• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په نوي ډیلي کې د پاکستان سفارت هندي زیارت کوونکو ته ۷۳۷ ویزې صادرې کړې

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۰۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۲۸ GMT+۱

په نوي ډیلي کې د پاکستان عالي کمېشنرۍ وايي، چې هندي زیارت کوونکو ته یې په دغه هېواد کې د ګورو ارجن دیو جي د مړینې ورځې په کلنۍ مېله کې د ګډون لپاره ۷۳۷ ویزې صادرې کړې دي. دغه مذهبي مراسم د ۲۰۲۶ کال د جون له ۱۰مې نېټې څخه تر ۱۹مې نېټې پورې په پاکستان کې ترسره کېږي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، دغه ویزې د سېک مذهب پیروانو ته ورکړل شوې دي څو وکولای شي په پاکستان کې د خپل مذهبي مشر د مړینې په مناسبت په جوړېدونکو مراسمو کې برخه واخلي.
د پاکستان سفارت د دغو ویزو د صادرولو موخه د مذهبي ګرځندوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ولسي اړیکو اسانتیا بللې ده.

د پاکستان عالي کمېشنرۍ ویلي چې دوی د مذهبي ځایونو د لیدنې لپاره د اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دي او هر کال سلګونه هندي سک زیارت کوونکي د خپلو مقدسو ځایونو د لیدو لپاره پاکستان ته سفر کوي.

د دغو مراسمو لپاره په پاکستان کې ځانګړي امنیتي او ټرانسپورټي ترتیبات هم نیول شوي دي.

•
•
•

نور کیسې

اسراییل په تازه بریدونو کې د ایران د کیمیاوي توکو یوه فابریکه هدف ګرځولې

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۰۱ GMT+۱
اسراییل په تازه بریدونو کې د ایران د کیمیاوي توکو یوه فابریکه هدف ګرځولې
100%

اسراییل د دوشنبې په ورځ وویل چې د ایران په جنوب لوېدیز کې یې د یوې پیټروکیمیاوي فابریکې په ګډون پر څو پوځي اهدافو بریدونه کړي دي. دا بریدونه وروسته له هغه وشول چې ډونالډ ټرمپ د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو غوښتنه کړې وه چې نور بریدونه ودروي.

دغه تاوتریخوالي د امریکا په مشرۍ له ایران سره د یوې پراخې هوکړې هڅې لا پېچلې کړې او د تیلو بیې یې نږدې ۵ سلنه لوړې کړې دي.

د ایران د اسلامي انقلابي ګارد قول اردو وویل چې په ځواب کې یې د اسراییل په حیفا ښار کې پر ورته فابریکې د توغندیو برید کړی دی.

اسراییل وویل چې دا د اپرېل له ۸مې اوربند وروسته لومړی ځل دی چې د ایران دننه د انرژۍ پر اړوند هدف برید کوي.

دوی ادعا کړې چې د مهشر پیټروکیمیکل کمپلیکس یې هدف ګرځولی.

د ایران له توغندیزو بریدونو وروسته په نړیوال بازار کې د نفتو بیې لوړې شوي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۰۲:۳۲ GMT+۱
د ایران له توغندیزو بریدونو وروسته په نړیوال بازار کې د نفتو بیې لوړې شوي
100%

امریکایي رسنۍ «سي‌بي‌اېس» نیوز راپور ورکړی، چې پر اسراییل د ایران له توغندیزو بریدونو څو ساعته وروسته، د نړیوالو بازارونو د اوونیزو معاملو له پیل سره سم د نفتو بیې لوړې شوې دي.

د راپور له مخې، د امریکا د خامو نفتو بیه درې سلنه لوړه شوې او هر بېرل یې په ۹۳،۳۰ ډالرو پلورل کېږي. همداراز د نړیوالو معیارونو پر بنسټ د نفتو بیه ۲،۸ سلنه زیاته شوې او هر بېرل یې ۹۵،۷۸ ډالرو ته رسېدلې ده.

راپور زیاتوي چې په امریکا کې د عادي پټرولو د هر ګېلن (شاوخوا ۳،۸ لیټره) اوسطه بیه ۴،۰۹ډالرو ته رسېدلې، چې د تېر کال د کب له نهمې نېټې راهیسې، د جګړې له پیل وروسته، ۱،۱۶ډالره زیاتوالی ښيي.

