغان نارينه د ښځو د نه پرمختګ لاملونه دي

۴

هرات کې د امر بالمعروف او ځایي اوسېدونکو ترمنځ د یوې ښځې د نیولو پر سره نښته رامنځته شوې

۵

په بلوچستان کې یو خبریال د ناپېژندو وسله‌والو له لوري په ډزو وژل شوی دی

•
•
•

نور کیسې

په بدخشان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پیل شوې

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۴۸ GMT+۱
په بدخشان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پیل شوې
100%

په بدخشان کې د اتو لوبډلو په ګډون د وزلوبې د دښت شیوه د څلورم پړاو سیالۍ پیل شوې. د طالبانو تر کنټرول لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه سیالۍ د وزلوبې، نیزې وهلو او دودیزو لوبو د ملي فدراسیون په کوربتوب پیل شوې دي.

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغو سیالیو کې د بدخشان له مرکز او ولسوالیو څخه اته ګډونوالې لوبډلې په دوو ګروپونو کې تنظیم شوې دي.

دغه لوبې به د دښت شیوه په سیمه کې د پنځو ورځو لپاره دوام وکړي، چې په ترڅ کې به یې بېلابېلې لوبډلې له یو بل سره سیالۍ وکړي.

د دغه تورنمنټ په لومړۍ لوبه کې د شاهین یفتل لوبډله د عقابان بهارستان د لوبډلې پر وړاندې میدان ته ووته. په دغې لوبه کې د شاهین یفتل لوبډلې وکولای شول چې د عقابان بهارستان لوبډلې ته یو د ۳ پر وړاندې پایلې سره ماتې ورکړي او د دغو سیالیو لومړۍ بریا په خپل نوم کړي.

د بدخشان د بدني روزنې او سپورټ ریاست بیا وایي، چې د دغو دودیزو لوبو له ترسره کولو موخه په سیمه کې د وزلوبې وده او د ځوانانو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول دي.

د افغانستان د کرېکټ الف لوبډله په درې اړخیزه لوبلړۍ کې د ګډون په موخه سریلانکا ته لاړه

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۱۳ GMT+۱
د افغانستان د کرېکټ الف لوبډله په درې اړخیزه لوبلړۍ کې د ګډون په موخه سریلانکا ته لاړه
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د کرېکټ الف لوبډله د هند او سریلانکا د الف لوبډلو پر وړاندې په ۳ اړخیزه لوبلړۍ کې د ګډون په موخه نن سهار د سریلانکا پر لوري روانه شوه. افغان لوبډله به د یادو سیالیو په ترڅ کې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ خپله لومړۍ لوبه د هند پر وړاندې ترسره کړي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ په وینا، دغه سیالۍ به د سریلانکا په ډمبولا ښار کې ترسره شي او په ډله‌ییز پړاو کې درې ګډونوالې لوبډلې به دوه ځله له یو بل سره سیالۍ وکړي او د یادې لوبلړۍ په پای کې د جدول دوه غوره لوبډلې به پایلوبې ته لاړې شي.

د افغانستان د کرېکټ الف لوبډلې لوبډلمشري د عمران میر پر غاړه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې هم نن د هند پر وړاندې یوازنۍ ټېسټ لوبه پیل کړه.

هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ سیالي؛ تر ۲۱ اورونو وروسته ۸۴ منډې او د یوې ویکټې زیان

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۴۷ GMT+۱
هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ سیالي؛ تر ۲۱ اورونو وروسته ۸۴ منډې او د یوې ویکټې زیان
100%

د افغانستان او هند د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یوازینۍ ټېسټ سیالۍ په لومړۍ ورځ هند د پچې په ګټلو سره لومړی د توپوهنې پرېکړه کړې، او تر ۲۱ اورونو پورې یې د یوې ویکټې په زیان ۸۴ منډې جوړې کړې دي.

د سیالۍ په پیل کې د دواړو لوبډلو د لوبډلمشرانو له لوري د لوبې جام نندارې ته وړاندې شو او وروسته د پچې په ګټلو سره د هند لوبډلې پرېکړه وکړه چې لومړی توپوهنه وکړي.

افغان توپ اچوونکو د لوبې په لومړیو شېبو کې بریا ترلاسه کړه او د هند د پیلیز توپوهونکي یشاسوي جیسوال ویکټ یې ترلاسه کړه. نوموړی د محمد سلیم ساپي له لوري په ۲۴ منډو وسوځول شو.

