• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چین له طالبانو وغوښتل چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۳۳ GMT+۱

د چین استازي د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې د افغانانو بنسټیز حقونه باید رعایت شي او طالبان باید له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

هغه وویل چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کلني راپور کې راغلي چې افغانستان د پنځم پرله‌پسې کال لپاره د طالبانو له لوري د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده‌کړو له بندیز سره مخ دی.

د چین استازي زیاته کړه: «د افغانستان چارواکي باید جدي ګامونه پورته کړي څو نجونې زده‌کړو او د کار بازار ته لاسرسی ومومي».

هغه وویل چې د افغانستان اوسنی وضعیت یوڅه باثباته دی، خو د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې لا هم ننګونې شته.

د چین استازي ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان په اړه یو همغږی او منسجم دریځ غوره کړي او له طالبانو سره عملي او واقع‌بینانه تعامل ته دوام ورکړي.

د نوموړي په وینا، د نړیوالو مرستو کمېدل، د کډوالو پراخ بېرته ستنېدل او د منځني ختیځ کړکېچ کولی شي په افغانستان کې د تاوتریخوالي او بې‌ثباتۍ لامل شي.

هغه وویل چې د افغانستان لپاره له اړتیا وړ مرستو څخه تر ۲۰ سلنې کمه برخه برابره شوې ده او همدې وضعیت ډېر افغانان له لوږې او ناروغیو سره مخ کړي دي.

د چین استازي همداراز وویل چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د طالبانو د چارواکو د سفرونو او نړیوالو لیدنو اسانتیاوې برابرې کړي.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

۴

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو لېږدونکې چورلکې د راکټي برید موخه ګرځېدلي

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جلاوطنۍ؛ د پاچا محمد ظاهر شاه د ژوند کیسه

•
•
•

نور کیسې

پاکستان: طالبان د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او افغانستان د ترهګرۍ مرکز ګرځېدلی

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۳۳ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د پاکستان استازی وايي، چې افغانستان د ترهګرو ډلو لپاره په خوندي پټنځای بدل شوی او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د سیمه‌ییز امنیت وضعیت لا خراب شوی دی.

د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې د پاکستان استازي وویل چې اسلام‌اباد له طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته تمه لرله چې افغانستان به د سولې او ثبات لور ته ولاړ شي، خو د هغه په وینا، دا تمې نه دي پوره شوي.

هغه زیاته کړه چې پاکستان د افغانستان د ملاتړ لپاره ګڼ ګامونه اخیستي، لکه بشري مرستې، سوداګریزې اسانتیاوې، د ټرانزیټ امتیازات، د ویزو ورکړه او د لوړې کچې ډیپلوماټیکې لیدنې، خو د هغه په وینا، د طالبانو له لوري متوقع مثبت بدلونونه رامنځته نه شول.

د پاکستان استازي ادعا وکړه چې په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي، داعش خراسان او نورو ډلو شتون د پاکستان پر ضد د بریدونو لامل ګرځېدلی او دغه ډلې له افغان خاورې څخه فعالیت کوي.

هغه وویل چې د دغو ډلو له امله پاکستان په ۲۰۲۵ کال کې له ۵ زرو څخه زیات ترهګریز بریدونه تجربه کړي او تر ۱۲۰۰ ډېر کسان پکې وژل شوي دي.

په وینا کې د خېبر پښتونخوا یوې پېښې ته هم اشاره وشوه، چې پکې د ۱۵ پولیسو د وژل کېدو مسوولیت د ټي‌ټي‌پي پر غاړه واچول شو او ادعا یې وکړه چې برید له افغانستان څخه پلان شوی و.

پاکستاني استازي همدارنګه وویل چې د ترهګرۍ لپاره د پرمختللو وسلو کارول، په ځانګړي ډول هغه وسلې چې د پخوانیو نړیوالو ځواکونو پاتې دي، وضعیت لا خطرناک کړی دی.

هغه تور پورې کړ چې طالبان د ترهګرو ډلو پر ضد عملي اقدام نه کوي او د دغو ډلو له فعالیتونو سره “چوپ ملاتړ یا همکاري” لري، چې دا د سیمې امنیت ته جدي ګواښ دی.

