• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د سویلي اسیا هنډبال سیالۍ؛ د افغانستان د هنډبال ۳۴ کسيزه لوبډله بنګله‌دېش ته ولاړه

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۴۸ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د هنډبال فدراسیون خبر ورکړی، چې د سویلي اسیا چېلنج ټرافي سياليو کې د ګډون لپاره د افغانستان تر ۱۸ کلنو او ۲۰ کلنو کم عمره ۳۴ کسيزه هنډبال لوبډله بنګله‌دېش ته ولاړه.

دغه سيالۍ به د بنګله‌دېش په کوربه‌توب د سویلي اسیا د ۱۰ هېوادونو ترمنځ د روان زېږدیز کال د جون له ۱۰مې تر ۱۴مې نېټې پورې ترسره شي. یاد فدراسیون د دغه هېوادونو نومونه نه‌دي په ډاګه کړي.
د دغه فدراسیون په وینا؛ له دې ډلې به تر ۲۰ کلنو کم عمره هنډبال لوبډله لومړۍ لوبه د بنګله‌دېش او تر ۱۸ کلنو کم عمره لوبډله به د مالديف په وړاندې د جون په ۱۰مه د لوبو ډګر ته ښکته شي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

۵

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په ازبکستان کې د رزمي ورزشونو افغان مډال ګټونکي وستایل

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۰۲:۰۴ GMT+۱
طالبانو په ازبکستان کې د رزمي ورزشونو افغان مډال ګټونکي وستایل
100%

د طالبانو د المپيک، بدني روزنې او ورزش رياست د ازبکستان په کوربه توب د رزمي ورزشونو اسيايي سياليو ته د لارموندنې څلورم پړاو او نويو ځوانانو اسيايي سياليو کې مډال ګټونکي لوبغاړي د يوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د ډاليو په ورکړې سره وستایل.

د طالبانو د المپيک، بدني روزنې او ورزش رياست د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د رزمي ورزشونو اسيايي سياليو ته د لارموندنې څلورم پړاو کې ۱۳ افغان لوبغاړو، څلورو روزونکو او يوه پلاوي ګډون کړی وو، چې له ډلې يې سمیع‌الله حميدي د سپينو زرو مډال، نصرت جلالي، واصل مردان، احمد رضا ايماق او پرويز کاپيسا‌وال د ژېړو مډالونه ترلاسه کړل.

د خبرپاڼې له‌مخې، د نويو ځوانانو اسيايي سياليو کې بیا پنځو لوبغاړو، يوه روزونکي او يوه پلاوي ګډون کړی وو، چې روحيد ستانکزي په‌کې د سپينو زرو مډال او محمد قاسمي د ژېړو مډال ګټونکی شول.

د یادونې وړ ده، چې په ټوله کې له يادو سياليو څخه افغان لوبغاړو ۲ د سپينو زرو او ۵ د ژېړو مډالونه ترلاسه کړي دي.

د سن‌پټرزبورګ ورزشي غونډه کې د ورزش پر نه سیاسي کېدو ټینګار شوی

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۳۸ GMT+۱
د سن‌پټرزبورګ ورزشي غونډه کې د ورزش پر نه سیاسي کېدو ټینګار شوی
100%

د روسیې په سن‌پټرزبورګ ښار کې د نړیوالې اقتصادي غونډې په ترڅ کې د ورزش او المپیکي همکاریو په اړه جوړه شوې ناسته کې د ورزش پر نه سیاسي کېدو او د ټولو لوبغاړو لپاره د برابر ګډون پر حق ټینګار شوی.

په دې غونډه کې د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریس احمدالله وثیق، د روسیې د ورزش وزیر میخایل دیګتیاریوف او د یو شمېر نورو هېوادونو د ورزش وزیرانو او ورزشي چارواکو ګډون کړی و.

ګډونوالو ویلي چې ورزش باید له سیاسي مسایلو لرې وساتل شي او د المپیک نړیواله کمېټه باید د بېلابېلو هېوادونو شرایطو ته په پام سره د نړیوالو او المپیکي سیالیو لپاره د ټولو ورزشکارانو د ګډون زمینه برابره کړي.

په دغه غونډه کې د المپیکي بهیر پر وړاندې د شته ننګونو، د نړیوالو ورزشي همکاریو د پراختیا او د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو هم بحث او خبرې شوي.

