ډنمارک د طالبانو د زوجینو د تفریق فرمان اندېښمنوونکی وباله

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ډنمارک استازې د زوجینو د تفریق په تړاو د هبت الله نوی فرمان د ښځو او نجونو د حقونو د سلب پر لور یو بل اندېښمنوونکی ګام وباله.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ډنمارک استازې د زوجینو د تفریق په تړاو د هبت الله نوی فرمان د ښځو او نجونو د حقونو د سلب پر لور یو بل اندېښمنوونکی ګام وباله.
چې په افغانستان کې نجونې لا هم له منځنیو او لوړو زدهکړو بېبرخې دي، ښځې له کار څخه لرې ساتل شوې او په عامه ژوند کې یې ګډون په عملي ډول له منځه تللی دی.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د یونان استازې وايي، طالبان باید نړیوالو تعهداتو ته ژمن پاتې شي او نجونې او ښځې زده کړو او کار ته پریږدي. نوموړې وویل، چې دوی د طالبانو او پاکستان د ستونزو د ډیپلوماتیک حل ملاتړ کوي.
د یونان استازې وویل، د طالبانو سیستماتیک محدودیتونه او د بیان ازادي ټول اندېښمنوونکي دې او طالبان باید دا سیاستونه پرېږدي او نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار اجازه ور کړي او نړیوالو تعهداتو ته ژمن پاتې شي.
نوموړې وویل، چې د ازادو رسنیو شته والی مهم دی او د افغانستان قلمرو باید ترهګرو ډلو ته د خوندي پناه ځای په توګه ونه اوسي.
د یونان د استازې په وینا، پاکستان او طالبانو پر شخړو اندېښمن دي، چې ګڼ ملکي کسان پکې وژل شوي دي.
هغې د چین د منځکړتوب ملاتړ وکړ او ډیپلوماسۍ یې د حل لاره وګڼله.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا استازي وايي چې د دوی لومړیتوب په افغانستان کې د خپلو وګړو ساتنه او د ملي امنیت خوندي کول دي او ټینګار یې وکړ چې طالبان لا هم “یرغمل نیونه” د فشار د وسیلې په توګه کاروي. نوموړي د افغان مېرمنو پر وضعیت هم اندېښنه وښوده.
هغه له امنیت شورا وغوښتل چې د امریکايي اتباعو د “غیرقانوني توقیف” له امله د طالبانو غندنه وکړي او د ترهګرو ډلو د پناه ورکولو پر وړاندې ګډ دریځ غوره کړي.
د امریکا استازي وویل چې طالبان د ترهګرۍ ضد ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلي او دا وضعیت د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ دی.
هغه زیاته کړه چې طالبان د افغانستان له خلکو سره “سخت او ظالمانه چلند” کوي او د ښځو او نجونو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو له لارې د بشري حقونو جدي سرغړونې ترسره کوي.
د هغه په وینا، د ښځو پر زدهکړې، کار او عامه ژوند بندیزونه د افغانستان بشري او اقتصادي بحران نور هم ژور کړی دی او د خلکو د ژوند شرایط یې سخت کړي دي.
په وینا کې د ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستندوی ماموریت یا یوناما په اړه هم نیوکه وشوه او وویل شول چې دا ماموریت د ملګرو ملتونو په سیستم کې یو له “ډېرو لګښت لرونکو سیاسي ماموریتونو” څخه دی، چې باید د موثریت له پلوه و ارزول شي.
د امریکا استازي ټینګار وکړ چې د یوناما د ماموریت د نوي کولو په بهیر کې باید اصلاحات رامنځته شي او یو “ځواکمن او بشپړ صلاحیت لرونکی” ځانګړی استازی وټاکل شي.
هغه وویل چې د دوحې بهیر باید عملي پایلې ولري او له طالبانو سره تعامل یوازې هغه وخت ممکن دی چې هغوی مشخص پرمختګونه وکړي.
د امریکا په وینا، د طالبانو له خوا د نړیوالو ژمنو نه عملي کول، د بشري حقونو نقض او د ترهګرۍ ضد مبارزې کې پاتې راتلل د عادي اړیکو د پراخېدو مخه نیسي.
د امریکا استازي په پای کې وویل چې د افغانستان خلک د “تشو خبرو” نه بلکې د عملي اقداماتو مستحق دي او امنیت شورا باید د طالبانو څخه د مسوولیت منلو غوښتنه جاري وساتي.
د چین استازي د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې د افغانانو بنسټیز حقونه باید رعایت شي او طالبان باید له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.
هغه وویل چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کلني راپور کې راغلي چې افغانستان د پنځم پرلهپسې کال لپاره د طالبانو له لوري د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زدهکړو له بندیز سره مخ دی.
د چین استازي زیاته کړه: «د افغانستان چارواکي باید جدي ګامونه پورته کړي څو نجونې زدهکړو او د کار بازار ته لاسرسی ومومي».
هغه وویل چې د افغانستان اوسنی وضعیت یوڅه باثباته دی، خو د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې لا هم ننګونې شته.
د چین استازي ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان په اړه یو همغږی او منسجم دریځ غوره کړي او له طالبانو سره عملي او واقعبینانه تعامل ته دوام ورکړي.
د نوموړي په وینا، د نړیوالو مرستو کمېدل، د کډوالو پراخ بېرته ستنېدل او د منځني ختیځ کړکېچ کولی شي په افغانستان کې د تاوتریخوالي او بېثباتۍ لامل شي.