د پاکستان استازي وویل چې اسلام‌اباد څو ځله د طالبانو د قانع کولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې کړې دي او قطر، ترکیې، سعودي عربستان او چین هم د منځګړیتوب رول لوبولی، خو د هغه په وینا، طالبان لا هم له سخت دریځۍ نه دي اوښتي دي.

هغه زیاته کړه چې پاکستان به د خپل حاکمیت او امنیت د دفاع لپاره “له هر ډول اړتیا سره سم ځواب ورکړي”، خو ټینګار یې وکړ چې دا اقدامات به د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې وي.

په وینا کې د ملګرو ملتونو پر راپور هم نیوکه وشوه او ادعا وشوه چې په راپور کې د افغانستان وضعیت یو اړخیز بیان شوی او د ترهګرۍ له ګواښونو سره کافي حساب نه دی شوی.

د پاکستان استازي وویل چې په افغانستان کې د وسلو خپرېدل، غیرقانوني مالي شبکې او د پیسو مینځلو سیستمونه د وضعیت د خرابېدو مهم عوامل دي.

هغه همدارنګه وویل چې د بشري مرستو لپاره د ۲۰۲۶ پلان یوازې ۱۴ سلنه تمویل شوی، چې دا د طالبانو د ناسم مدیریت نتیجه ده.

پاکستان ټینګار وکړ چې طالبان باید د ترهګرو ډلو پر ضد واضح او عملي اقدامات وکړي او د سیمې د ثبات لپاره خپل مسوولیت ادا کړي.

ریچارډ بېنېټ په هرات کې د ښځو د خپلسرو نیونو د سملاسي درولو غوښتنه کړې

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۳۳ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ په هرات کې د طالبانو له خوا د لسګونو ښځو خپلسري نیول کېدل په کلکه غندلي دي.

بینیټ په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په هرات کې د درېیمې پرله پسې ورځې لپاره لسګونه ښځې او نجونې د طالبانو د خوښې حجاب یا د جامو اغوستلو د طرز د نه مراعاتولو په تور په خپلسري ډول نیول شوې او بندیانې شوې دي.

هغه د دغو نیونو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو دغه ځانګړي راپور ورکوونکي ټینګار کړی چې د طالبانو له لوري د ښځو دا ډول نیول د منلو وړ نه دي او باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

تر اوسه په هرات کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د ریچارډ بینیټ د دغو څرګندونو او د ښځو د نیول کېدو د نویو پېښو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې د یوناما مرستیالې وویل، چې په هرات کې ۳۰ ښځې نیول شوې دي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، پر ښځو او نجونو د حجاب او نورو ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې سخت محدودیتونه لګول شوي دي.

تر دې وړاندې هم په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د طالبانو له لوري د حجاب د نه مراعاتولو په تور د ښځو او نجونو د نیول کېدو راپورونه خپاره شوي وو چې د کورنیو او نړیوالو سازمانونو له سختو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

بریتانیا یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۲۲ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د بریتانیا استازي د افغان ښځو او مذهبي لږه کیو پر وضعیت اندېښنه وښوده او ویې ویل، چې د طالبانو اقدامات او قوانین د افغانستان نړیوالې ژمنې ماتوي. نوموړي د طالبانو وروستی اقدامات سخت دریځه وبلل او ویې غندل.

د بریتانیا استازي وویل، چې هېواد یې په افغانستان کې د ښځو او لږکیو د حقونو د پرله‌پسې محدودېدو او زوال په اړه اندېښنه لري.هغه زیاته کړه چې بریتانیا دا تبعیضي بولي او د ده په وینا، «منځنیو پېړیو ته ورته» اقدامات په کلکه غندي.

د بریتانیا استازي همداراز یادونه وکړه چې هېواد یې په وروستیو کلونو کې له افغانستان سره۲۰۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

بریتانیا یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي او عملي یې کړي.

په امنیت شورا کې د روسیې استازې دداعش خلاف د طالبانو هڅې ناکافي وبللې

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۰۹ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د روسیې استازې وویل چې د افغانستان په تړاو د روسیې د سیاست کلیدي ټکو تغییر نه دی کړی او له طالبانو سره په اعتماد ولاړ تعامل په کار دی او دا باید له ضرب الاجل او فشار پرته وي. نوموړې د داعــ.ـش خلاف د طالبانو هڅې ناکافي وبللې.