په بدخشان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پیل شوې

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۴۸ GMT+۱
په بدخشان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پیل شوې
100%

په بدخشان کې د اتو لوبډلو په ګډون د وزلوبې د دښت شیوه د څلورم پړاو سیالۍ پیل شوې. د طالبانو تر کنټرول لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه سیالۍ د وزلوبې، نیزې وهلو او دودیزو لوبو د ملي فدراسیون په کوربتوب پیل شوې دي.

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغو سیالیو کې د بدخشان له مرکز او ولسوالیو څخه اته ګډونوالې لوبډلې په دوو ګروپونو کې تنظیم شوې دي.

دغه لوبې به د دښت شیوه په سیمه کې د پنځو ورځو لپاره دوام وکړي، چې په ترڅ کې به یې بېلابېلې لوبډلې له یو بل سره سیالۍ وکړي.

د دغه تورنمنټ په لومړۍ لوبه کې د شاهین یفتل لوبډله د عقابان بهارستان د لوبډلې پر وړاندې میدان ته ووته. په دغې لوبه کې د شاهین یفتل لوبډلې وکولای شول چې د عقابان بهارستان لوبډلې ته یو د ۳ پر وړاندې پایلې سره ماتې ورکړي او د دغو سیالیو لومړۍ بریا په خپل نوم کړي.

د بدخشان د بدني روزنې او سپورټ ریاست بیا وایي، چې د دغو دودیزو لوبو له ترسره کولو موخه په سیمه کې د وزلوبې وده او د ځوانانو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول دي.

د افغانستان د کرېکټ الف لوبډله په درې اړخیزه لوبلړۍ کې د ګډون په موخه سریلانکا ته لاړه

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۱۳ GMT+۱
د افغانستان د کرېکټ الف لوبډله په درې اړخیزه لوبلړۍ کې د ګډون په موخه سریلانکا ته لاړه
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د کرېکټ الف لوبډله د هند او سریلانکا د الف لوبډلو پر وړاندې په ۳ اړخیزه لوبلړۍ کې د ګډون په موخه نن سهار د سریلانکا پر لوري روانه شوه. افغان لوبډله به د یادو سیالیو په ترڅ کې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ خپله لومړۍ لوبه د هند پر وړاندې ترسره کړي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ په وینا، دغه سیالۍ به د سریلانکا په ډمبولا ښار کې ترسره شي او په ډله‌ییز پړاو کې درې ګډونوالې لوبډلې به دوه ځله له یو بل سره سیالۍ وکړي او د یادې لوبلړۍ په پای کې د جدول دوه غوره لوبډلې به پایلوبې ته لاړې شي.

د افغانستان د کرېکټ الف لوبډلې لوبډلمشري د عمران میر پر غاړه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې هم نن د هند پر وړاندې یوازنۍ ټېسټ لوبه پیل کړه.

هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ سیالي؛ تر ۲۱ اورونو وروسته ۸۴ منډې او د یوې ویکټې زیان

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۴۷ GMT+۱
هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ سیالي؛ تر ۲۱ اورونو وروسته ۸۴ منډې او د یوې ویکټې زیان
100%

د افغانستان او هند د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یوازینۍ ټېسټ سیالۍ په لومړۍ ورځ هند د پچې په ګټلو سره لومړی د توپوهنې پرېکړه کړې، او تر ۲۱ اورونو پورې یې د یوې ویکټې په زیان ۸۴ منډې جوړې کړې دي.

د سیالۍ په پیل کې د دواړو لوبډلو د لوبډلمشرانو له لوري د لوبې جام نندارې ته وړاندې شو او وروسته د پچې په ګټلو سره د هند لوبډلې پرېکړه وکړه چې لومړی توپوهنه وکړي.

افغان توپ اچوونکو د لوبې په لومړیو شېبو کې بریا ترلاسه کړه او د هند د پیلیز توپوهونکي یشاسوي جیسوال ویکټ یې ترلاسه کړه. نوموړی د محمد سلیم ساپي له لوري په ۲۴ منډو وسوځول شو.

په دغه سیالۍ کې له افغانستانه ځوان الراونډر ننګیال خروټی د لومړي ځل لپاره د ټېسټ کرکټ په ډګر کې د ملي لوبډلې په ترکیب کې شامل شوی او خپله لومړۍ لوبه ترسره کوي.

تر ۲۱ اورونو وروسته د هند لوبډله د یو لوبغاړي په زیان ۸۴ منډې لري او لوبه لا هم روانه ده.