په دغه سیالۍ کې له افغانستانه ځوان الراونډر ننګیال خروټی د لومړي ځل لپاره د ټېسټ کرکټ په ډګر کې د ملي لوبډلې په ترکیب کې شامل شوی او خپله لومړۍ لوبه ترسره کوي.

تر ۲۱ اورونو وروسته د هند لوبډله د یو لوبغاړي په زیان ۸۴ منډې لري او لوبه لا هم روانه ده.

د افغانستان او هند د کرېکټ ملي لوبډلې سبا په یوې تاریخي ټېسټ لوبه کې سره مخامخ کېږي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۳۴ GMT+۱
د افغانستان او هند د کرېکټ ملي لوبډلې سبا په یوې تاریخي ټېسټ لوبه کې سره مخامخ کېږي
100%

د افغانستان او هند د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ خورا په زړه پورې او یوازنۍ ټېسټ لوبه سبا (شنبه د غبرګولي ۱۶مه) په نوي چندیګړ کې پیلېږي. د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی، چې افغان اتلان د دغې تاریخي او پنځه ورځنۍ لوبې لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د دغې لوبې لومړی توپ به د افغانستان پر وخت د سهار په اته نیمو بجو وغورځول شي.

د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه سیالي د هند په نوي چندیګړ کې د مهاراجا یادویندرا سینګ په نړیوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. افغان لوبغاړي د پنځو ورځو لپاره د پوره همت، مهارت او هوډ ښودلو په موخه د لوبې ډګر ته ښکته کېږي او د بریا لپاره بشپړ چمتو دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ په خپله رسمي پاڼه کې لیکلي، چې د دوی لوبډله د دې لوبې پیل ته پوره چمتووالی لري. د کرېکټ مینه وال د دغې لوبې پیلېدو ته په تمه دي او داسې پتیېل کېږي چې دا لوبه به د دواړو هېوادونو ترمنځ په زړه پورې سیالي نندارې ته وړاندې کړي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله له دې وړاندې هم د نړۍ له پیاوړو لوبډلو سره په بېلابېلو بڼو کې لوبېدلې ده، خو د هند پر وړاندې دغه یوازنۍ ټېسټ لوبه د افغان لوبغاړو د وړتیا او تجربې د ارزونې لپاره یو مهم فرصت بلل کېږي.

د جلاوطنه افغان ښځینه فوټبال بریا؛ د برېتانیا استازي افغانستان کې د سپورټ پر حق ټینګار وکړ

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۲۹ GMT+۱
د جلاوطنه افغان ښځینه فوټبال بریا؛ د برېتانیا استازي افغانستان کې د سپورټ پر حق ټینګار وکړ
100%

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي په جلاوطنۍ کې د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې ته د هغوی د لومړۍ نړیوالې لوبې د ترسره کولو له امله مبارکي ویلې ده. لینډسي ټینګار کړی، چې ورزش ته باید ټول لاسرسی ولري او هېڅوک ترې محروم نه‌شي.

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) په خپله اېکس پاڼه د افغان ښځینه فوټبالرانو هوډ او د سیالۍ لپاره د هغوی هڅې وستایلې او هغه یې الهام بښونکې وبللې.

هغه زیاته کړه، چې د دغو ښځو د لوبېدو هوډ په داسې حال کې د ستاینې وړ دی، چې په کور دننه په افغانستان کې نورې ښځې او نجونې له دغه حق څخه بې برخې دي.

ریچارډ لیندسي وویل، چې سپورټ د هر انسان حق دی او باید هېڅوک ترې محروم نه‌شي. د نوموړي په وینا، په جلاوطنۍ کې د افغان نجونو د فوټبال لوبډلې لومړنۍ نړیواله لوبه ښيي، چې افغان ښځې لا هم د خپلو حقونو او غوښتنو لپاره هڅې کوي. د جلا وطنه افغان ښځو لوبډلې په نوي‌زیلانډ کې د کوک جزیرې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د یادولو وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پر ښځو ګڼ محدودیتونه لګول شوي او هغوی په کور دننه له هر ډول سپورټي او تعلیمي فعالیتونو څخه محرومې شوې دي. په جلاوطنۍ کې د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډله له دغو سختو شرایطو سره سره خپلو تمریناتو او سیالیو ته دوام ورکوي.