د روسیې استازې وویل، چې د روسیې د سیاست کلیدي ټکو تغییر نه دی کړی او له طالبانو سره په اعتماد ولاړ تعامل په کار دی او دا باید له ضرب الاجل او فشار پرته وي.

نوموړې وویل، چې د سیمې ټول هېوادونه او د مسکو فرمټ دې مسالې ته متعهد دي.

هغې وویل، « هر ډول هڅې چې انتخابي عمل وشي، یا مرستې مشروطې شي، دا د افغانستان ستونزو حل لا غځوي.»

هغې دغه راز وویل، چې د یوناما لپاره باید یو مسوول وټاکل شي، د طالبانو نظریات باید واورېدل شي او د هغوی رضایت هم باید پکې وي.

د روسیې د استازې په وینا، افغانستان د ځان‌بسیاینې او ثبات ته د رسېدو لپاره وخت، هڅو او د نړیوالې ټولنې غیرسیاسي ملاتړ ته اړتیا لري.

نوموړې زیاته کړه، چې که څه هم بندیزونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي، خو د بیارغونې بهیر او د ستونزو د حل هڅې هم روانې دي. د نوموړي په وینا، د افغانانو ملاتړ باید د سیاسي ملاحظاتو قرباني نه شي.

فرانسه: طالبانو د ښځو پر وړاندې د تبعیضي سیاست له لارې افغانستان له بحران سره مخ کړی

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۰۴ GMT+۱
100%

په ملګرو ملتونو کې د فرانسې استازي نن د امنیت شورا په غونډه کې ویلي چې د افغانستان خلک له نږدې پنځو کلونو راهیسې د طالبانو د “قصدي تبعیضي سیاست” لاندې ژوند کوي او د ښځو او نجونو اساسي حقونه په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې شوي دي.

د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې د فرانسې استازي وویل چې طالبان د نړیوالې ټولنې او افغانانو د پرله‌پسې غوښتنو سره سره، د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو پالیسي ته دوام ورکوي او دا کړنې د “سیستماتیکې ځورونې” بڼه لري.

هغه زیاته کړه چې د طالبانو له لوري ښځو ته د زده‌کړې، کار، روغتیايي خدماتو ته لاسرسي او حتی په عامه فضا کې د خبرو حق نه ورکول د جنسیتي ځورونې معادل دي، چې دغه وضعیت د افغانستان اقتصادي وده هم ټکنۍ کړې ده.

د فرانسې استازي وویل چې دغه سیاستونه د تاوتریخوالي د زیاتېدو، د سیمې د بې‌ثباتۍ او د بشري وضعیت د لا خرابېدو سبب شوي دي.

هغه ټینګار وکړ چې فرانسه د افغانانو ملاتړ ته ژمنه ده او له اروپايي شریکانو سره په ګډه د بشري مرستو د دوام هڅه کوي، خو دا مرستې باید د “ښځو له لارې د ښځو لپاره” اصل ته په پام سره ترسره شي.

د هغه په وینا، طالبان باید بشري مرستو ته بشپړه اجازه ورکړي او د مرستو عادلانه وېش یقیني کړي، تر څو مېرمنو او ماشومانو ته مرستې ورسیږي.

فرانسې همدارنګه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو لکه داعش خراسان، القاعده او ټي‌ټي‌پي شتون د نړیوالې امنیت لپاره جدي ګواښ وباله او له طالبانو یې وغوښتل چې د دغو ډلو په اړه خپل دریځ روښانه کړي او د هغوی پر ضد عملي اقدامات وکړي.

استازي وویل چې په دې شرایطو کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یوناما شتون لا هم اړین دی او فرانسه د دې ماموریت د غځولو ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه چې د دوحې بهیر تر اوسه هیڅ د پام وړ پرمختګ نه دی کړی او طالبان د امنیت شورا د پرېکړه‌لیکونو په عملي کولو کې پاتې راغلي دي.

د فرانسې استازي ټینګار وکړ چې د طالبانو له نړیوالو مکلفیتونو سره سم عمل د هر ډول سیاسي پرمختګ شرط دی او که دا شرایط پوره نه شي، د افغانستان د نړیوال ادغام لپاره هېڅ امکان نه شته.