• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مینا خان افريدي: د پېښور عالي محکمې د حکم باوجود مې جرمني ته د سفر مخه نیول شوې

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۵۸ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د لوړو زده‌کړو وزیر مینا خان افريدي ادعا کړې چې د پېښور عالي محکمې د حکم باوجود ورته د هوايي ډګر له لارې د بهر سفر اجازه نه ده ورکړل شوې او هغه د جرمني له تګ څخه راګرځول شوی.

نوموړي په ایکس پاڼه کې لیکلي چې هغه د جرمني د یوې لوړې تعلیمي ادارې «د ټوبینګن پوهنتون» په رسمي بلنه د سفر اراده لرله، چې د خیبر پښتونخوا د پوهنتونونو او زده‌کړو په برخه کې د ګډو همکاریو د یو شمېر مهمو پرمختګونو د نهايي کولو لپاره پلان شوی و.

هغه ویلي، چې د یادو پرمختګونو له مخې د خیبر پښتونخوا د پوهنتونونو او محصلینو لپاره ګڼې پروژې او همکارۍ تر بحث لاندې وې، چې غوښتل یې د سفر په ترڅ کې یې وروستۍ بڼه ورکړي.

مینا خان افريدي په خپل پیغام کې د دې اقدام په اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د هغه په وینا د پېښور عالي محکمې د حکم نه عملي کېدل «اندېښمنوونکي» دي او دا کار د خیبر پښتونخوا له ځوانانو سره جفا ده.

نوموړي زیاته کړې چې د داسې محدودیتونو له امله د ایالت د زده‌کړو او د نړیوالو علمي همکاریو فرصتونه زیانمنېږي.

تر اوسه پورې د پاکستان فدرالي حکومت یا اړوندو ادارو د مینا خان افريدي د دغو څرګندونو او د سفر د مخنیوي په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

ترویج لرونکی

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی
۱

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

۲

سوداګر او صرافان: د طالبانو د ننګرهار د استخباراتو اوپراتیفي مرستیال له سوداګرو باج اخلي

۳

هيله نجيب سعد محسني ته: ستاسو په څېر افغان نارينه د ښځو د نه پرمختګ لاملونه دي

۴

هرات کې د امر بالمعروف او ځایي اوسېدونکو ترمنځ د یوې ښځې د نیولو پر سره نښته رامنځته شوې

۵

په بلوچستان کې یو خبریال د ناپېژندو وسله‌والو له لوري په ډزو وژل شوی دی

•
•
•

نور کیسې

سهيل اپریدی: د پنجاب حکومت له لوري پښتونخوا ته د غنمو لېږد بندول به کرکې نورې هم زياتې کړي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۱۱ GMT+۱
سهيل اپریدی: د پنجاب حکومت له لوري پښتونخوا ته د غنمو لېږد بندول به کرکې نورې هم زياتې کړي
100%

د خيبرپښتونخوا اعلی وزير سهيل اپريدي د پنجاب پر حکومت نيوکې کړي چې پښتونخوا ته یې د غنمو لېږد درولی دی. هغه د پنجاب حکومت «جعلي حکومت» بللی او زیاته کړې یې ده، چې له پښتونخوا سره «تبعيضي چلند به کرکې» لا نورې زياتې کړي.

سهیل اپریدي د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) په پېښور کې د خوړو خوندیتوب د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وينا کې وويل، په ولس کې د خوړو د خوندیتابه په اړه عامه پوهاوی او د مسوولانه چلند رامنځته کول د وخت مهمه اړتیا ده.

هغه وويل، «د خوړو د څانګې ارزښت له دې امله هم زیات دی، چې موږ په غنمو کې پر ځان بسیا نه یو، په راتلونکي بودجه کې به د خوړو د څانګې بودجه زیاته شي او نوي عصري ګودامونه به جوړ شي. تر ۲۰۳۰م کال پورې به خیبر پښتونخوا په ډېرو برخو کې پر ځان بسیا شي».

هغه په پنجاب کې د مسلم ليګ ن ګوند پر حکومت په نیوکو سره وویل: «د پنجاب جعلي حکومت پر خیبر پښتونخوا د غنمو لېږد بند کړی او له څو لیکونو سره سره یې غږ وانه‌ورېدل شو».

سهيل اپريدي همداراز وويل: «له خیبر پښتونخوا سره تبعيضي چلند کېږي چې دا به کرکې زیاتې کړي».

هغه پر مرکزي حکومت هم نيوکې وکړې، چې «د خیبر پښتونخوا ګاز یې بند کړی او منځنۍ طبقه ترې سخت زیانمنه شوې ده، د مرکز د غلطو تګلارو تاوان د خیبر پښتونخوا ولس پرې کوي».

