طالبان وایي پنجشېر کې یې نږدې ۲۰زره قیراطه زمرد پلورلي دي

پنجشېر کې د طالبانو د والي ویاند سیفالدین لټون ویلي، د روان ۱۴۰۵ مالي کال له پیل راهیسې تر اوسه ۱۹زره او ۸۴۶ قیراطه زمرد چې د دغه ولایت له کانونو کېندل شوي؛ د ازادې داوطلبۍ له لارې پلورل شوي دي. د هغه په وینا؛ د پلورل شویو زمردو ټولیز ارزښت ۴۲۴زره او ۲۲۰ امریکایي ډالرو ته رسېږي.
