طالبان وایي په بغلان کې یې پنځه کوډګر نیولي دي

د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې یې پنځه کوډګر نیولي دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه کسان د سیمې د اوسېدونکو تر شکایتونو وروسته د طالبانو محتسبینو لهخوا نیول شوي دي.
