سپاه پاسداران: اسراییل د بالستیک توغندیو پرمټ په ایران کې بریدونه کړي دي

د ایران دولتي خبري اژانس اېرنا د دوشنبې په سهار د سپاه پاسداران د یوې خبرپاڼې په حواله ویلي، چې اسراییل د ایران په خاوره کې د ځینو موخو په نښه کولو لپاره بالستیک توغندي کارولي دي.
اسراییلي رسنیو هم راپور ورکړی، چې د دغه هېواد هوايي ځواک د ایران له هوايي حریم نه بهر پر ځینو موخو بریدونه کړي دي. د اصفهان د امنیتي مرستیال والي د دوشنبې په سهار د اصفهان پر نجفاباد د اسراییل برید ته په اشارې ویلي: «دغه برید هیڅ تلفات نهدي اړولي».
معاریو ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د اسراییل هوايي ځواک تېره شپه د ایران د توغندیز برید په ځواب کې په لوېدیځ او مرکزي ایران کې پوځي موخې په نښه کړې. د راپور له مخې؛ د ډرون فابریکې او د تهران نړۍوال هوایي ډګر په ګډون له ۱۵ ډېر هدفونه په نښه شوي.
ورته مهال د امریکا یوه پوځي چارواکي اکسیوس ته ویلي، چې د امریکا پوځ پر ایران د اسراییل په بریدونو کې هیڅ رول نه لاره.
له بل پلوه تازه رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې په تل ابیب کې د هوايي بریدونو له امله د خبرداري زنګونه کړنګېدلي دي.