د یادونې وړ ده، چې د خیبرپښتونخوا د غنمو د تولید له اړخه پنجاب ته اړ دی او د پنجاب سیمه‌ییزې ادارې له څه مودې راهیسې خیبرپښتونخوا ته د غنمو د لېږدېدو مخه نیولې ده.

لنډي کوتل کې د دوو کسانو د وژنې پر ضد احتجاج؛ د تورخم لاره تړل شوې

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۳۱ GMT+۱
لنډي کوتل کې د دوو کسانو د وژنې پر ضد احتجاج؛ د تورخم لاره تړل شوې
100%

د خیبرپښتونخوا خېبر ولسوالۍ د لنډي کوتل په تحصیل کې د خېبر تکیه سیمه کې د وسله‌والو کسانو د ډزو له امله د دوو کسانو د وژل کېدو وروسته سیمه‌ییزو خلکو پراخ احتجاج کړی او تورخم لاره یې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.

د راپورونو له مخې، پېښه تېر ماښام رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې دوه تنه په ډزو وژل شوي دي. تر پېښې وروسته د سیمې اوسېدونکو لاریون پیل کړی او د احتجاج په توګه یې د تورخم لویې لارې تګ راتګ درولی دی.

د لارې د بندېدو له امله د خیبرپښتونخوا او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ پر مسیر د افغان کډوالو د بار وړونکو لاریو او مسافر وړونکو موټرو اوږده کتارونه جوړ شوي او مسافر له سختو ستونزو سره مخ دي.

احتجاج کوونکي د پېښې د عاملینو د ژر نیولو او د قانون منګولو ته د سپارلو غوښتنه کوي. هغوی همداراز ټینګار کوي چې په سیمه کې دې د امن او نظم وضعیت ژر تر ژره بېرته ډاډمن کړل شي.

تر اوسه پورې سیمه‌ییزو چارواکو د پېښې په اړه رسمي تفصيلي معلومات نه دي خپاره کړي.

پاکستاني پوځ په خیبر پښتونخوا کې د څلورو وسله‌والو د وژلو ادعا کړې

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۲۴ GMT+۱
پاکستاني پوځ په خیبر پښتونخوا کې د څلورو وسله‌والو د وژلو ادعا کړې
100%

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر (ای‌ایس‌پي‌ار) اعلان کړی، چې د خیبر پښتونخوا په دوو بېلابېلو سیمو کې یې د ځانګړو عملیاتو پر مهال څلور وسله‌وال وژلي دي. د خبرپاڼې له مخې، دغه عملیات تېره شپه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي دي.

د پاکستان پوځ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې لومړي استخباراتي عملیات د ډېره اسماعیل خان په ولسوالۍ کې د وسله‌والو د شتون په اړه د راپورونو له ترلاسه کولو وروسته ترسره شول. د پوځ په وینا، په دغو عملیاتو کې د دوی د ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ سخته نښته وشوه چې په پایله کې یې دوه تنه وسله‌وال ووژل شول.

له بلې خوا، دویم استخباراتي عملیات د خیبر پښتونخوا په مومند ولسوالۍ کې ترسره شوي دي. د پاکستاني چارواکو په وینا، په دې سیمه کې هم د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ نښته شوې، چې په ترڅ کې یې دوه نور وسله‌وال له منځه وړل شوي او له وژل شویو کسانو څخه ګڼې وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر زیاته کړې، چې دغه وژل شوي کسان په سیمه کې په ګڼو ترهګریزو او تخریبي فعالیتونو کې ښکیل وو. د پوځ د معلوماتو له مخې، په سیمه کې د نورو وسله‌والو د پاتې شونو د له منځه وړلو لپاره چاڼیز عملیات لا هم دوام لري.

د پاکستان امنیتي ځواکونو ټینګار کړی، چې د ملي اقدام د پلان د فدرالي عالي کمېټې له خوا د تصویب شوي لیدلوري «عزم استحکام» تر چتر لاندې به د بهرنیو ملاتړ لرونکو وسله‌والو او ترهګرۍ د ځپلو لپاره د دوی بې‌رحمانه مبارزه په پوره ځواک سره دوام ومومي.

د خیبر پشتونخوا د پولیسو مشر: وسله والې ډلې په سویلي ولسوالیو کې د پولیسو کورنۍ ګواښي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۳۵ GMT+۱
د خیبر پشتونخوا د پولیسو مشر:  وسله والې ډلې په سویلي ولسوالیو کې د پولیسو کورنۍ ګواښي
100%

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید وایي، په سویلي ولسوالیو کې وسله والې ډلې د پولیسو کورنیو ته ګواښونه کوي، خو حکومت د دوی د امنیت لپاره جدي ګامونه پورته کوي. هغه وویل چې د پښتونخوا پولیس د هېواد په کچه تر ټولو سخته جګړه پر مخ وړي او تر نورو ولایتونو یې ډېر تلفات ورکړي.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید وایي چې د پښتونخوا په سویلي ولسوالیو کې د ناقانونه ګرځول شویو ډلو له لوري د پولیسو د کورنیو غړو ته ګواښونه کېږي، خو حکومت په دې اړه اړین امنیتي تدابیر نیسي.