سي‌بي‌اېس نیوز همداراز ویلي چې د ونډو راتلونکې معاملې له کمښت سره مخ شوې دي. د راپور له مخې، دډاو جونز شاخص ۱۹۹ واحده راټیټ شوی دی.

شنونکي باور لري چې په منځني ختیځ کې د کړکېچونو زیاتوالی د انرژۍ پر بازارونو مستقیم اغېز کوي او د نفتو د بیو د لا لوړېدو احتمال هم شته.

مالټا ته نږدې د کډوالو کښتۍ ډوبه شوې؛ ۱۰ تنه مړه او ۴۸ ژغورل شوي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۲۹ GMT+۱
مالټا ته نږدې د کډوالو کښتۍ ډوبه شوې؛ ۱۰ تنه مړه او ۴۸ ژغورل شوي
100%

د ایټالیا ساحلي ګارد اعلان کړی، چې مالټا ته نږدې د کډوالو د یوې کښتۍ د چپه کېدو له امله یې د ۱۰ کسانو جسدونه له اوبو راایستلي دي. د چارواکو په وینا، ۴۸ نور کډوال د یوې کب نیوونکې کښتۍ له لوري ژغورل شوي دي.

د ایټالیا ساحلي ګارد ویلي، چې د کښتۍ د نورو سپرلیو د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات لا هم روان دي.

د راپورونو له مخې، دا عملیات د مالټا د سویل ختیځ په شاوخوا ۸۴ کیلومترۍ کې ترسره کېږي؛ هغه سیمه چې د پېښې اصلي ځای بلل کېږي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په یاده کښتۍ کې شاوخوا ۶۰ کسان سپاره وو او خپل سفر یې دلیبیا له ساحلونو پیل کړی و. ایټالوي چارواکو ویلي چې د مالټا د چارواکو په غوښتنه د دغه هېواد د سمندري ځواکونو د ګزمې یوه بېړۍ هم د پېښې سیمې ته استول شوې ده.

د لیبیا ساحلونه د شمالي افریقا څخه اروپا ته د کډوالو د تګ له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي. هر کال زرګونه کسان د کوچنیو او ناامنو کښتیو په وسیله هڅه کوي چې دمدیترانې سمندر له لارې اروپايي هېوادونو ته ورسېږي، خو دا خطرناکه لار د زرګونو کډوالو ژوند اخیستی دی.

اروپايي ټولنې په وروستیو کلونو کې د لیبیا له حکومت سره د همکارۍ پراخ پروګرامونه پلي کړي، څو له دې لارې اروپا ته د کډوالو د تګ مخه ونیسي.

د رسمي شمېرو له مخې، اروپايي ټولنې له ۲۰۱۵ کال راهیسې لیبیا ته شاوخوا ۷۰۰ میلیونه یورو ځانګړي کړي چې د دې بودجې یوه لویه برخه د سرحدونو د کنټرول او د کډوالۍ د مدیریت لپاره لګول شوې ده.

همداراز، ایټالیا د مدیترانې په مرکزي مسیر کې د خپلې کډوالۍ پالیسۍ په چوکاټ کې د لیبیا د ساحلي ګارد د روزنې، ملاتړ او تجهیز له لارې هڅه کړې چې اروپا ته د کډوالو د کښتیو د تګ مخه ونیسي.

سره له دې، په دې سمندري مسیر کې مرګونې پېښې لا هم دوام لري او مدیترانه د نړۍ له تر ټولو خونړیو او خطرناکو کډوالۍ لارو څخه ګڼل کېږي.

ډونالډ ټرمپ: د ایران په اړه وروستۍ پرېکړه زه کوم

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۵۰ GMT+۱
ډونالډ ټرمپ: د ایران په اړه وروستۍ پرېکړه زه کوم
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ایران په اړه هر هغه هوکړه چې متحده ایالات یې وکړي، د اسراییل لومړی وزیر به یې منلو ته اړ وي، ځکه وروستۍ پرېکړه د ده په وینا د امریکا له لوري کېږي.

ټرمپ له فایننشل ټایمز سره په هغې مرکې کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوې،ویلي چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو «له منلو پرته بله لاره نه لري» که واشنګټن له ایران سره کومه هوکړه وکړي.

هغه زیاته کړه: «هغه (نتنیاهو) به هېڅ بله چاره ونه لري.»

د ټرمپ دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د اړیکو او احتمالي مذاکراتو په اړه بحثونه دوام لري او د سیمې وضعیت د نړیوالو پام ځان ته اړولی دی.