هغه وویل چې د افغانستان لپاره له اړتیا وړ مرستو څخه تر ۲۰ سلنې کمه برخه برابره شوې ده او همدې وضعیت ډېر افغانان له لوږې او ناروغیو سره مخ کړي دي.
د چین استازي همداراز وویل چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د طالبانو د چارواکو د سفرونو او نړیوالو لیدنو اسانتیاوې برابرې کړي.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د پاکستان استازی وايي، چې افغانستان د ترهګرو ډلو لپاره په خوندي پټنځای بدل شوی او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د سیمهییز امنیت وضعیت لا خراب شوی دی.
د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې د پاکستان استازي وویل چې اسلاماباد له طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته تمه لرله چې افغانستان به د سولې او ثبات لور ته ولاړ شي، خو د هغه په وینا، دا تمې نه دي پوره شوي.
هغه زیاته کړه چې پاکستان د افغانستان د ملاتړ لپاره ګڼ ګامونه اخیستي، لکه بشري مرستې، سوداګریزې اسانتیاوې، د ټرانزیټ امتیازات، د ویزو ورکړه او د لوړې کچې ډیپلوماټیکې لیدنې، خو د هغه په وینا، د طالبانو له لوري متوقع مثبت بدلونونه رامنځته نه شول.
د پاکستان استازي ادعا وکړه چې په افغانستان کې د ټيټيپي، داعش خراسان او نورو ډلو شتون د پاکستان پر ضد د بریدونو لامل ګرځېدلی او دغه ډلې له افغان خاورې څخه فعالیت کوي.
هغه وویل چې د دغو ډلو له امله پاکستان په ۲۰۲۵ کال کې له ۵ زرو څخه زیات ترهګریز بریدونه تجربه کړي او تر ۱۲۰۰ ډېر کسان پکې وژل شوي دي.
په وینا کې د خېبر پښتونخوا یوې پېښې ته هم اشاره وشوه، چې پکې د ۱۵ پولیسو د وژل کېدو مسوولیت د ټيټيپي پر غاړه واچول شو او ادعا یې وکړه چې برید له افغانستان څخه پلان شوی و.
پاکستاني استازي همدارنګه وویل چې د ترهګرۍ لپاره د پرمختللو وسلو کارول، په ځانګړي ډول هغه وسلې چې د پخوانیو نړیوالو ځواکونو پاتې دي، وضعیت لا خطرناک کړی دی.
هغه تور پورې کړ چې طالبان د ترهګرو ډلو پر ضد عملي اقدام نه کوي او د دغو ډلو له فعالیتونو سره “چوپ ملاتړ یا همکاري” لري، چې دا د سیمې امنیت ته جدي ګواښ دی.
د پاکستان استازي وویل چې اسلاماباد څو ځله د طالبانو د قانع کولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې کړې دي او قطر، ترکیې، سعودي عربستان او چین هم د منځګړیتوب رول لوبولی، خو د هغه په وینا، طالبان لا هم له سخت دریځۍ نه دي اوښتي دي.
هغه زیاته کړه چې پاکستان به د خپل حاکمیت او امنیت د دفاع لپاره “له هر ډول اړتیا سره سم ځواب ورکړي”، خو ټینګار یې وکړ چې دا اقدامات به د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې وي.
په وینا کې د ملګرو ملتونو پر راپور هم نیوکه وشوه او ادعا وشوه چې په راپور کې د افغانستان وضعیت یو اړخیز بیان شوی او د ترهګرۍ له ګواښونو سره کافي حساب نه دی شوی.
د پاکستان استازي وویل چې په افغانستان کې د وسلو خپرېدل، غیرقانوني مالي شبکې او د پیسو مینځلو سیستمونه د وضعیت د خرابېدو مهم عوامل دي.
هغه همدارنګه وویل چې د بشري مرستو لپاره د ۲۰۲۶ پلان یوازې ۱۴ سلنه تمویل شوی، چې دا د طالبانو د ناسم مدیریت نتیجه ده.
پاکستان ټینګار وکړ چې طالبان باید د ترهګرو ډلو پر ضد واضح او عملي اقدامات وکړي او د سیمې د ثبات لپاره خپل مسوولیت ادا کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ په هرات کې د طالبانو له خوا د لسګونو ښځو خپلسري نیول کېدل په کلکه غندلي دي.
بینیټ په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په هرات کې د درېیمې پرله پسې ورځې لپاره لسګونه ښځې او نجونې د طالبانو د خوښې حجاب یا د جامو اغوستلو د طرز د نه مراعاتولو په تور په خپلسري ډول نیول شوې او بندیانې شوې دي.
هغه د دغو نیونو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
د ملګرو ملتونو دغه ځانګړي راپور ورکوونکي ټینګار کړی چې د طالبانو له لوري د ښځو دا ډول نیول د منلو وړ نه دي او باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.
تر اوسه په هرات کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د ریچارډ بینیټ د دغو څرګندونو او د ښځو د نیول کېدو د نویو پېښو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې د یوناما مرستیالې وویل، چې په هرات کې ۳۰ ښځې نیول شوې دي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، پر ښځو او نجونو د حجاب او نورو ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې سخت محدودیتونه لګول شوي دي.
تر دې وړاندې هم په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د طالبانو له لوري د حجاب د نه مراعاتولو په تور د ښځو او نجونو د نیول کېدو راپورونه خپاره شوي وو چې د کورنیو او نړیوالو سازمانونو له سختو غبرګونونو سره مخ شوي دي.