په پېښور کې د وژل شویو پولیسو کورنیو ته د ځمکو د اسنادو د وېش په مراسمو کې د ځانګړي مېلمه په توګه د وینا پر مهال د پولیسو مشر وویل، چې داسې راپورونه یې ترلاسه کړي چې وسله والې ډلې په سویلي ولسوالیو کې د پولیسو د کورنیو د په نښه کولو ناوړه هڅې کوي. خو هغه وویل چې دا ډېره مهمه موضوع ده او په اړه یې له حکومت سره تفصیلي خبرې شوې دي او په دې برخه کې اړین امنیتي ګامونه پورته کېږي.

ذوالفقار حمید وویل چې د پښتونخوا پولیس د نورو ایالتونو د پولیسو په پرتله له بیخي جلا وضعیت سره مخ دي او د ټول هېواد جګړه پر مخ وړي.

د هغه په وینا: «د ترهګرۍ ضد جګړه کې د وژل شویو او ټپي شویو پولیسو شمېر د نورو ایالتونو په پرتله دلته ډېر زیات دی. زموږ پولیس به امنیت تامینوي چې دا د ایالت او هېواد لپاره اړین دی.»

د خیبر پښتونخوا جنوبي ولسوالۍ په دې وروستیو کې له ګڼو امنیتي پېښو او ناکراریو سره مخ دي.

سهيل اپريدی: واک ته د طالبانو په راتګ پاکستان خواږه وېشل خو اوس ورسره اړیکې خرابوي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۲۳ GMT+۱
سهيل اپريدی: واک ته د طالبانو په راتګ پاکستان خواږه وېشل خو اوس ورسره اړیکې خرابوي
100%

د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي ویلي، په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدو پر مهال په پاکستان کې خوشحالۍ وې او حتی خواږه پرې وېشل کېدل، خو اوس له هغوی سره هم اړیکې خرابې کړل شوې دي.

سهیل اپریدي د سه شنبې په شپه د پنجاب د راولپنډۍ ښار د اډیاله زندان مخې ته له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت جوړېدو پر مهال په پاکستان کې دومره خوشحالي وه چې «مټايانې پرې وېشل کېدې او خوړل کېدې».

خو هغه پوښتنه وکړه: «اوس داسې څه وشول او د چا د خوښې لپاره زموږ اړیکې له هغوی سره خرابېږي؟ زموږ ګټه پاکستان ته پکار ده، که له کوم هېواد سره په اړیکو کې د پاکستان خیر وي، باید اړیکې ورسره جوړې وساتل شي».

هغه زیاته کړه، چې د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان به ویل چې «افغانستان زموږ مسلمان ورور هېواد دی»، او د هغه د حکومت پر مهال چې په افغانستان کې کوم حکومت و پاکستان ته یې ښه نه کتل، خو بیا هم له کابل سره ښې اړیکې وساتل شوې.

سهیل اپریدي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې پاکستان ادعا کوي د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره کارول کېږي، او وایي چې له هغه راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، په پاکستان کې ناامني او ترهګري زیاته شوې ده.

خو طالبان دا تورونه ردوي او وایي چې په پاکستان کې ناامني د دغه هېواد کورنۍ ستونزه ده.

د دوشنبې په ورځ د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف یو ځل بیا ویلي، چې طالبانو د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) ملاتړ نه دی پرېښی.

سهیل اپریدي د خېبر پښتونخوا د خراب امنیتي وضعیت په اړه بیا ټینګار وکړ، چې هلته ناامني د «تړلو دروازو تر شا د پرېکړو» نتیجه ده.

هغه همدارنګه د عمران خان له خوېندو سره یو ځای رسنیو ته وویل، چې حکومت یې کلنۍ بودجه وړاندې کوي او دوی غواړي له عمران خان سره وویني، د بودجې په اړه ورسره خبرې وکړي او منظوري ترې واخلي، خو ورته د لیدو اجازه نه ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه، دوی په دغه اړوند د اسلام اباد سترې محکمې ته عريضه کوي خو که غوښتنې یې بيا هم ونه منل شي، نو د جون په لسمه به په اسلام اباد کې د ملي پارلمان مخې ته پرلت ووهي او د مرکزي بودجې د منظورېدو مخه به ونیسي.