تر اوسه د اسراییل حکومت د ټرمپ د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

روم کې د افغانستان سفارت: په هرات کې د ښځو د نیولو پر وړاندې د نړۍ چوپتیا د اندېښنې وړ ده

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۳۷ GMT+۱
روم کې د افغانستان سفارت: په هرات کې د ښځو د نیولو پر وړاندې د نړۍ چوپتیا د اندېښنې وړ ده
100%

د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د افغانستان سفارت په هرات ولایت کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د وروستیو نیونو په اړه د نړیوالې ټولنې پر چوپتیا نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د هېوادونو او نړیوالو بنسټونو دوه‌ګونی چلند د بشري حقونو د ملاتړ د ادعاوو باور تر پوښتنې لاندې راولي.

دغه سفارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې یو شمېر هېوادونه د ښځو د حقونو، بشري ارزښتونو او د قانون پر بنسټ د نړیوال نظم د ملاتړ شعارونه ورکوي، خو په عمل کې یې د طالبانو پر وړاندې یا چوپتیا غوره کړې او یا یې خپلې اړیکې ورسره دوامدارې ساتلې دي.

د افغانستان سفارت او استازولۍ په روم کې له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، د اسلامي همکاریو سازمان، د بشري حقونو بنسټونو او مدني ټولنې غوښتي چې په هرات او د افغانستان په نورو ولایتونو کې د بشري حقونو د ښکاره سرغړونو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.

په اعلامیه کې راغلي چې نړیوال بنسټونه باید د حقوقي او ډیپلوماټیکو لارو چارو له لارې طالبان د خپلو کړنو په اړه ځواب ویلو ته اړ کړي.

سفارت ویلي چې د قانون او بشري حقونو پر بنسټ د نړیوال نظم عادي او ډیپلوماټیک ښودل، په داسې حال کې چې د طالبانو کړنې له چوپتیا سره مخ کوي، د افغانستان د خلکو د عدالت غوښتونکو هیلو سره خیانت ګڼل کېږي.

په روم کې د افغانستان سفارت همداراز ټینګار کړی چې طالبانو او د هغوی اړوندو دولتي او غیردولتي ملاتړو د جمهوري نظام پر مهال هم په نړیوالو ارزښتونو، ډیموکراسۍ، حقونو او عدالت باور نه درلود.

په اعلامیه کې ویل شوي چې په هرات کې د ښځو او نجونو وروستۍ خپلسرې او له تاوتریخوالي ډکې نیونې، چې د جامو او پوښاک په پلمه ترسره کېږي، د بشري حقونو او د افغانستان د دیني، اخلاقي او فرهنګي ارزښتونو ښکاره نقض دی.

سفارت د هرات له خلکو، نیول شویو ښځو او نجونو او د هغوی له کورنیو سره خپله خواخوږي او پیوستون څرګند کړی او دغه نیونې یې «خپلسرې او د اخلاقو خلاف» بللې دي.

اعلامیه زیاتوي چې دا ډول چلند د افغانستان د پوهې او فرهنګ پالې ټولنې، په ځانګړي ډول د لرغوني هرات ولایت، د کرامت سپکاوی دی او د وېرې او ترهې فضا رامنځته کوي.

د سفارت په وینا، د داسې کړنو دوام نه یوازې د هېواد رواني، امنیتي او بشري وضعیت زیانمنوي، بلکې د ټولنیز، اخلاقي او روزنیز زوال زمینه هم برابروي.

د افغانستان سفارت په روم کې په پای کې ویلي چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي او «سپکوونکو» چلندونو پراخېدل د ښځو پر وړاندې د دې ډلې د سیستماتیکې کرکې او تبعیضي تګلارې څرګندونه کوي.

ترویج لرونکی

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی
۱

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

۲

سوداګر او صرافان: د طالبانو د ننګرهار د استخباراتو اوپراتیفي مرستیال له سوداګرو باج اخلي

۳

هيله نجيب سعد محسني ته: ستاسو په څېر افغان نارينه د ښځو د نه پرمختګ لاملونه دي

۴

هرات کې د امر بالمعروف او ځایي اوسېدونکو ترمنځ د یوې ښځې د نیولو پر سره نښته رامنځته شوې

۵

په بلوچستان کې یو خبریال د ناپېژندو وسله‌والو له لوري په ډزو وژل شوی دی